• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام د غوراوي پړاو کې افغانستان د سوریې پر وړاندې ماته وخوړه

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۱۵ GMT+۱

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام د غوراوي پړاو په شپږمه او وروستۍ لوبه کې د سوریې پر وړاندې د ۵–۱ په درنې پایلې سره ماتې وخوړه. افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې یوه بریا هم ترلاسه نه‌کړه او په دې سره بل پړاو ته له رسېدو پاتې شوه.

دغه لوبه د سوریې په کوربه‌توب د سعودي عربستان په شهزاده عبدالله الفیصل لوبغالي کې ترسره شوه.

سوریې ډېر ژر او د لوبې په پنځمه دقیقه کې د محمد السلخادي له لوري لومړی ګول وواهه، خو علي‌رضا پناهي د لوبې په ۲۳مه دقیقه کې له لرې واټن څخه په ښکلي شاټ سره د افغانستان د برابرۍ ګول وواهه. لومړۍ نیمايي د ۱–۱ په پایلې سره پای ته ورسېده، په داسې حال کې چې د افغانستان ګول ساتونکی کیوان متقیان یو پنالټي هم مهار کړې وه.

په دویمه نیمايي کې سوریې لوبه په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندې راوسته او څلور نور ګولونه یې هم د افغانستان پر وړاندې وکړل. محمد الحلق (۵۶مه دقیقه)، محمد المصطفی (۵۸مه او ۸۲مه دقیقې) او محمد الاسود (۹۰+۳ دقیقه) کې سوریې نور ګولونه هم ترسره کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې سوریې په دې لوبه کې خپل دوه مهم ستوري عمر السوما او محمد خربین له ځانه سره لوبډله کې نه درلودل. بل لور ته، د افغانستان لوبډله هم د اجباري بدلونونو له امله د تېرې لوبې په پرتله له بدل ترکیب سره میدان ته ښکته شوې وه.

له دې بریا سره، سوریې له شپږو لوبو څخه په شپږو بریاوو او بشپړو ۱۸ امتیازونو سره د خپل ګروپ د لومړي مقام په توګه وروستي پړاو ته لار وموندله. دې لوبډلې په ټولییز ډول ۲۱ ګولونه وکړل او یوازې دوه ګولونه یې ومنل.

د همدې ګروپ په بله لوبه کې، میانمار پاکستان ته په ۲–۱ ماتې ورکړه او د ۱۲ امتیازونو په لرلو سره دویم ځای خپل کړ. افغانستان له دوو مساوي او څلورو ماتو سره یوازې دوه امتیازونه ترلاسه کړل او په درېیم مقام کې ودرېده.

د افغانستان ملي لوبډلې په دې پړاو کې له شپږو لوبو څخه ټول‌ټال څلور ګولونه وکړل او ۱۱ ګولونه یې ومنل، چې د منفي اووه ګول توپیر سره یې خپلې سیالۍ پای ته ورسولې.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۳
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۴

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

۵

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي د مشر اختریز پیغامونه وېشل شوي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د کرېکټ ستوری عظمت‌الله عمرزی د پنجاب کېنګز له لوبډلې سره یوځای شو

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۱۷ GMT+۱

د هند د پنجاب کېنګز کرېکټ لوبډلې د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره د افغان کرېکټ ستوري او د نړۍ د ۵۰ اوریزو لوبو غوره الراونډر عظمت‌الله عمرزي ته ښه راغلاست ویلی. هغه چې ټاکل شوې د ۲۰۲۶ کال د هند په غوره لیګ کې د پنجاب کېنګز لپاره ولوبېږي، په رسمي ډول له دغې لوبډلې سره یوځای شو.

عظمت‌الله عمرزی د افغانستان د نوي نسل یو له خورا مهمو ستورو څخه دی؛ یو داسې الراونډر چې خپله لوبډله یې له یوې داسې حالت څخه چې یوازې پر ورو توپ‌اچوونکو یا سپېن بالرانو متکي وه، په یوې متوازنې او څو اړخیزې لوبډلې بدله کړې ده.

عمرزی په پیل کې ډېر د یوه توپ‌‌وهونکي په توګه پېژندل کېده، خو په تدریجي ډول یې د توپ‌اچونې مهارتونه پیاوړي کړل او د افغانستان پر غوره چټک الراونډر بدل شو؛ تر دې چې په اصلي ترکیب کې یې تر ډېرو تجربه لرونکو لوبغاړو لوړ ځای ځان ته ځانګړی کړ.

هغه د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه وکړه او شاوخوا یو کال وروسته له شل اوریزې لوبډلې سره یو ځای شو، خو د هغه د مسلکي پړاو د بدلون کال ۲۰۲۳ کال وو. په دغه کال کې نوموړي د بنګله‌دېش په لیګ کې د ۱۵ وېکټو په اخیستو سره پام ځان ته راواړاوه او وروسته یې د پاکستان په لیګ کې هم د پېښور زلمي لوبډلې لپاره بریالۍ لوبه وکړه.

