مسکو کې د طالبانو سفیر د روسیې د نړۍوال امنیتي فورم په مقدماتي غونډه کې ګډون وکړ

په مسکو کې د طالبانو سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې د نړۍوال امنیتي فورم په مقدماتي غونډه کې ګډون کړی دی. په مسکو کې د طالبانو سفارت ویلي، چې په دې مقدماتي ناسته کې د راتلونکي فورم د مهمو موضوعاتو په اړه لومړني معلومات او جزییات ګډونوالو ته وړاندې شول.
