طالبانو په سمنګان او بلخ ولایتونو کې شپږ کسان په درو وهلي دي

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ او د بلخ په شورتپه کې یې شپږ کسان په مختلفو تورونو په درو وهلي او ځینو ته یې د بند سزا اورولې ده.

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ او د بلخ په شورتپه کې یې شپږ کسان په مختلفو تورونو په درو وهلي او ځینو ته یې د بند سزا اورولې ده.
یادې محکمې ویلي، چې په بلخ کې د دوو ښځو په ګډون څلور کسان چې د کور پرېښودو او د «ناروا اړیکو» په تورونو تورن وو ، په ۳۹-۳۹ درو تعزیري سزا محکوم شوي.
دغه راز دې محکمې زیاته کړې، چې د بلخ ولایت په شورتپه ولسوالۍ کې دوه کسان چې د لواطت په تور تورن وو، په دوه دوه کاله بند او له ۳۰ تر ۳۹ درو سزا باندې محکوم شوي، چې دا پرېکړه د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته عملي شوې.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین مجیب الرحمن عمر اخوندزاده په کابل کې د قزاقستان له سفیر ګازیز اکباسوف سره په لیدنه کې د اوبو او انرژۍ په برخه کې د ګډو پروژو او همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، اخوندزاده د اوبو سرچینو د اغیزناک مدیریت، د انرژۍ د پراختیا او د بهرنیو پانګونو لپاره د اسانتیاوو په تړاو د خپلې ادارې چمتووالی څرګند کړی دی.
وزارت ویلي، چې د قزاقستان سفیر په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ پروژو کې د پانګونې لپاره لیوالتیا ښودلې ده.
د طالبانو د نورستان والي زین العابدین عابد وايي، چې ددغه ولایت د دوو ولسوالیو کامدېش او برګمټال د اصلي لارو پرځای پر بدیلو لارو کار روان دی. له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل راپور ورکړی و، چې د کامدېش او برګمټال لارې پر موټرو د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله تړل شوې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن سې شنبه، د وري پر ۱۱مه ددې ډلې د نورستان والي زین العابدین عابد مرکه خپره کړې ده.
عابد ویلي، چې دوی دمګړۍ دوه بدیلې لري او د هغو پر پرانېستلو کار کوي.
نوموړي زیاته کړ، چې « یوه لار له پارون څخه د پپړوک کنډو له لارې کامدېش ولسوالۍ ته تللې ده، دا لاره موږ تېر کال جوړه کړې خو اوس واورو بندې کړې وه، اوس ټیمونه کار کوي، چې دا لاره بیا پرانېستل شي.»
د طالبانو والي هغه اوازې رد کړې، چې ګواګې د نورستان خاوره پاکستان ور نیولې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې اوس هم په پرګمټال او کامدېش ولسوالیو کې د طالبانو مسوولین او ځواکونه حضور لري.
په ختیځ کې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د وري پر ۷مه یو شمیر د کورنیو رسنیو خبریالان د چورلکې په واسطه د نورستان برګمټال ولسوالۍ ته لېږدولي وو.
ځايي خلکو خبریالانو ته ویلي، چې په سیمه کې د طالبانو وسله وال شته دي او د پاکستاني ځواکونو مخکې راتګ یې رد کړ.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د نورستان یو شمېر قومي مشرانو او اوسېدونکو په کابل کې د دغه وزارت له سرپرست خالد حنفي سره لیدلي او د خپلو ستونزو د سملاسي حل، په ځانګړې توګه د لارو پرانیستلو غوښتنه یې کړې وه.
دوی شکایت کړی و، چې د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ له لارې د نورستان برګمټال او کامدېش ولسوالیو غځېدلو لارو په تړل کېدو سره په دغو ولسوالیو کې خوراکي توکي کم شوي او ناروغان له سختو ستونزو سره مخ دي.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر محتسبان په ښار کې ښځې او ځوان د حجاب او ږیرې د څرنګتیا له امله دروي او ناسم چلند ورسره کوي. په یوه ویډیو کې ښکاري چې د طالبانو محتسبانو په ښار کې مېرمنې او ځوانان درولي.
د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ، د وري پر ۱۱مه، وویل، چې نن درېیمه ورځ ده چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبان او د حوزې پولیس د ښځو اړوند توکو په پلورنځیو کې ګرځي او ښځې د هغوی د حجاب د څرنګتیا له امله ترټي.
د لښکرګاه یوه اوسېدونکي وویل چې « د امربالمعروف محتسبین د مارکیټونو په دروازو کې ولاړ وي او کومې مېرمنې چې د دوی د خوښې مطابق حجاب نه وي اچولی، یا هم بې محرمه مارکیټونو ته ځي، هغه نه پرېږدي او د سپارښتنې پر ځای بد او رد ورته وايي.»
