پاپ له ټرمپ څخه وغوښتل چې د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د «وتلو لار» ولټوي

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لیو د سېشنبې په ورځ له ډونالډ ټرمپ وغوښتل، چې د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د "وتلو لارې" په لټه کې شي او دا هغه کمساری اقدام دی، چې پهکې د کاتولیکانو مشر په مستقیم ډول د امریکا له ولسمشر څخه غواړي، چې روانې سیمهییزې نښتې پای ته ورسوي.
پاپ لیو وویل: «ما ته ویل شوي چې ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي چې غواړي جګړه پای ته ورسوي».
نوموړي زیاته کړه: «هیلهمن یم چې هغه د وتلو لار ولټوي. هیله لرم چې د تاوتریخوالي د کچې کمولو لپاره یوه لاره پيدا کړي».
