• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان محصلان: پولیس مو نیسي او له پاکستان نه مو شړي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۲۹ GMT+۱

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان محصلان چې پي‌او‌‌ار کارتونه لري او په بېلابېلو پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي، شکایت کوي چې پولیس یې نیسي، توقیف کیږي او حتا یو شمېر محصلان بېرته افغانستان ته اېستل کیږي.

په پاکستان کې میشتو یو شمېر افغان محصلانو له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې ویلي چې ډېری یې د پوهنتونونو په شپږم او اتم سمسټر کې دي او د خپلو زده کړو د دوام لپاره یې له سختو مالي ستونزو سره سره د سمسټر فیسونو په نوم سلګونه زره پاکستانۍ روپۍ ورکړې دي، خو د دوی په وینا، اوسني وضعیت د هغوی ټولې تعلیمي هڅې له جدي ګواښ سره مخ کړې دي.

محصلان وایي چې د نیول کېدو وېره دومره زیاته شوې چې د پوهنتونونو حاضري، لابراتوارونه او ازموینې په منظم ډول نه نه شي تعقیبولی.

د دوی په وینا، د قانوني اسنادو او ویزو د تمدید ستونزې هم د افغان محصلینو له مهمو اندېښنو څخه دي.

دوی زیاتوي چې د پي‌او‌ار کارت لرونکي محصلان د اسنادو د نوي کولو په بهیر کې له اوږدو، پېچلو او ستونزمنو پړاوونو سره مخ دي، چې له امله یې د پولیسو له خوا د نیونې خطر ورځ تر بلې زیاتېږي.

پر امنیتي ستونزو سربېره، یو شمېر محصلان وایي چې د پولیسو د عملیاتو له امله اړ شوي خپل شپه غالي او کرايي کورونه پرېږدي، چې دې چارې د دوی د استوګنې او زده کړو وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.

د محصلینو په وینا، یو تن محصل، چې د وروستي سمسټر په ازموینو بوخت و، د خیبرپښتونخوا پولیسو ونیوه او له هېواده واېستل شو. دغه راز، یو بل محصل، چې د اووم سمسټر محصل و، هم له ورته برخلیک سره مخ شوی دی.

افغان محصلان د پاکستان له حکومته غواړي چې د دوی د تحصیلي دورې تر بشپړېدو پورې د پاتې کېدو اجازه ورکړي او په دې موده کې دې د پولیسو له عملیاتو څخه مستثنا وګرځول شي.

دوی ټینګار کوي چې له زده کړو وروسته به په عزت خپل هېواد ته ستانه شي.

دوی دا هم ویلي چې خپلې ستونزې یې څو ځله په اسلام‌اباد کې د طالبانو له سفارت سره شریکې کړې دي، خو تر اوسه یې کومه عملي پایله نه ده ترلاسه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د تورخم دروازه نن یو ځل بیا د کډوالو د ستنېدو لپاره پرانیستل شوې، خو لا هم د عامو خلکو او سوداګرۍ پر مخ تړلې ده. د لارې د بشپړ پرانیستلو لپاره دواړې خواوې یو بل ته شرطونه لري.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۳

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

•
•
•

نور کیسې

پاکستان ۱۱ افغان بندیان طالبانو ته سپارلي او ۱۵۷ نور یې لنډي کوټل مرکز ته انتقال کړي دي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۸ GMT+۱
پاکستان ۱۱ افغان بندیان طالبانو ته سپارلي او ۱۵۷ نور یې لنډي کوټل مرکز ته انتقال کړي دي
100%

پاکستاني چارواکو ویلي چې د تورخم لارې د بیا خلاصېدو سره هم مهاله یې په لومړي پړاو کې ۱۱ بندیان د قانوني پروسې وروسته طالبانو ته سپارلي. د چارواکو په خبره چې ۱۵۷ نور زندانیان یې لنډي کوتل مرکز ته د قانوني بهیر د بشپړېدو لپاره انتقال کړي دي.

تورخم دروازه نن یو ځل بیا د کډوالو د ستنېدو لپاره خلاصه شوې، پاکستاني چارواکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې په لنډي کوتل کې ۱۵۷ افغان زندانیان به له قانوني پروسې وروسته طالبانو ته وسپارل شي.

پاکستان د مارچ میاشتي په ۲۶مه هم د تورخم لار د کډوالو پر مخ خلاصه کړې وه، خو پر ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د بیا پيلېدو وروسته دغه لار بنده شوه.

تورخم لار لا هم د عامو خلکو او سوداګرۍ پر مخ تړلې ده. د لارې خلاصېدو لپاره دواړه خواوي یو بل ته شرطونه لري.

تورخم دروازه د ستنېدونکو افغان کډوالو پرمخ پرانیستل شوه

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۳۲ GMT+۱
تورخم دروازه د ستنېدونکو افغان کډوالو پرمخ پرانیستل شوه
100%

طالب چارواکي وایي چې د تورخم دروازې له پرانستلو سره یې، د ننګرهار په عمري کمپ کې د افغان کډوالو د هر اړخیز خدمت لپاره چمتووالی نیولی دی.

