• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان په لاهور کې د یو کور دننه د اور لګېدو له امله دوه ماشومان مړه شوي

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۵۰ GMT+۱

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دې هېواد د پنجاب ایالت د لاهور ښار په ډي‌اېچ‌اې سیمه کې د یو کور دننه د اور لګېدو په پېښه کې دوه ماشومان مړه شوي دي. د ژغورنې ادارې ځایي چارواکو ویلي چې دغه مړه شوي ماشومان پنځه او درې کاله عمرونه لري.

د جیو نیوز ټلوېزیوني شبکې د راپور له مخې، د اور وژنې ټیمونه هم سیمې ته رسېدلي او اور یې مهار کړی دی.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو سره تر ښکاره جګړې وروسته؛ پاکستان کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه ۷۰ سلنه راټیټه شوې

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۰۵ GMT+۱
طالبانو سره تر ښکاره جګړې وروسته؛ پاکستان کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه ۷۰ سلنه راټیټه شوې
100%

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ وایي، چې په دغه هېواد کې د ترهګریزو پېښو شمېر د مارچ په میاشت کې ۳۵ سلنه کم شوی دی. د دغه بنسټ په وینا، طالبانو سره د افغانستان په خاوره کې د عملیاتو سره هم‌مهاله په پاکستان کې د ملکي وګړو تلفات هم ۷۰ سلنه راکم شوي دي.

د یادې څېړنیزې ادارې راپور چې د چهارشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې خپور شو، ښيي چې په پاکستان کې د نښتو له امله رامنځته شوي تلفات د مارچ په میاشت کې د فبرورۍ په پرتله په څرګند ډول کم شوي دي. د راپور له مخې، د وژل شویو شمېر له ۵۰۶ کسانو څخه په فبرورۍ کې ۳۳۱ کسانو ته په مارچ کې راټیټ شوی دی. په دې لړ کې د ملکي وګړو تلفات په پام وړ ډول ۷۰ سلنه کم شوي، چې له ۱۳۲ څخه ۳۹ کسانو ته رسېدلي دي.

د امنیتي ځواکونو تلفات هم له ۸۰ څخه ۵۹ کسانو ته راکم شوي او د وسله‌والو ډلو د وژل شویو شمېر هم له ۲۹۴ څخه ۲۲۸ کسانو ته راښکته شوی دی.

خو بیا هم د حکومت پلوه ګوندونو او ولسي شوراګانو پر غړو بریدونه زیات شوي دي. د مارچ په میاشت کې پنځه تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي، حال دا چې په فبرورۍ کې داسې پېښې نه وې ثبت شوې.

تر ټولو ډېرې پېښې په بلوچستان ایالت کې ثبت شوې دي، که څه هم د تلفاتو شمېر په فبرورۍ کې له ۲۸۵ پېښو څخه ۱۸۹ پېښو ته په مارچ کې راکم شوی دی. په دغه ایالت کې د ملکي وګړو تلفات له ۸۲ څخه ۱۷ کسانو ته او د وسله‌والو تلفات له ۱۷۶ څخه ۱۴۵ کسانو ته راکم شوي، خو د امنیتي ځواکونو تلفات له بدلون پرته ۲۷ تنه پاتې دي. همداراز په دې ایالت کې د انسان تښتونې ۸ پېښې او د ۲۶ مشکوکو کسانو د نیولو راپور ورکړل شوی دی.

خېبرپښتونخوا ایالت هم د پېښو له ۴۲ سلنه کموالي سره مخ شوی او تلفات له ۹۵ څخه ۵۵ کسانو ته راټیټ شوي دي. سره له دې چې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو تلفات کم شوي، خو د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې شمېر لږ څه زیات شوی دی. همدارنګه په دې ایالت کې د ټپیانو شمېر په څرګند ډول لوړ شوی دی.

په پنجاب ایالت کې د وسله‌والو له لوري کوم برید نه دی راپور شوی او یوازې په یوه عملیات کې څلور وسله‌وال وژل شوي دي. د راپور له مخې، په ګلګت بلتستان ایالت کې هم پر یوه امنیتي پوستې ناکام برید شوی چې پرته له تلفاتو بېرته په شاه تنبول شوی دی.