په همدې کال کې عمرزی په نړۍواله کچه هم وځلېد او په یو ورځني نړۍوال جام کې یې د هند پر وړاندې ۶۲ منډې، د سریلانکا پر وړاندې ۵۰ منډې او د سوېلي افریقا پر وړاندې ۹۷ منډې جوړې کړې. هغه په ۲۰۲۳ کال کې په ۴۵۵ منډو او په اوسط ډول په ۵۷ امتیازونو سره پای ته ورساوه.

د هغه غوره لوبو دې ته لاره هواره کړه، چې د هند غوره لیګ ته جذب شي او د ګجرات ټایټنز لپاره لوبه وکړي. عظمت‌الله عمرزی په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د هغې لوبډلې غړی وو چې د لومړي ځل لپاره د شل اوریز نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته ورسېده.

۲۰۲۴ کال د عمرزي لپاره یو زرین کال و؛ هغه د ۵۲.۱۲ اوسط امتیازونو سره ۴۱۷ منډې وکړې او ۱۷ وېکټې یې داسې واخیستې، چې په هر اور کې یې تر پنځو لږې منډې ورکړې وې. هغه د اېرلنډ، سوېلي افریقا، بنګله‌دېش او زېمبابوې پر وړاندې د افغانستان په بریاوو کې مهم رول درلود. عمرزي د غوره لوبو په کولو سره د کرېکټ د نړۍوالې شورا له‌خوا د کال د غوره یو ورځني لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه چې دا د افغانستان لپاره یو تاریخي ویاړ ګڼل کېږي.

نوموړي د ۲۰۲۵ کال په اتلانو جام کې هم د انګلستان پر وړاندې تاریخي لوبه وکړه او د لومړي ځل لپاره یې په یو ورځنیو لوبو کې ۵ وېکټې ترلاسه کړې.

هغه په ای‌پي‌اېل سیالیو کې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۴ کې د ګجرات ټایټانز لوبډلې لپاره لوبه وکړه او بیا په ۲۰۲۵ کال کې د پنجاب کېنګز لوبډلې له‌خوا جذب شو. که څه هم په دغه لیګ کې د هغه په لوبو کې لوړې ژورې وې، خو بیا هم د ۲۰۲۶ فصل لپاره د یوې ارزښتمنې څېرې په توګه په لوبډله کې وساتل شو.

عمرزی نن سبا د نړۍ د یو تر ټولو بشپړ الراونډرانو په توګه پېژندل کېږي؛ هغه لوبغاړی چې هم په پاورپلې او هم په وروستیو اورونو کې اغېزناک ثابتېدلی شي او په توپ‌وهنه کې هم ټاکونکی رول لوبوي.

د ای‌پي‌اېل په روان نوي فصل کې درې نور افغان لوبغاړي هم حضور لري. راشد خان به په ګجرات ټایټانز، نور احمد لکڼوال به په چینای سوپر کینګز او الله‌محمد غضنفر به په ممبۍ انډیانز کې لوبې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۶ کال ای‌پي‌اېل سیالۍ د مارچ په ۲۸مه پیل شوې او د مې تر ۳۱مې به دوام وکړي. په دې سیالیو کې لس لوبډلې په یوه ګروپ کې له یو بل سره سیالۍ کوي.

افغان ورزشکار عبدالکریم بدخشي د هسپانوي لوبغاړي په وړاندې ماتې وخوړه

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۵۷ GMT+۱

افغان ورزشکار عبدالکریم بدخشي د هسپانیا فابیان سېنټس په وړاندې ماتې وخوړه او د اتلولۍ کمربند ګټلو چانس یې له لاسه ورکړ. دغه لوبه بېګاه شپه (د وري ۸مه) د هسپانیا په بادالونا کې د WOW FC سازمان د سیالیو د ۲۸م پړاو د یوې برخې په توګه ترسره شوه.

بدخشي د خپل هسپانوي سیال له‌خوا په درېیم پړاو کې د «سبمېشن» تخنیک له لارې ماتې وخوړه. دغه لوبه د یاد سازمان د اتلولۍ کمربند ګټلو لپاره ترسره شوه. فابیان سېنټس وتوانېده، چې خپل د اتلولۍ کمربند وساتي.
۲۵ کلن افغان لوبغاړی عبدالکریم بدخشي په خپله ۱۴مه مسلکي لوبه کې څلورمه ماتې وخوړه. بل لوري ته ۳۱کلن سېنټس هم په خپله ۱۴مه مسلکي لوبه کې خپله ۱۱مه بریا ثبت کړه.

دغه لوبه د بادالونا ارینا المپیک لوبغالي کې ترسره شوه.

100%
100%

د اتلولۍ کمربند لپاره سیالي؛ عبدالکریم بدخشي نن د فابیان سېنټس پر وړاندې لوبه کوي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۱۸ GMT+۰

ټاکل شوې، چې د افغانستان د ترکیبي رزمي لوبو لوبغاړی عبدالکریم بدخشي د یوې مهمې لوبې لپاره د هسپانیا د فابیان سېنټس سره د لوبو ډګر ته ښکته شي. دغه لوبه نن شپه (د وري ۸مه) د هسپانیا په بادالونا کې د WOW FC سازمان د سیالیو د ۲۸م پړاو د یوې برخې په توګه ترسره شي.