د ننګرهار د رسنیو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تورخم دروازه د راستنېدونکو هېوادوالو پرمخ بېرته پرانیستل شوې او په همدې تړاو په عمري کمپ کې د هغوی د هر ډول اسانتیاوو لپاره لازم چمتووالی نیول شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، په ننګرهار کې د طالبانو والي ملا محمد نعيم اخند، مسولینو ته سپارښتنه کړې چې د راستنېدونکو هېوادوالو ستونزې پر وخت حل کړي او ورته غوره خدمتونه وړاندې کړي.

چارواکو ټینګار کړی چې د راستنېدونکو کډوالو د منظم تنظیم، استوګنې، او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره لازم تدابیر نیول شوي، څو هغوی وکولای شي په اسانه توګه خپلو سیمو ته ستانه شي.

په قطر کې بې برخلیکه افغانان ویره لري چې ټرمپ ممکن دوی بیرته افغانستان ته ولېږدوي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۵۶ GMT+۱
په قطر کې بې برخلیکه افغانان ویره لري چې ټرمپ ممکن دوی بیرته افغانستان ته ولېږدوي
100%

یو شمېر هغه افغانان چې د امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی او دا مهال امریکا ته د تګ په تمه په قطر کې دي وايي چې ممکن ټرمپ دوی د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ولېږدوي. دوی زیاتوي چې په افغانستان کې به یې کورنۍ او ځانونه له ځورونې او ګواښ سره مخ شي.

این بي سي نیوز په یو راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې امریکا په قطر کې خپل کمپ بندوي او په یاد کمپ کې یې یو شمېر مېشتو افغانانو ته د پېسو وړاندیز کړی چې بیرته افغانستان ته ستانه شي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه افغانان په تېره شل کلنه جګړه کې د امریکا په ملاتړ د طالبانو په وړاندې جنګېدلي او دامهال په قطر کې د امریکا په یوه پوځي اډه کې په داسي سخت حالت کې ژوند کوي، چې ان د اوسېدو کانټینرونه یې کړکۍ هم نه لري.

راپور زیاتوي چې دا مهال د ټرمپ حکومت دوی ته دوه انتخابه ورکړي چې یا یو نامعلوم درېیم هېواد او یا بیرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ولاړ شي.

الصلیه کمپ چې د دوحیې ښار څخه لري موقعیت لري له ۱۱۰۰ څخه زیات افغان نارینه، ښځې او ماشومان په کې اوسیږي، چې ډېری یې د پراخي ارزونې وروسته امریکا ته د تګ لپاره منل شوي هم دي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي چې ټول کسان به د مارچ تر ۳۱مې له یاد کمپ څخه وایستل شي.

دوی وايي چې د بهرنیو چارو وزارت د ټاکل شوي نېټې څخه دمخه دوی ته هیڅ معلومات نه دي ورکړي چې دوی سره به څه پیښ شي.

په الصلیه کمپ کې د افغان ځانګړو ځواکونو پخواني غړي، ژباړونکي او نور کسان شامل دي چې له امریکايي پوځ سره یې کار کړی او د امریکا د ځواکونو او پخوانیو سرتېرو خپلوان دي.

د دوی وضعیت د ایران له جګړې سره نور هم بېړنی شوی دی، ځکه چې کمپ کې مېشت افغانان د تهران لخوا د امریکا پر هوايي اډو باندې د توغندیو د غچ اخیستو له امله له ویرې سره مخ دي.

افغانستان هم له پاکستان سره په خپله مرګونې شخړه کې ښکیل دی، د پاکستان هوايي بریدونو په کابل او نورو ځایونو کې ملکي وګړي وژلي دي.

محمد چې د امریکا د پوځ پخوانی سرتېری دی او د هغه کورنۍ د یو نیم کال راهیسې په یاد کمپ کې ده وویل، چې هغوی ته د هر شخص لپاره د افغانستان ته د ستنېدو په بدل کې د ۱,۰۰۰ څخه تر ۴,۵۰۰ ډالرو پورې وړاندیز شوی.

محمد چې د خپلې کورنۍ د امنیت د ساتنې له امله یې خپل اصلی نوم پټ ساتلی وویل: «دا مهمه نه ده که یو میلیون ډالر وي. زه څنګه کولای شم د خپل پلار ، ورور ژوند یا د خپلې خور ژوند د یو.. نه پوهېږم، یو میلیارد ډالرو په بدل کې ورکړم؟»

د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وویل چې الصلیه کمپ «په ډېرو مواردو کې پرته له مناسبې ارزونې د بایډن ادارې د هڅو میراث دی چې څومره افغانان امکان ولري امریکا ته انتقال کړي.»

