• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان په کابل کې له زده‌کړیالانو څخه ژمنې اخلي چې ږیره پرېږدي، خولۍ واغوندي او لمونځ وکړي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۱:۳۲ GMT+۱

طالبانو په کابل پوهنتون کې د ژمن‌پاڼو په وېشلو سره له محصلانو غوښتي، چې د دغې ډلې لارښوونو ته ژمن پاتې شي. په دې ژمن‌پاڼو کې له محصلانو غوښتل شوي، چې د ږیرې پرېښودلو، د خولۍ پر سر کولو، په لمانځه کې د ګډون، د موسیقۍ نه اورېدلو او د طالبانو له اصولو سره د سم چلند ژمنه وکړي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي اسناد ښيي، چې د طالبانو چارواکو له محصلانو غوښتي څو دغه ژمن‌پاڼې لاسليک کړي.
د دې ژمن‌پاڼې په بېلابېلو برخو کې راغلي، چې محصلان مکلف دي څو لمونځ په جماعت ادا کړي، خپلې ږېرې اوږدې وساتي او د سر وېښتان دې په داسې بڼه نه سموي چې د طالبانو له نظر سره مخالفه وي. همدارنګه، محصلان نه‌شي کولی له خولۍ پرته پوهنتون ته داخل شي او اړ دي چې جامې واغوندي.

دغه نوی امر يوازې د کابل دولتي پوهنتون پورې محدود نه دی. په کابل کې د يو خصوصي پوهنتون يوه زده‌کړیال افغانستان انټرنشنل ته يو مکتوب لېږلی، چې په‌کې ښکاري له هغوی څخه هم غوښتل شوي چې ږیره پرېږدي او جامې واغوندي.

هغه ويلي، چې د طالبانو لارښوونې او خبرداري محصلان ناهيلې کوي.

د زده‌کړیالانو پر سني‌توب ټينګار
هغه محصلان چې د کابل پوهنتون ژمن‌لیک لاسليکوي، بايد ژمنه وکړي چې د «اسلامي امارت نظام» شرعي ګڼي او اطاعت ترې اړين بولي.

د دې ژمن‌لیک په يوه ماده کې راغلي، چې د افغانستان خلک د «اهل سنت او جماعت» پيروان دي. له همدې امله له محصلانو غوښتل شوي، چې ژمنه وکړي څو د همدې مذهب پيروي کوي او اطاعت ترې کوي. همدارنګه طالبانو له زده‌کړیالانوغوښتي، چې د امر بالمعروف قانون ته ځانونه ژمن وبولي.

په افغانستان کې د اهل سنت تر څنګ د جعفري او اسماعيلي شيعه‌ګانو لويه ټولنه هم ژوند کوي. خو طالبان تل د اهل سنتو پر بنسټ د قوانينو پر حاکميت ټينګار کوي او پر شيعه‌ګانو محدوديتونه لګوي.

د تېر کال د مرغومې په ۱۵مه د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د «محاکمو جزايي اصول‌نامه» توشيح کړه. د دې اصول‌نامې په اتمه ماده کې راغلي، هر څوک چې د «اهل سنت او جماعت» خلاف عقيده ولري، «مبتدع» بلل کېږي.

همدارنګه په ۲۶مه ماده کې ويل شوي، چې که څوک له حنفي مذهب څخه ووځي، تر دوو کلونو پورې د بند سزا به ورکول کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون محکمو ته اجازه ورکوله، چې د شيعه وګړو په شخصي چارو کې د شيعه فقه تطبيق کړي.

