• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړۍوال سازمان د فوټبال نړۍوال جام کې د بشري حقونو د ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۴۲ GMT+۱

د بښنې نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د فوټبال په میلیونونو مینه‌وال چې غواړي د ۲۰۲۶ کال په نړۍوال جام کې ګډون وکړي، د «بشري حقونو د پام وړ ګواښونو» سره مخ دي. دغه بنسټ وايي، دا سیالۍ له هغو «خوندي، ازادو او ټولګډونه» معیارونو څخه لرې شوې دي، چې وړاندې یې ژمنه شوې وه.

د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام د متحده ایالاتو، مکسیکو او کاناډا په ګډ کوربه‌توب ترسره کېږي او ټاکل شوې، چې د جون پر ۱۱مه پیل شي. له دې سره سره، د بښنې نړۍوال سازمان ویلي چې اوسني وضعیت په ځانګړې توګه په متحده ایالاتو کې جدي اندېښنې راپارولې دي.
دغه سازمان په امریکا کې وضعیت د «بشري حقونو بحران» بللی او ویلي یې دي، چې د کډوالو ډله‌ییز اېستل، له کډوالو سره سخت چلند او پر مدني اعتراضونو لګول شوي محدودیتونه د دې سیالیو پر فضا هم اغېز لرلای شي.
د بښنې نړۍوال سازمان د چارواکو په وینا، په تېر کال کې له امریکا څخه تر ۵۰۰ زره ډېر کسان اېستل شوي او دا لړۍ ښايي د نړۍوال جام پر مهال هم دوام وکړي. دغه بنسټ د فوټبال له نړۍوال فډراسیون (فیفا) څخه غوښتي، څو تضمین واخلي چې د لوبغالو شاوخوا، د مینه‌والو په سیمو او د راټولېدو په ځایونو کې د کډوالۍ او ګمرک ادارې ځواکونه شتون ونه‌لري، ترڅو نندارچیان له وېرې پرته په مراسمو کې ګډون وکړي.
همداراز ټینګار شوی، چې باید د سوله‌ییزو اعتراضونو زمینه برابره شي او د ځینو هېوادونو لکه سنګال، عاج ساحل، هایټي او ایران د وګړو پر ننوتلو لګول شوي محدودیتونه لرې شي. دغه سازمان د جنسیتي تنوع لرونکو کسانو د پلویانو لپاره د حمایوي تدابیرو غوښتنه هم کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په مکسیکو کې اندېښنې ډېری د امنیتي فضا پر «نظامي کولو» متمرکزې دي. د دغه هېواد دولت اعلان کړی، چې د سیالیو د امنیت لپاره به د ۲۰ زره سرتېرو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ زره امنیتي ځواکونه وګوماري. د بښنې نړۍوال سازمان بیا خبرداری ورکړی، چې دا پراخ نظامي حضور د بشري حقونو د نقض او د اعتراضونو د ځپلو لامل کېدای شي.
په کاناډا کې بیا د بې‌کوره شویو کسانو د وضعیت په اړه اندېښنې شتون لري. دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د ونکوور او ټورنټو په څېر ښارونو کې د «ښکلا» لپاره اقدامات ښايي د بې‌سرپناه کسانو د جبري بې‌ځایه کېدو لامل شي، هغه موضوع چې تر دې وړاندې د ۲۰۱۰ کال د ژمنیو المپیک لوبو پر مهال هم راپور شوې وه.
له دې سره، په امریکا او کاناډا کې دولتي چارواکو اعلان کړی چې د نړۍوال جام په خوندي، عادلانه او ټولګډونه ډول ترسره کولو ته ژمن دي.
د بښنې نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې موخه یې په دغو سیالیو کې د مینه‌والو د ګډون مخنیوی نه‌دی، بلکې غواړي هغوی د شرایطو او خپلو حقونو په اړه په پوهاوي سره پرېکړه وکړي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۴

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۵

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

•
•
•

نور کیسې

د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام د غوراوي پړاو کې افغانستان د سوریې پر وړاندې ماته وخوړه

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۱۵ GMT+۱
د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام د غوراوي پړاو کې افغانستان د سوریې پر وړاندې ماته وخوړه
100%

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام د غوراوي پړاو په شپږمه او وروستۍ لوبه کې د سوریې پر وړاندې د ۵–۱ په درنې پایلې سره ماتې وخوړه. افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې یوه بریا هم ترلاسه نه‌کړه او په دې سره بل پړاو ته له رسېدو پاتې شوه.