په ټولیز ډول، سره له دې چې د مارچ په میاشت کې د تلفاتو کچه نسبي راټیټه شوې، خو لا هم د پاکستان په ځینو سیمو کې د ناامنۍ د دوام اندېښنې پر خپل ځای پاتې دي.

د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ په خپل هغه راپور کې چې د وري په لومړۍ نېټه خپور شوی، ویلي چې پاکستان د لومړي ځل لپاره د ترهګرۍ له امله د اغېزمنو هېوادونو د نوملړ په سر کې ځای نیولی دی. د راپور له مخې، دغه هېواد په تېر کال کې د ترهګریزو بریدونو له امله تر ټولو زیات زیان لیدلی دی.

افغانستان انټرنشنل هم د وري په شپږمه نېټه په خپل راپور کې ویلي، چې د پاکستان له لوري پر افغانستان د بریدونو او له طالبانو سره د نښتو له پیل راهیسې، په پاکستان کې د ملکي تلفاتو کچه کمه شوې، خو په افغانستان کې لوړه شوې ده.

د پاکستان له لوري د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې چې تر یوې میاشتې زیات وخت پرې تېر شوی، د پاکستان په ښارونو کې کومه مرګونې ځانمرګی برید نه دی شوی او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له لوري ستر بریدونه او ځانمرګي حملې په نا اعلان شوي ډول درېدلې دي. په تېره میاشت کې، د کابل برعکس چې سلګونه کسان پکې وژل شوي، په اسلام‌اباد کې هېڅ مرګونی امنیتي پېښه نه ده ثبت شوې.

پاکستاني چارواکي افغان طالبان د دې تورنوي چې د پاکستان ضد وسله‌والو ملاتړ کوي. د ملګرو ملتونو راپورونه هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور، د تحریک طالبان پاکستان د غړو په ګډون، تاییدوي.

د پاکستان، طالبانو او چین چارواکي د درې‌اړخیز میکانیزم تر چتر لاندې په ارومچي کې سره ګوري

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۱۸ GMT+۱
د پاکستان، طالبانو او چین چارواکي د درې‌اړخیز میکانیزم تر چتر لاندې په ارومچي کې سره ګوري
100%

د طالبانو، پاکستان او چین منځپوړي چارواکي نن د چارشنبې په ورځ د چین په ارومچي ښار کې د درې‌اړخیز مېکانیزم تر چتر لاندې غونډه کوي. په غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځ او د طالبانو د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو او استخباراتو استازي ګډون کوي.

د طالبانواو پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینو د دغې غونډې جوړېدل تایید کړي؛ خو په رسمي ډول تراوسه دواړو خواوو کومه اعلامیه نه‌ده ورکړې. دغه ناسته داسې مهال کېږي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د بیجېنګ له سفر نه تازه اسلام اباد ته ستون شوی او د دغه هېواد د پلاوي غړي دمګړۍ په چین کې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې دا د ټیټې کچې «ابتدایي خبرې» دي؛ څو د طالبانو جديت وازمویل شي. دغه سرچینې زیاته کړې، چې یادې خبرې د پاکستان له لوري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغان څانګې د اضافي سکرتر په مشرۍ کېږي او پوځي چارواکي یې هم غړیتوب لري.

د طالبانو له اړخه په پلاوي کې د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارت استازي او همداراز د طالبانو د استخباراتو ادارې چارواکي شامل دي. له دې وړاندې د چین په منځګړتوب درې اړخیزې ناستې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه کېدې.

په کونړ کې د جګړو له کبله ۹زره کورنۍ بې‌ځایه شوې دي

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۳۴ GMT+۱
په کونړ کې د جګړو له کبله ۹زره کورنۍ بې‌ځایه شوې دي
100%

په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نجیب الله وايي، چې له پاکستان سره د جګړې له پیله د دغه ولایت ډیورنډ کرښې ته څېرمه ولسوالیو کې شاوخوا ۹زره کورنۍ بې‌ځایه شو‌ې دي. نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان پوځ د جګړې له پیله د ملکي‌ خلکو کورونه په نښه کړي دي.