له سياسي ډلو سره د اړيکو بنديز
په دې ژمن‌لیک کې طالبانو زده‌کړیالان اړ کړي، چې سياسي فعاليت ونه‌کړي او له «سياسي ډلو» سره اړيکې ونه‌نيسي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ګوندونو ته د رسمي فعاليت اجازه نشته. طالبانو د ۱۴۰۲ کال د زمري په ۲۵مه په ښکاره اعلان وکړ، چې د ټولو سياسي ګوندونو فعاليت منع دی. د طالبانو د عدليې وزير عبدالحکيم شرعي ويلي، چې ګوندي فعاليت «شرعي بنسټ» نه‌لري او «د ملي ګټو پر ضد» دی، له همدې امله هېڅ سياسي ګوند ته په هېواد کې د فعاليت اجازه نه ورکول کېږي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د ترکيې په شرناک ښار کې ۲۴ افغان کډوال نیول شوي دي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۵۵ GMT+۱

د ترکیې پولیسو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د شرناک ښار په انداچ کلي کې یې د یو لړ عملیاتو پر مهال ۲۴ افغان کډوال چې په ناقانونه توګه هلته مېشت وو، نیولي دي. پولیسو همداراز درې تنه د دغو کډوالو د قاچاق او لېږد په تور نیولي او عدلي ارګانونو ته یې سپارلي دي.

تورن کسان له اداري او قضايي پړاوونو تر تېرېدو وروسته زندان ته لېږدول شوي دي او د ترکيې پوليسو ويلي، چې د نورو شپږو شکمنو کسانو د نيولو لپاره لا هم عمليات روان دي.

افغان کډوال هم د اداري بهير تر بشپړېدو وروسته د بېرته ستنېدو مرکزونو ته لېږدول شوي، څو افغانستان ته واستول شي.

یاده دې وي، چې افغانان په ترکيه کې د نيول شويو کډوالو په نوملړ کې لومړی ځای لري. د دې هېواد پوليسو په تېرو درېيو مياشتو کې شاوخوا ۸ زره افغان کډوال نيولي دي.

د ترکيې د کورنيو چارو وزارت مخکې ويلي وو، چې د ناقانونه کډوالو د پېژندنې، نيولو او اېستلو عمليات به د هېواد په کچه دوام ولري.

په کابل کې متقاعدینو یوځل بیا د خپلو حقونو لپاره لاریون کړی

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۱۲ GMT+۱

په کابل کې یو شمیر افغان متقاعدینو د خپلو معاشونو په تړاو یوځل بیا اعتراض او لاریون کړی. ‏تېر کال طالبانو اعلان وکړ چې د زمري له دویمې څخه به د دولتي ادارو د متقاعدانو د معاشونو ورکول بیا پیل شي خو متقاعدین وايي، نږدې ۷میاشتې تېرې شوې او دغه ژمنه لا هم بشپړه نه ده عملي شوې.

یو شمیر افغان متقاعدینو نن دوشنبه، د وري پر لسمه، په کابل کې د تقاعد ریاست مخې ته راټول شوي وو او د طالبانو پر مشرتابه یې غږ وکړ، چې نور دې دوی نه ځوروي.

په تېرو څلورو کلونو کې متقاعدین په وار، وار د تقاعد حق اخیستلو لپاره د کابل د تقاعد ریاست مخې ته راغونډ شوي، چې خپل هغه حق ترلاسه کړي چې د ماموريت پر مهال به يې له تنخوا څخه د دولت خزانې ته ورکاوه.

د طالبانو حکومت بیا ویلي، چې متقاعدین باید د خپلو حقونو د ثابتولو لپاره ځانګړې محکمې ته مراجعه وکړي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي و، چې د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله د فرمان پر بنسټ د ټاکل شويو اصولو له مخې متقاعدینو ته د تقاعد حقونو د ورکولو پرېکړه شوې ده، خو متقاعدین نیوکه کوي، چې اړوندې ادارې دغه امر نه مني.

د ۱۴۰۳کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د متقاعدینو د حقونو د څېړلو لپاره د ځانګړو محکمو د جوړولو امر وکړ، خو اوس د اعتراض کوونکو لویه نیوکه دا ده چې د ټیټې کچې طالبان او مامورین دغه فرمان نه پلی کوي.

والدای د خبرو اترو مرکز: په ترمذ کنفرانس کې د افغانستان امنیتي وضعیت او بدلونونه څېړل کېږي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۸ GMT+۱

والدای د خبرو اترو مرکز وایي، چې د روسیې او ازبکستان چارواکي په یو دوه ورځني ګډ کنفرانس کې، چې د وري میاشتې پر ۱۰ او ۱۱نېټو په ترمذ ښار کې کېږي، د افغانستان وضعیت او د هغه د امنیتي اغېزو، سیمه‌ییزو همکاريو او ستراتیژیکو بدلونونو په اړه مشورې کوي.