یو تن وویل، چې د امربالمعروف د محتسبینو ناوړه چلند د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي دي.
د لښکرګاه یوه بل اوسېدونکي وویل چې « تېره ورځ د امربالمعروف له محستبانو سره ځینو خلکو جنجال هم کړی، چې ولې مېرمنو ته بد الفاظ کاروي.»
یو هټیوال وویل، چې د طالبانو د امربالمعروف د محتسبینو ددې چلند له امله یو شمیر دوکانداران د شکایت لپاره د هلمند د امربالمعروف ریاست رییس محمد امین بدخشاني ته ورغلل او رییس ته یې د دوی د محتسبینو له لوري له مېرمنو سره د ناوړه چلند په اړه خبر ورکړ خو بدخشاني دوکاندارانو ته په لیدنه کې ویلي، چې مېرمنې باید بازار ته له محرم پرته لاړې نه شي او د حجاب پرځای چادرۍ پر سر کړي.
د لښکرګاه ځینې دوکانداران وايي، چې د طالبانو محتسبان نه یوازې له مېرمنو سره بد چلند کوي بلکې هغه دوکانداران یې هم له ځان سره وړي او دوکانونه یې تړلي، چې ږیرې یې کمې کړې او خرېیلې وې.
تر دې وړاندې د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي و، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو په لارو کې چېک پواینټونه اچولي او ځوانانو ته د ږېرې د نه خرېيلو، د مفشنو وېښتانو د نه جوړولو او د موسيقۍ نه اورېدو لارښوونې کوي.
د ښوونیزو چارو فعال او د ننګرهار د پوهنې پخوانی رییس حسیب شینواری د نوي ښوونیز کال د پیل په اړه وايي چې افغانان د پاکستان د جګړې په اړه جدي غبرګون ښيي خو د نجونو د ښوونځیو په اړه د حیرانتیا په کچه بې تفاوته دي.
نوموړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د افغانستان په سړوسیمو کې نوی تعلیمي کال بیا په داسې حالت کې پیل شوی، چې د نجونو پرمخ د ښوونځي دروازې لا هم تړلې دي.
هغه زیاتوي: "خو ما چې د جګړې په اړه د خپلو وطندارانو څومره جذبه ولیده، د ښوونځیو په اړه د هغې پېنځه سلنه هم نه تر سترګو کیږي."
شینواری پر افغان فعالانو غږ کوي، چې که د جګړې پر ځای د نجونو د ښوونځیو لپاره په مشترک ډول غږ پورته کړي او پر طالبانو فشار راوړي، د افغانستان راتلونکی تضمینولی شي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو یو ځل بیا نوی تعلمي کال پرته د نجونو له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه پیل کړ.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې ددغه وزارت وزیر عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتویته سره د هغه د ماموریت د پای په تړاو کتلي او نوموړي ویلي، چې د پاکستان په بریدونو کې د کډوالو نړیوال سازمان تاسیسات هم زیانمن شوي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن سې شنبه، د وري پر ۱۱مه ویلي، چې په دې ناسته کې د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتویته سره په افغانستان کې د یونېسف تاج الدین ایوال، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ رییس عرفات جمال او د افغانستان لپاره د کډوالو نړۍوال سازمان مشره میهیونګ هم ګډون در لود.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما مرستیال اندریکا راتویته ویلي، چې د پاکستاني په بریدونو کې د کډوالو نړیوال سازمان تاسیسات هم زیانمن شوې او له پولې سره نږدې د کډوالو په پنډغالو کې ناچاودي توکي بېرته پاکولو ته اړتیا لري.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، راتویته په خپلو خبرو کې ویلي، چې د پاکستان د بریدونو له امله د ولسي خلکو مرګ ژوبله او د ولسونو بېځایه کېدل د اندېښې وړ او زړه بوږنوونکې مسله ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په نړۍ کې پرناورینونو سربـــېره یوناما توانېدلې، چې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره د پام وړ بودجه راجلب کړي او په دې برخه کې به هڅې لادوام ولري.
په دې ناسته کې د طالبانو د کډوالو وزیر عبدالکبیر ویلي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په شپږو سرحدي ولایتونو کې د پاکستان د بمباریو له امله بېځایه شویو ته مرستې وېشلې دي.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان په بریدونو کې پر ډیورنډ کرښه پرتو ولسوالیو څخه ولسي خلک بېځایه شوي دي او خوندي ځایونو ته تللي دي.