طالبانو په هرات کې د څه باندې ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د مالګې د استخراج تړون لاسلیک کړ

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د "نمکسار" سیمې د مالګې د استخراج تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ. په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه تړون ارزښت ۵ میلیونه او ۳۴۲ زره امریکايي ډالره دی.