دغه دوه ورځنی کنفرانس د «والدای» د خبرو اترو مرکز او د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت په کوربه توب جوړیږي، چې د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر حکومتي چارواکي او کارپوهان به پکې ګډون ولري.

په ګډونوالو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخاییل ګالوزین، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار شوهرات یګیتال‌یف او د دواړو هېوادونو سفیران شامل دي.

د کنفرانس د جوړوونکو په وینا، دا غونډه د دوه هېوادونو د سیاسي او علمي استازو ترمنځ د نظرونو د تبادلې لپاره دودیزه بڼه لري.

په ترمذ ښار کې د دې غونډې د ترسره کولو موخه دا ده، چې یاد ښار له افغانستان سره نږدې او د «دوستۍ» د پل په څېر مهم ځای کې موقعیت لري.

د کنفرانس د بحث وړ مواردو په تړاو ویل شوي چې روسیه او ازبکستان دواړه له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي چارو کې د رغنده تعامل لپاره لېواله دي او په ځانګړې توګه په سویلي او ختیزې اسیا کې د ثبات ټینګښت ته ارزښت ورکوي.

سربېره پر امنیتي موضوعاتو، په دې غونډه کې د «شمال–جنوب» ټرانزیټي دهلېز پراختیا، کډوالي، اقلیمي بدلونونه، د اوبو سرچینې او د اقتصاد ډیجیټلي کول هم د بحث اړوند نور ټکي ګڼل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان شرکت د کابل او اسلام اباد ترمنځ الوتنې زیاتوي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان هوایي شرکت وایي، چې دوی به د مساپرو غوښتنو او اړتياوو ته په کتو راتلونکې اونۍ د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ خپلې الوتنې زياتې کړي. له دې وړاندې هره يکشنبه او پنجشنبه له کابل څخه اسلام اباد ته دوې الوتنې کېدې.

د اریانا- افغان هوايي شرکت رسنیز دفتر نن دوشنبه، د وري پر۱۰مه ویلي، چې له راتلونکې اونۍ څخه به د کابل – اسلام اباد ترمنځ الوتنې په اونۍ کې دریو ته لوړې شي.

اریانا - افغان هوايي شرکت په داسې حال کې دا پرېکړه کوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ځمکنۍ لارې د دواړو خواوو د شخړو له امله له څو میاشتو راهیسې تړلې پاتې دي.

طالبانو په کابل کې د پټرول، ګاز او ډیزلو نوې بیې وټاکلې

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول او احتکار مخنیوي کمیسیون د سون‌توکو لپاره نوې بیې ټاکلې دي. د بیو د نوې پاڼې له مخې، د یو لیټر ۹۲ پټرول بیه ۶۷ افغانۍ، د یو لیټر ډیزلو بیه ۶۵ افغانۍ او د یو کیلو ګرامه مایع ګاز بیه ۵۶ افغانۍ ټاکل شوې ده.

د یاد کمیسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه بیې د اړوندو ادارو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د کسبکارانو استازو، او د تېلو او ګازو د اتحادیې له معلوماتو او ارزونو وروسته ټاکل شوې دي.

د بیو د نوې پاڼې له مخې، د یو لیټر ۹۲ پټرول بیه ۶۷ افغانۍ، د یو لیټر ډیزلو بیه۶۵ افغانۍ او د یو کیلو ګرامه مایع ګاز بیه۵۶ افغانۍ ټاکل شوې ده.

کابل ښاروالۍ ټینګار کړی چې دا بیې نافذې دي او ټول هټیوال او اړوند کاروباریان مکلف دي چې عملي یې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.

ښاروالۍ له کابل ښاریانو غوښتي چې د هر ډول سرغړونې په صورت کې د مارکیټونو د تنظیم ریاست ته مراجعه وکړي او یا له ورکړل شویو شمېرو سره اړیکه ونیسي.