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، که څه هم د ټرمپ اداره پلان نه لري څوک په زور بېرته افغانستان ته واستوي، خو «دا مناسب یا انساني کړنه نه ده چې دا ډله خلک په کمپ کې بې‌مهاله پاتې شي.»

ویاند زیاته کړه چې د کمپ اوسېدونکي نورو دریمو هېوادونو ته لیږدول «یو مثبت حل دی چې د پاتې کسانو امنیت خوندي شي او هغوی ته اجازه ورکوي چې د افغانستان نه بهر یو نوی ژوند پیل کړي.»

محمد چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ لپاره د جنګي ژباړونکي په توګه سخت ټپي شوی و او ټیکساس ته له تګ وروسته په اردو کې شامل شو، وویل چې هغه احساس کوي «خیانت شوی، زما د جنګي ملګرو لخوا نه، بلکې د ادارې لخوا.»

هغه وایي که څه هم د خپل خدمت ویاړ لري، خو د هغه والدین او وروڼه په افغانستان کې د همدې خدمت له امله په نښه شوي او وروسته د امریکا حکومت له خوا قطر ته ایستل شوي. محمد وایي امریکا مسولیت لري چې خپل خپلوان خوندي کړي، نه دا چې «زما کورنۍ طالبانو ته وسپاري».

چارواکي: له پاکستان نن بیا د بې اسناده افغانانو د جبري ستنېدو لړۍ پیلېږي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۳۹ GMT+۱
چارواکي: له پاکستان نن بیا د بې اسناده افغانانو د جبري ستنېدو لړۍ پیلېږي
100%

په تورخم کې پاکستاني چارواکو ویلي چې د تورخم له لارې د بې اسنادو افغانانو بیرته ستنېدل به نن سې شنبه بیا پیل شي. یادو چارواکو ویلي چې طالبانو د «بې دلیله ډزو» د نه کولو ژمنه کړې.

ډان ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ (د وري ۱۱مه) د تورخم چارواکو له قوله ویلي چې د تورخم په اوږدو کې د امنیتي وضعیت له ارزونې وروسته اړوند ادارو ته لارښوونه شوې چې د مارچ میاشتې له ۳۱مې د غیرقاوني وګړو د بیرته ستنولو پلان عملي کړي.

هغوی زیاته کړې چې د غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان له مخې به یوازې یو اړخیزه یعنې له پاکستان څخه افغانستان ته د غیرقانوني افغانانو لېږد ته اجازه وي.

تر دې مخکې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختر په ورځو کې له لنډمهاله اوربند وروسته پاکستان د مارچ په ۲۷مه نېټه د تورخم له لارې د بې اسنادو او غیرقانوني افغانانو د ایستلو او بېرته ستنولو ته اجازه ورکړې وه.

په خبر کې ویل شوي چې دا اجازه لنډمهاله وه او له ۱۲ ساعته وروسته د دواړو هېواونو ترمنځ د دزو وروسته دا بهیر بند شو.

سرچینو وویل چې د مارچ په ۲۷مه شاوخوا ۲۱۲ افغانانو ته اجازه ورکړل شوې وه چې له افغانستان ته ستانه شي.

هغه افغاني کورنۍ چې د لارو بندېدو له امله له یوې میاشتې راهیسي په بېلابېلو ځایونو کې بند پاتې دي د یکشنبې په ورځ یې د یو لاریون پر مهال د ژر بیرته ستنېدو غوښتنې کولې. د دوی په خبره چې اوږد انتظار له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د ترکيې په شرناک ښار کې ۲۴ افغان کډوال نیول شوي دي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۵۵ GMT+۱
د ترکيې په شرناک ښار کې ۲۴ افغان کډوال نیول شوي دي
100%

د ترکیې پولیسو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د شرناک ښار په انداچ کلي کې یې د یو لړ عملیاتو پر مهال ۲۴ افغان کډوال چې په ناقانونه توګه هلته مېشت وو، نیولي دي. پولیسو همداراز درې تنه د دغو کډوالو د قاچاق او لېږد په تور نیولي او عدلي ارګانونو ته یې سپارلي دي.

تورن کسان له اداري او قضايي پړاوونو تر تېرېدو وروسته زندان ته لېږدول شوي دي او د ترکيې پوليسو ويلي، چې د نورو شپږو شکمنو کسانو د نيولو لپاره لا هم عمليات روان دي.

افغان کډوال هم د اداري بهير تر بشپړېدو وروسته د بېرته ستنېدو مرکزونو ته لېږدول شوي، څو افغانستان ته واستول شي.

یاده دې وي، چې افغانان په ترکيه کې د نيول شويو کډوالو په نوملړ کې لومړی ځای لري. د دې هېواد پوليسو په تېرو درېيو مياشتو کې شاوخوا ۸ زره افغان کډوال نيولي دي.

د ترکيې د کورنيو چارو وزارت مخکې ويلي وو، چې د ناقانونه کډوالو د پېژندنې، نيولو او اېستلو عمليات به د هېواد په کچه دوام ولري.