• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د چین له سفیر نه د روغتیا په برخه کې د همکاریو غوښتنه کړې

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې بیجنګ د افغانستان د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا او روغتیايي کارکوونکو په ظرفیت جوړونه او د روغتونو په تجهیزولو کې مرسته وکړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي، چې جلالي د کندهار میرویس روغتون د بیا رغونې چارو د پیل، د الشفاء روغتون لپاره د تجهیزاتو برابرولو او د سنتي طب په برخه کې د انسټیټیوټ د جوړولو غوښتنه کړې ده.

د یاد وزارت په وینا، د چین سفیر په خپلو څرګندونو کې د میرویس سیمه ییز روغتون د بیا رغونې او پراختیا چارو د پیل، د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، اړینو تجهیزاتو او درملو برابرولو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او د سنتي طب په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو د روزنې ژمنه یې هم کړې ده.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

د لښکرګاه ځینې اوسېدونکي: د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان له مېرمنو سره ناسم چلند کوي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۴۶ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
د لښکرګاه ځینې اوسېدونکي: د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان له مېرمنو سره ناسم چلند کوي
100%

د هلمند د مرکز لښکرګاه ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر محتسبان په ښار کې ښځې او ځوان د حجاب او ږیرې د څرنګتیا له امله دروي او ناسم چلند ورسره کوي. په یوه ویډیو کې ښکاري چې د طالبانو محتسبانو په ښار کې مېرمنې او ځوانان درولي.

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ، د وري پر ۱۱مه، وویل، چې نن درېیمه ورځ ده چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبان او د حوزې پولیس د ښځو اړوند توکو په پلورنځیو کې ګرځي او ښځې د هغوی د حجاب د څرنګتیا له امله ترټي.

د لښکرګاه یوه اوسېدونکي وویل چې « د امربالمعروف محتسبین د مارکیټونو په دروازو کې ولاړ وي او کومې مېرمنې چې د دوی د خوښې مطابق حجاب نه وي اچولی، یا هم بې محرمه مارکیټونو ته ځي، هغه نه پرېږدي او د سپارښتنې پر ځای بد او رد ورته وايي.»

یو تن وویل، چې د امربالمعروف د محتسبینو ناوړه چلند د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي دي.

د لښکرګاه یوه بل اوسېدونکي وویل چې « تېره ورځ د امربالمعروف له محستبانو سره ځینو خلکو جنجال هم کړی، چې ولې مېرمنو ته بد الفاظ کاروي.»

یو هټیوال وویل، چې د طالبانو د امربالمعروف د محتسبینو ددې چلند له امله یو شمیر دوکانداران د شکایت لپاره د هلمند د امربالمعروف ریاست رییس محمد امین بدخشاني ته ورغلل او رییس ته یې د دوی د محتسبینو له لوري له مېرمنو سره د ناوړه چلند په اړه خبر ورکړ خو بدخشاني دوکاندارانو ته په لیدنه کې ویلي، چې مېرمنې باید بازار ته له محرم پرته لاړې نه شي او د حجاب پرځای چادرۍ پر سر کړي.

د لښکرګاه ځینې دوکانداران وايي، چې د طالبانو محتسبان نه یوازې له مېرمنو سره بد چلند کوي بلکې هغه دوکانداران یې هم له ځان سره وړي او دوکانونه یې تړلي، چې ږیرې یې کمې کړې او خرېیلې وې.

تر دې وړاندې د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي و، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو په لارو کې چېک پواینټونه اچولي او ځوانانو ته د ږېرې د نه خرېيلو، د مفشنو وېښتانو د نه جوړولو او د موسيقۍ نه اورېدو لارښوونې کوي.

حسیب شینواری: افغانان پردۍ جګړې ته جذبه لري خو د خپلو نجونو د ښوونځیو په اړه بې تفاوته دي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۳۴ GMT+۱
حسیب شینواری: افغانان پردۍ جګړې ته جذبه لري خو د خپلو نجونو د ښوونځیو په اړه بې تفاوته دي
100%

د ښوونیزو چارو فعال او د ننګرهار د پوهنې پخوانی رییس حسیب شینواری د نوي ښوونیز کال د پیل په اړه وايي چې افغانان د پاکستان د جګړې په اړه جدي غبرګون ښيي خو د نجونو د ښوونځیو په اړه د حیرانتیا په کچه بې تفاوته دي.

نوموړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د افغانستان په سړوسیمو کې نوی تعلیمي کال بیا په داسې حالت کې پیل شوی، چې د نجونو پرمخ د ښوونځي دروازې لا هم تړلې دي.

هغه زیاتوي: "خو ما چې د جګړې په اړه د خپلو وطندارانو څومره جذبه ولیده، د ښوونځیو په اړه د هغې پېنځه سلنه هم نه تر سترګو کیږي."

شینواری پر افغان فعالانو غږ کوي، چې که د جګړې پر ځای د نجونو د ښوونځیو لپاره په مشترک ډول غږ پورته کړي او پر طالبانو فشار راوړي، د افغانستان راتلونکی تضمینولی شي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو یو ځل بیا نوی تعلمي کال پرته د نجونو له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه پیل کړ.