دغه لوبه د سوریې په کوربه‌توب د سعودي عربستان په شهزاده عبدالله الفیصل لوبغالي کې ترسره شوه.

سوریې ډېر ژر او د لوبې په پنځمه دقیقه کې د محمد السلخادي له لوري لومړی ګول وواهه، خو علي‌رضا پناهي د لوبې په ۲۳مه دقیقه کې له لرې واټن څخه په ښکلي شاټ سره د افغانستان د برابرۍ ګول وواهه. لومړۍ نیمايي د ۱–۱ په پایلې سره پای ته ورسېده، په داسې حال کې چې د افغانستان ګول ساتونکی کیوان متقیان یو پنالټي هم مهار کړې وه.

په دویمه نیمايي کې سوریې لوبه په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندې راوسته او څلور نور ګولونه یې هم د افغانستان پر وړاندې وکړل. محمد الحلق (۵۶مه دقیقه)، محمد المصطفی (۵۸مه او ۸۲مه دقیقې) او محمد الاسود (۹۰+۳ دقیقه) کې سوریې نور ګولونه هم ترسره کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې سوریې په دې لوبه کې خپل دوه مهم ستوري عمر السوما او محمد خربین له ځانه سره لوبډله کې نه درلودل. بل لور ته، د افغانستان لوبډله هم د اجباري بدلونونو له امله د تېرې لوبې په پرتله له بدل ترکیب سره میدان ته ښکته شوې وه.

له دې بریا سره، سوریې له شپږو لوبو څخه په شپږو بریاوو او بشپړو ۱۸ امتیازونو سره د خپل ګروپ د لومړي مقام په توګه وروستي پړاو ته لار وموندله. دې لوبډلې په ټولییز ډول ۲۱ ګولونه وکړل او یوازې دوه ګولونه یې ومنل.

د همدې ګروپ په بله لوبه کې، میانمار پاکستان ته په ۲–۱ ماتې ورکړه او د ۱۲ امتیازونو په لرلو سره دویم ځای خپل کړ. افغانستان له دوو مساوي او څلورو ماتو سره یوازې دوه امتیازونه ترلاسه کړل او په درېیم مقام کې ودرېده.

د افغانستان ملي لوبډلې په دې پړاو کې له شپږو لوبو څخه ټول‌ټال څلور ګولونه وکړل او ۱۱ ګولونه یې ومنل، چې د منفي اووه ګول توپیر سره یې خپلې سیالۍ پای ته ورسولې.

په عراق کې یوه امریکایۍ خبریاله تښتول شوې ده

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۵۳ GMT+۱
په عراق کې یوه امریکایۍ خبریاله تښتول شوې ده
100%

د عراق د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې، چې په دغه هېواد کې یوه ښځینه خبریاله تښتول شوې، خو د هغې د هویت په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي. ورته مهال، د عراق دوو امنیتي چارواکو اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې تښتول شوې خبریاله د امریکا تابعیت لري.

د دغو سرچينو د راپور له‌مخې، په دې تښتونه کې تښتوونکو له دوو موټرو څخه کار اخيستی و. له دغو موټرو څخه يو هغه مهال چپه شو، چې د عراق امنيتي ځواکونو له‌خوا د بابل ولايت د الحصوه ښار ته نږدې تر څار لاندې و او امنيتي ځواکونه وتوانېدل چې يو شکمن کس ونيسي. خو تښتول شوې خبرياله دویم موټر ته لېږدول شوې او له سيمې څخه وړل شوې ده.

د المانېټر خبري وېب‌پاڼې چې تښتول شوې خبريالې ورسره کار کاوه، د هغې هويت شېلي کيټلسن ښودلی او په يوه خبرپاڼه کې يې د دې تښتونې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

کيټلسن په منځني ختيځ په ځانګړې توګه په عراق او سوريه کې د خبريالۍ اوږده مخينه لري.