عنایت الله چې د همدې کورنیو له بې‌ځایه شویو څخه دی وايي، چې اکثره کورنۍ د مېنو له نشتوالي له امله د سېند پر غاړه ژوند کوي او ژوند یې له کړاو سره مخ دی. نوموړي زیاته کړې: «د پاکستان له بریدونو ډېرو خلکو خپل کورنه پرېښي. موږ په ډېر بد حالت کې یو او یوازې د ورځې له‌خوا خپلو کورونو ته د څارویو پاللو لپاره ځو او بېرته مازیګر مهال راځو».

ډېری بې‌ځایه شوي د سرپناه او مرستو غوښتنې کوي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني بیا تر دې وړاندې ویلي و، چې په ډیورنډ کرښه پر پرتو سیمو د پاکستان د بریدونو له امله ۲۱زره او ۴۷۹ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

د هغه په وینا؛ له دې ډلې یې تر ۸زره ډېرو کورنیو سره د ۱۰۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت خوراکي او نغدي مرستې کړې دي.

علیمه خان د عمران خان له پلویانو غوښتي چې د هغه د خلاصون لپاره دې سړکونو ته راووځي

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۲۱ GMT+۱
علیمه خان د عمران خان له پلویانو غوښتي چې د هغه د خلاصون لپاره دې سړکونو ته راووځي
100%

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پخواني لومړي وزیر عمران خان خور علیمه خان له زندانه د نوموړي او د هغه د مېرمنې بشرا بي‌بي د خلاصون لپاره د یاد ګوند پر غړو او پلویانو غږ کړی، چې د احتجاج لپاره سړکونو ته راووځي.

عليمه خان د سې‌شنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، عمران خان له روغتیايي ستونزو سره مخ دی چې دې مسلې دوی سخت اندېښمن کړي دي. نوموړې ټينګار وکړ، چې د عمران خان درملنه دې په شفا نړۍوال روغتون کې ترسره شي.

هغې وويل، حکومت یوازې هغه مهال د درمنلې اجازه ورکوي کله چې دوی د ولس د احتجاجونه له امله تر فشار لاندې راشي. د هغې په وینا؛ د ګوند مشران د احتجاج کولو په اړه زړه نازړه دي.

بل لور ته تېره اونۍ د خیبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند له‌خوا په پېښور کې د عمران خان د خلاصون لپاره د جوړ شوي غورځنګ د غړیتوب کمپاین پیل شو.
سهیل اپریدي د دغه کمپاین په پرانیستې مراسمو کې ویلي و، چې عمران سره د لیدنې لپاره یې هره قانوني لاره غوره کړه؛ خو بیا هم ورته د ملاقات اجازه ورنه‌کړل شوه. د نوموړي په وینا؛ هغه اډیاله زندان ته د یو کس په توګه نه؛ بلکې د خیبر پښتونخوا د ۴۵ مېلیونه خلکو د استازي په توګه ورغلی و.

پاکستان ۱۱ افغان بندیان طالبانو ته سپارلي او ۱۵۷ نور یې لنډي کوټل مرکز ته انتقال کړي دي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۸ GMT+۱
پاکستان ۱۱ افغان بندیان طالبانو ته سپارلي او ۱۵۷ نور یې لنډي کوټل مرکز ته انتقال کړي دي
100%

پاکستاني چارواکو ویلي چې د تورخم لارې د بیا خلاصېدو سره هم مهاله یې په لومړي پړاو کې ۱۱ بندیان د قانوني پروسې وروسته طالبانو ته سپارلي. د چارواکو په خبره چې ۱۵۷ نور زندانیان یې لنډي کوتل مرکز ته د قانوني بهیر د بشپړېدو لپاره انتقال کړي دي.

تورخم دروازه نن یو ځل بیا د کډوالو د ستنېدو لپاره خلاصه شوې، پاکستاني چارواکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې په لنډي کوتل کې ۱۵۷ افغان زندانیان به له قانوني پروسې وروسته طالبانو ته وسپارل شي.

پاکستان د مارچ میاشتي په ۲۶مه هم د تورخم لار د کډوالو پر مخ خلاصه کړې وه، خو پر ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د بیا پيلېدو وروسته دغه لار بنده شوه.

تورخم لار لا هم د عامو خلکو او سوداګرۍ پر مخ تړلې ده. د لارې خلاصېدو لپاره دواړه خواوي یو بل ته شرطونه لري.