د یوناما مرستیال: د پاکستان په بریدونو کې د کډوالو نړیوال سازمان تاسیسات هم زیانمن شوي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۵۷ GMT+۱
د یوناما مرستیال: د پاکستان په بریدونو کې د کډوالو نړیوال سازمان تاسیسات هم زیانمن شوي
100%

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې ددغه وزارت وزیر عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتویته سره د هغه د ماموریت د پای په تړاو کتلي او نوموړي ویلي، چې د پاکستان په بریدونو کې د کډوالو نړیوال سازمان تاسیسات هم زیانمن شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن سې شنبه، د وري پر ۱۱مه ویلي، چې په دې ناسته کې د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتویته سره په افغانستان کې د یونېسف تاج الدین ایوال، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ رییس عرفات جمال او د افغانستان لپاره د کډوالو نړۍوال سازمان مشره میهیونګ هم ګډون در لود.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما مرستیال اندریکا راتویته ویلي، چې د پاکستاني په بریدونو کې د کډوالو نړیوال سازمان تاسیسات هم زیانمن شوې او له پولې سره نږدې د کډوالو په پنډغالو کې ناچاودي توکي بېرته پاکولو ته اړتیا لري.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، راتویته په خپلو خبرو کې ویلي، چې د پاکستان د بریدونو له امله د ولسي خلکو مرګ ژوبله او د ولسونو بېځایه کېدل د اندېښې وړ او زړه بوږنوونکې مسله ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په نړۍ کې پرناورینونو سربـــېره یوناما توانېدلې، چې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره د پام وړ بودجه راجلب کړي او په دې برخه کې به هڅې لادوام ولري.

په دې ناسته کې د طالبانو د کډوالو وزیر عبدالکبیر ویلي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په شپږو سرحدي ولایتونو کې د پاکستان د بمباریو له امله بېځایه شویو ته مرستې وېشلې دي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان په بریدونو کې پر ډیورنډ کرښه پرتو ولسوالیو څخه ولسي خلک بېځایه شوي دي او خوندي ځایونو ته تللي دي.

په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او روسیې سوداګري ۵۳۸ میلیونه ډالرو ته رسیدلې

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۴۲ GMT+۱
په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او روسیې سوداګري ۵۳۸ میلیونه ډالرو ته رسیدلې
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۵۳۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له دې جملې څخه ۴ میلیونه ډالر صادرات او ۵۳۴ میلیونه ډالر واردات شوي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په توازن کې د وارداتو لوړوالی ښيي.

طالب چارواکي زیاتوي، افغانستان روسیې ته بېلابېل خوراکي او غیرخوراکي توکي صادر کړي دي، خو په بدل کې یې له روسیې څخه تر ډېره خوراکي مواد او سون‌توکي، په ځانګړي ډول تېل او ګاز وارد کړي دي.

په وروستیو کلونو کې د طالبانو او روسیې ترمنځ سوداګریزې اړیکې ښې شوې دي.

له ۲۰۲۱ وروسته، چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، مسکو له طالب چارواکو سره د اړیکو پراخولو لپاره یو نسبتا عملي او اقتصادي چلند غوره کړ او وروسته یې ددې ډلې اداره په رسمیت وپېژندله.

د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ځانګړي ډول د انرژۍ او اساسي توکو په وارداتو ولاړه ده، ځکه افغانستان د تېلو، ګاز او غلو په برخه کې له روسیې پر وارداتو ډېره تکیه لري.

پاکستان ۱۱ افغان بندیان طالبانو ته سپارلي او ۱۵۷ نور یې لنډي کوټل مرکز ته انتقال کړي دي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۸ GMT+۱
پاکستان ۱۱ افغان بندیان طالبانو ته سپارلي او ۱۵۷ نور یې لنډي کوټل مرکز ته انتقال کړي دي
100%

پاکستاني چارواکو ویلي چې د تورخم لارې د بیا خلاصېدو سره هم مهاله یې په لومړي پړاو کې ۱۱ بندیان د قانوني پروسې وروسته طالبانو ته سپارلي. د چارواکو په خبره چې ۱۵۷ نور زندانیان یې لنډي کوتل مرکز ته د قانوني بهیر د بشپړېدو لپاره انتقال کړي دي.

تورخم دروازه نن یو ځل بیا د کډوالو د ستنېدو لپاره خلاصه شوې، پاکستاني چارواکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې په لنډي کوتل کې ۱۵۷ افغان زندانیان به له قانوني پروسې وروسته طالبانو ته وسپارل شي.

پاکستان د مارچ میاشتي په ۲۶مه هم د تورخم لار د کډوالو پر مخ خلاصه کړې وه، خو پر ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د بیا پيلېدو وروسته دغه لار بنده شوه.

تورخم لار لا هم د عامو خلکو او سوداګرۍ پر مخ تړلې ده. د لارې خلاصېدو لپاره دواړه خواوي یو بل ته شرطونه لري.