د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وایي، منسوبینو یې په تخار، غور، زابل او غزني ولایتونو کې د کورنیو تاوتریخوالي له بېلابېلو پېښو څخه لس ښځې ژغورلي او د هغوی شرعي حقوق یې تامین کړي دي.
د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه قضیې د خلکو له راپورونو، د ټولو اړخونو څېړنو او د دیني عالمانو او قومي مشرانو په نږدې همکارۍ ارزول شوي، چې په پایله کې یادې ښځې له تاوتریخوالي څخه خوندي شوي او د شریعت له مخې یې حقوق تضمین شول.
په دغه خبرپاڼه کې د امر بالمعروف وزارت ټینګار کړی چې د ښځو د شرعي حقوقو تامین او د کورنیو د هر ډول ظلم او تاوتریخوالي مخنیوی د وزارت اساسي لومړیتوب دی.
وزارت ویلي، «هیڅ فرد یا ډله اجازه نه لري چې د شریعت خلاف په ښځو ظلم وکړي، او د سرغړونې په صورت کې به د متخلفینو پر وړاندې د شریعت له مخې جدي اقدامات وشي.»
یاده دې وي چې د طالبانو دغه وزارت د ښځو پر ژوند او فعالیتونو سخت محدودیتونه وضعه کړي دي. د دې محدودیتونو له مخې، ښځې له تعلیم، دولتي او سیاسي مشارکت، او د عامه ځایونو لکه پارکونو او بازارونو څخه منع شوې دي او په زیاترو مواردو کې یوازې د کور دننه فعالیت پورې محدودې دي. دغه محدودیتونو د ښځو اقتصادي، ټولنیز او کلتوري ژوند اغېزمن کړي.
په داسې حال کې، وزارت د خپلو چارواکو په خبره هڅه کوي چې په محدودو قضیو کې د ښځو شرعي حقوق تأمین کړي او د کورنیو تاوتریخوالي مخنیوی وکړي، خو د عمومي محدودیتونو له امله د ښځو د ازادۍ ساحه ډیره محدوده پاتې ده.
طالبان، چې د توغندیو او بمبار الوتکو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او په هوايي ځواک کې یوازې څو ډوله چورلکې لري، له دښمن ځواک سره په جګړه کې له ډرون الوتکو پرته بل انتخاب نه لري، له همدې امله یې پر دې ټکنالوژۍ پانګونې ته مخه کړې ده.
د پاکستان پر ښاري سیمو د طالبانو ډېری کارېدلي ډرونونه ځانمرګې بې پیلوټه الوتکې دي، چې شاوخوا دوه متره تنه او له تنې اوږده وزرونه لري. دغه ډرونونه له دود نړیوالو بې پیلوټه الوتکو سره متفاوتې دي او تر اوسه هیڅ داسې نښه نه لیدل کیږي، چې طالبانو په خپلو بریدونو کې له سکن اېګل نه د بم د لېږد په برخه کې کار اخېستی وي.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان خپلې ډرون الوتکې په کندهار، ننګرهار، پکتیا او پکتیکا کې پر ډیورنډ کرښه له پرتو سیمو توغوي، چې کوټې، پېښور، اسلام اباد اووزیرستان ته یې فاصله را کموي.
له ننګرهار نه تر کوهاټ پورې مستقیمه هوايي فاصله شاوخوا ۱۳۰ کیلومټره او تر اسلام اباد پورې تر دې یوڅه ډېره ده. د پاکستان هوايي ځواکونو په کندهار، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او کابل کې ډېری د طالبانو هغه پوځي مرکزونه په نښه کړي، چې د درندو وسلو د کارونې او ډرون الوتکو د ساتنې او الوزولو شک پرې کیږي.
د ډرون الوتکو لندن مېشتي کارپوه او د «سوارم ټروپرز: کوچني ډرونونه به څنګه پر نړۍ واک چلوي» کتاب لیکوال ډېوېډ هېمبلېنګ د طالبانو د ډرونونو په تړاو د افغانستان انټرنشنل څیړنیزې ډلې ته وویل، « داسې ښکاري چې دا بېپیلوټه الوتکې په محلي توګه جوړې شوې دي او ډېر احتمال لري چې له چینایي یا نورو وارداتي پرزو څخه کار پکې اخیستل شوی وي».
هېمبلینګ د ټکنالوژۍ، په ځانګړي ډول د پوځي ټکنالوژۍ او بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) شنونکی دی او په دې اړه لیکنې کوي. هغه د طالبانو د یو ډول ډرون په تړاو، چې دلته یې انځور اېښودل شوی او د فبروري پر ۲۷مه د خیبر پښتونخوا په نوښار او صوابۍ او د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پرېوتي، وویل، چې دا د ایران له «شاهد-۱۰۱» ډرون سره ورته والی لري خو تر هغه کوچنی دی».
