• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: د امریکایۍ خبریالې یو تښتوونکی له کتایب حزب‌الله سره تړاو لري

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۴۶ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره په عراق کې د یوې امریکایۍ خبریالې تښتول کېدل تایید کړل او اعلان یې وکړ، چې له دغې تښتونې سره په تړاو یو تن نیول شوی، چې د ایران تر ملاتړ لاندې وسله‌والې ډلې «کتایب حزب‌الله» سره تړاو لري.

په نړۍوالو عامه اړیکو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډیلن جانسون د سې‌شنبې په ماښام (د وري ۱۱مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې په یوې بیانیه کې وویل، چې دغه وزارت د فډرالي تحقیقاتو له ادارې سره په نږدې همکارۍ کار کوي ترڅو یاده خبریاله په نږدې وخت کې راخوشې کړي.
په بیانیه کې ټینګار شوی، چې واشینګټن تر دې وړاندې دغې خبریالې ته د احتمالي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی و. همداراز په دغې بیانیه کې عراق ته د امریکایي وګړو پر سفر د څلورمې کچې (تر ټولو لوړ) خبرداری یو ځل بیا تکرار شوی او له هغوی څخه غوښتل شوي، چې دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د عراق د کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې ایټالوي-امریکایۍ خبریاله شلي کیټلسون د سې‌شنبې په ماښام د وري پر ۱۱مه په بغداد کې د ناپېژانده کسانو له‌خوا تښتول شوې ده.
د دغه وزارت په وینا، د عراق امنیتي ځواکونو د کره معلوماتو پر بنسټ بېړني عملیات پیل کړل او وتوانېدل، چې د تښتوونکو د تعقیب پر مهال د هغوی موټر ودروي. وروسته یو شکمن کس د عراقي ځواکونو له‌خوا ونیول شو او هغه موټر چې په سړي تښتونه کې کارول شوی و، هم توقیف شو.
عراقي چارواکو دا هم وویل، چې د کیټلسون د موندلو، ژغورلو او د ټولو ښکېلو کسانو د نیولو لپاره هڅې دوام لري او د دې پېښې د بشپړو شرایطو معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو خپروونکي ګواښلي

۳
ځانګړی راپور

یوه حرامه، بله حلاله؛ له موسیقۍ سره د طالبانو د چلند دوه بڼې

۴

له ترکیې د راګرځېدلي طالب پلاوي په راپور کې د ۸ مړه شویو افغانانو یادونه نه‌ده شوې

۵

د عراق پارلمان افغانستان ته د تېلو د قاچاق موضوع څېړي