۲۵کلن افغان لوبغاړي عبدالکریم بدخشي تر اوسه پورې ۱۳ مسلکي لوبې کړې، چې له دې ډلې ۱۰ بریاوې او ۳ ماتې لري. بل لوري ته ۳۱کلن فابیان سېنټس هم د دغه وزن په کټګورۍ کې په ۱۳ لوبو کې ۱۰ بریاوې او ۳ ماتې لري.

دغه لوبه به د اصلي سیالۍ په توګه ترسره شي او ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه چې د دواړه لوبغاړي د اتلولۍ کمربند لپاره سره مخ کېږي. اوس‌مهال دغه لقب د فابیان سېنټس په لاس کې دی او بدخشي هڅه کوي، چې دغه اتلولي خپله کړي.

دغه لوبه د هسپانیا د بادالونا ښار د بادالونا ارینا المپیک په لوبغالي کې ترسره کېږي.

100%

د فوټبال ځوانه لوبډله؛ افغانستان د میانمار پر وړاندې ماتې وخوړه

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۰۲ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ اسیا جام د غوراوي سیالیو درېیم پړاو ته د لار موندنې په یوې لوبه کې یو ځل بیا لکه د لومړۍ لوبې په شان، د ۲–۱ په پایلې سره د میانمار پر وړاندې ماتې وخوړه. دا لوبه د افغانستان په کوربتوب په میانمار کې ترسره شوه.

د لوبغاړو د کمښت له امله، افغان لوبډله له بدلې او ځوان ترکیب سره ډګر ته راووته. د افغانستان لوبډله چې په لومړۍ لوبه کې هم په همدې پایله ماته شوې وه، له دې ماتې سره لا هم د دوو امتیازونو په درلودلو سره په ګروپ کې پاتې ده.

افغانستان لوبه د کیوان متقیان، محبوب حنفي، احمد شکیب مهري، نوید محبوبي، علي باسط نظري، سمیر سمندري، مصور احدي، مازیار کوهیار، علي‌رضا پناهي، امید موسوي او امید پوپلزي (لوبډلمشر) په ترکیب سره پیل کړه.

په دې سیالۍ کې، افغانستان له څو نویو لوبغاړو سره میدان ته کوز شو، چې د لومړي ځل لپاره یې د ملي لوبډلې د ټیم یونیفورم واغوست. د لوبډلې په ترکیب کې بدلونونه او د ملي لوبډلې د ځینو اغېزناکو لوبغاړو نشتوالی (ځکه چې ځینو لوبغاړو لوبډله تحریم کړې وه)، د دې ټیم پر وضعیت څرګند اغېز درلود.

افغانستان لوبه په ښه ډول پیل کړه او په ۱۰مه دقیقه کې د امید پوپلزي له لوري ګول ووهل شو؛ خو میانمار په ۴۵مې دقیقې کې د تان پاینګ په ګول سره لوبه مساوي کړه. وروسته، په ۷۳مه دقیقه کې کیاو زین هم د میانمار لپاره دویم ګول وواهه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

له دې پایلې سره، میانمار ۹ امتیازونه ترلاسه کړل او د جدول په دویم ځای کې پاتې شو؛ ځکه سوریه په پرله‌پسې ډول د پنځو بریاوو او ۱۵ امتیازونو په ترلاسه کولو سره، له دې ډلې څخه وروستي پړاو ته خپل تګ یقیني کړی دی.

واحدالله نژند راتلونکې میاشت د ارجنټاین لوریانو استاروپولي پر وړاندې لوبه لري

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۲۲ GMT+۰

د «اېف‌اېن‌سي» د ازادو سیالیو سازمان اعلان کړی، چې د افغانستان د ترکیبي رزمي لوبو مشهور لوبغاړی واحدالله نژند به د ارجنټاین له لوریانو سټاروپولي سره مخ شي. دغه لوبه به د ۷۷ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د «اېف‌اېن‌سي» سازمان په ۳۰م پړاو سیالیو کې ترسره شي.

ټاکل شوې، چې دواړه لوبغاړي د ۱۴۰۵کال (د غویي په ۱۹مه) له یو بل سره مخامخ شي. نژند چې پخوا یې په اوکټاګون سازمان کې سیالي کړې وه، د ۱۴۰۴کال د مرغومي په وروستیو کې د «اېف‌اېن‌سي» سازمان سره یو تړون لاسلیک کړ.

هغه په خپلو ۱۲ مسلکي لوبو کې ۱۰ بریاوې او ۲ ماتې لري، په‌داسې حال کې چې د هغه سیال ۱۳ بریاوې او ۷ ماتې لري. نژند په اوکټاګون سازمان کې غوره فعالیت وښود او د خپل وزن په کټګورۍ کې د کال غوره لوبغاړی ونومول شو. هغه اوس په یوه نوي سازمان کې خپله لومړۍ سیالي تجربه کړې، چې څلور پرله‌پسې بریاوې لري.

100%