شاهد ۱۰۱ ډول ډرون۱۵۰۰ کیلومتره واټن وهلی شي او ویل کېږي چې د لویدیځ د چټک خوځند توغندويي سیسټم (M142 HIMARS) او ګڼ توغندي ویشتګره سیسټم (M270 MLRS)په نښه کولو وړتیا لري. خو په اسلام اباد او صوابۍ کې بریدونه ښيي چې د طالبانو ډرون تر شاهد ۱۰۱ لنډه فاصله طی کوي او تخریبي ځواک یې هم کم دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د طالبانو د اوسني ډرونونو وزرونه له ترکیبي توکو (احتمالا کاربن فایبر) جوړ دي، انجن یې د عادي پسټوني بېپیلوټه الوتکو په څېر ښکاري او دا ډول جوړښت د نړۍ په کچه په کوچنیو ډرونونو کې ډېر عام دی.
کاربن فایبر په لږ وزن کې زیات میخانیکي مقاومت برابروي. دا ځانګړتیا د ډرونونو لپاره مهمه ده، ځکه سپک جوړښت د انرژۍ لګښت کموي او د الوتنې موده زیاتوي، په داسې حال کې چې ډېر کلکوالی د وزرونو د خرابېدو یا تاوېدو مخه نیسي. سربېره پر دې، ترکیبي مواد د ارتعاشاتو (vibrations) په کمولو کې هم رول لري، چې دا د الوتنې د ثبات او د سنسرونو د دقیق کار لپاره مهم دی.
پسټوني بېپیلوټه الوتکې د برېښنايي موټور پر ځای د موټرو او وړو الوتکو په څېر د تېلو په وسیله چلېدونکي پسټوني انجن لري. په دې ډول ډرونونو کې انجن د پسټونونو (Pistons) د حرکت له لارې ځواک تولیدوي او پروپیلر یا څرخ تاووي. دا ډول الوتکې اوږد واټن وهلی شي، په هوا کې د ډېر وخت لپاره پاتې کېدای شي او درانه وزنونه لېږدولی شي، خو په بدل کې یې غږ زیات وي او ساتنه یې یوڅه پېچلې ده.
هیمبلېنګ د طالبانو د کارېدلي ځانمرګي ډرون د جسامت په اړه وویل، « په اټکلي ډول، د وزرونو اوږدوالی یې شاوخوا ۲،۵ تر ۳ مترو پورې او اوږدوالی یې ۱،۵ تر دوو مترو پورې دی. دا ډول ډرونونه کولی شي شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره یا تر دې زیات واټن ووهي، چې دا په ډیزاین، سونګ، هوا او بار پورې تړاو لري».
د «سوارم ټروپرز» د لیکوال په باور،بار (پېلوډ) یې ښايي شاوخوا ۵ کیلوګرامه وي. د دې ډرون چاودېدونکې خولۍ شاوخوا ۴۰ متره ساحه اغیزمنولی او ودانیو او وسایطو ته زیان رسولی شي. ټول وزن یې ښايي ۱۰ تر ۱۵ کیلوګرامه وي.
هغه ددې ډرون د کره ځانګړونو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه، چې د ډیزاین ځانګړتیاوې یې پېژندویه دي: «د چینايي ډرون ډېر ډولونه په بازار کې شته، خو کېدای شي دا د نورو ډیزاینونو (په ځانګړي ډول چینایي او ترکي ډرونونو، یا شاهد ۱۰۱) پر بنسټ جوړ شوی یا بدلون ورکړل شوی وي».
د مارچ پر ۱۴مه شپه، چې پاکستاني الوتکو په کابل کې د روږدو د درملنې کوم مرکز په نښه کړی و، دا د پخواني فینکس کمپ په ساحه کې و. د پاکستان د پوځ ویاند ادعا وکړه، چې دوی دلته د ډرون الوتکو او مهماتو زیرمې په نښه کړې دي. د فینکس کمپ په اړه یو شمېر رپوټونه ورکړل شوي، چې ترڅنګ یې په بهیر مرکز کې طالبانو ډرون الوتکې جوړولې، خو د برید په ساحه کې تر دې دمه د ډرون الوتکې هیڅ ډول نښه یا پرزه نه ده موندل شوې.
ډېرو خلکو ته، چې د طالبانو پر ډرون ټکنالوژۍ له پوهېدو سره لېوالتیا لري، دا پوښتنه ذهن ته ورلویږي، چې طالبان دغه ډرون الوتکې په کوردننه جوړوي او که پرزې یې له نورو ځایونو یا ازاد بازار نه ترلاسه کوي؟