د امریکا د استازو جرګې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب طرحه تصویب کړه

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۱۰ GMT+۱
د امریکا د استازو جرګې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب طرحه تصویب کړه
100%

د امریکا د استازو جرګې غړې سیډني کاملاګر ډوو د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې کانګرس د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب په تړاو د بهرنیو اړیکو د کمېټې هغه طرحه تصویب کړه، چې د دواړو ګوندونو ملاتړ ورسره و.

د دغې طرحې له‌مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مکلف دی چې پر افغان ښځو د طالبانو له‌خوا د لګول شویو محدودیتونو په اړه د سنا او استازو جرګو ته یو بشپړ او هراړخیز راپور وړاندې کړي.

دغه طرحه د روان کال د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د ډیموکرات ګوند د غړې سیډني کاملاګر ډوو له‌خوا وړاندې شوه، چې د جمهوري غوښتونکو او ‌یموکراتانو د یو شمېر نورو غړو لکه رانډي فاین، بېل هویزینګا، اموا رادواګن، ماریا سالازار او برېډ شرمن له‌خوا یې هم ملاتړ وشو.

د دې طرحې له‌مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د طرحې له تصويب وروسته تر ۱۸۰ ورځو پورې يو مفصل راپور چمتو کړي، څو څرګنده شي چې ايا پر افغان ښځو د طالبانو لګول شوي بنديزونه د «بشريت پر ضد جرم» بلل کېدای شي او که نه.

سربېره پر دې، په دې طرحه کې دا هم شامل دي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال شکنجه، د بشري حقونو ښکاره سرغړونې او نور غېرانساني کړنې او سزاوې د نړۍوالو کنوانسيونونو له‌مخې وڅېړل شي.

د دې طرحې اساسي موخه دا ده، چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې ورځ تر بلې زياتېدونکي محدوديتونه روښانه او په رسمي توګه وپېژندل شي، څو ډاډ ترلاسه شي چې دا ډول جنسيت پر بنسټ بنديزونه د بهرنۍ تګلارې او بشري حقونو په بحثونو کې له پامه ونه غورځول شي.

مېرمن کاملاګر د دې طرحې د تصويب د تاييد ترڅنګ، په خپله اېکس‌پاڼه کې له يو شمېر افغان نجونو سره خپل انځورونه خپاره کړي او ويلي يې دي: «وياړم چې دا شېبه له هغو افغان نجونو سره شريکه کړم چې په متحده ايالاتو کې د زده‌کړو په لټه کې دي، هغه زده‌کړې چې طالبانو ترې منع کړې دي».

په اروپا کې پیل شوی کمپاین: طالبان باید د یوه ترهګر سازمان په توګه وپېژندل شي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۳۵ GMT+۱
په اروپا کې پیل شوی کمپاین: طالبان باید د یوه ترهګر سازمان په توګه وپېژندل شي
100%

یو شمېر افغان فعالانو د یوه نوي کمپاین په پیلولو سره له اروپایي ټولنې غوښتي، چې طالبان د یوه ترهګر سازمان په توګه وپېژني. د دغه کمپاین تنظیموونکي وایي، چې تر دې دمه لسګونه لاسلیکونه راټول شوي او دوی پلان لري چې د اروپایي پارلمان مخې ته پرلت ووهي.

د مخکېني جمهوري نظام د ولسي جرګې پخواني استازي بکتاش سیاووش په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اروپایي ټولنه باید د بشري حقونو په دفاع کې «دوه ګوني معیارونه» پای ته ورسوي.
هغه ټینګار کړی: «داسې نه‌شي کېدای چې په خبرو کې د ښځو له حقونو دفاع وشي او په عمل کې له ترهګرو سره ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې شي. هغه نظام چې د ځپنې او د بشري حقونو سرغړونو ته مشروعیت ورکوي، عادي کېدای نه‌شي».

هغه زیاته کړې ده: «له هغو کسانو سره چې ښځې خاموشه کوي، لاس ورکول پکار نه‌دي او هغو ته چې زده‌کړه جرم بولي، باید هېڅ ډول جایزه ورنه‌کړل شي». سیاووش له اروپایي ټولنې غوښتي، هغه څه ته چې دی یې «د وېرې پر بنسټ واکمني» بولي، ډیپلوماتیک مشروعیت ورنه‌کړي.

دغه پخواني استازي همداراز ټینګار وکړ، که اروپایي ټولنه د بشري حقونو اصولو ته ژمنه وي، نو باید په افغانستان کې "جنسیتي اپارټاید" په رسمیت وپېژني، له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي او دغه ډله په رسمي ډول د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامله کړي.

په ولسي جرګه کې د هرات پخوانۍ استازې ناهید فرید د دغه کمپاین هرکلی کړی او ویلي یې دي: «دا د هغه اغېز پیاوړې بېلګه ده چې نارینه یې د افغانستان د ښځو د حقونو په غورځنګ کې درلودلی شي». هغې هیله څرګنده کړه، چې دا ډول خوځښتونه به په افغانستان کې د مثبتو بدلونونو لامل شي.

یاده دې وي، چې اروپایي ټولنې تر اوسه د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې. خو بیا هم د دې ټولنې ځینو هېوادونو لکه جرمني او ناروې د افغانستان په سفارتونو او قونسلګریو کې د طالبانو استازي منلي دي.

داسې ښکاري، چې دغه هېوادونه له طالبانو سره په ځینو برخو کې د همکارۍ په لټه کې دي لکه د کډوالو اېستل او د هغوی د هویت تثبیت. جرمني په رسمي ډول په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن کې د هېواد جنرال قونسلګري طالبانو ته سپارلي دي.

ټرمپ برېتانیا او نورو هېوادونو ته: جرئت وکړئ، هرمز ته ولاړ شئ او خپل تېل خپله ترلاسه کړئ

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۰۸ GMT+۱
ټرمپ برېتانیا او نورو هېوادونو ته: جرئت وکړئ، هرمز ته ولاړ شئ او خپل تېل خپله ترلاسه کړئ
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ په خپلو تازه څرګندونو کې هغو هېوادونو ته سخت خبرداری ورکړ چې د ایران پر وړاندې له امریکا سره ولاړ نه دي او اوس د تېلو له کمي سره مخ دي.

ټرمپ ویلي، هغه هېوادونه چې د هرمز تنګي د کړکېچ له امله د الوتکو تېلو ته لاسرسی نه لري، کولای شي له امریکا څخه تېل واخلي، ځکه د ده په وینا، امریکا کافي زېرمې لري.

ټرمپ پر خپلې ټولنیزې رسنۍ په توندو خبرو کې ویلي چې دغه هېوادونه باید خپله جرئت پیدا کړي، هرمز تنګي ته ولاړ شي او خپله اړتیا پخپله ترلاسه کړي. د هغه په خبره، امریکا به نور د دوی د مرستې لپاره نه وي، ځکه هغوی هم د امریکا ملاتړ نه و کړی.

ټرمپ په ځانګړې توګه بریتانیا یاده کړې او ویلي یې دي: «ټول هغه هېوادونه چې د هرمز تنګي له امله د الوتکو تېلو ته لاسرسی نه لري، لکه بریتانیا چې د ایران د نسکورولو په بهیر کې یې له ګډون څخه ډډه وکړه، زه تاسې ته وړاندیز لرم، لومړی له امریکا تېل واخلئ، موږ یې ډېر لرو، دویم دا چي لږ جرئت وکړئ تنګي ته ولاړ شئ او خپله یې واخلئ».

ټرمپ ادعا کړې چې ایران په عملي ډول سخت کمزوری شوی او سخته مرحله پای ته رسېدلې ده، نو نور هېوادونه باید خپله د تېلو د ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه: «تاسو به اړ شئ چې زده کړئ څنګه د ځان لپاره وجنګېږئ؛ امریکا به نور ستاسو د مرستې لپاره هلته نه وي، لکه څنګه چې تاسې زموږ لپاره نه وئ.سخته برخه ترسره شوې ده. لاړ شئ او خپل تېل خپله ترلاسه کړئ».

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د هرمز تنګي کړکېچ د نړۍ د انرژۍ بازارونه اغېزمن کړي او د تېلو بیې لوړې شوې دي، ځکه دا سمندري لار د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي.