• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سوریې ولسمشر برېټانیا ته سفر کړی او د دغه هېواد له پاچا سره یې کتلي

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۷ GMT+۱

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د سې شنبې په ورځ په بکنګهم ماڼۍ کې د برېټانیا له پاچا چارلز درېیم سره وکتل. د سوریې د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د دمشق او لندن ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

د الشرع د دفتر په اعلامیه کې راغلي چې د برېټانیا پاچا د سوریې له خلکو څخه د ملاتړ او د دغه هېواد د بیا رغونې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دا له هغه وروسته د الشرع لومړنی رسمي سفر دی چې په ۲۰۲۴ کال کې د بشار اسد رژیم نسکور شو. هغه د دې سفر پر مهال د برېټانیا له لومړي وزیر کی‌یر سټارمر سره هم وکتل او د سیمې پر مهمو مسایلو او دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې وکړې.

سټارمر د داعش پر وړاندې د سوریې د حکومت د اقداماتو هرکلی وکړ او د «لا نږدې همکارۍ» پر اړتیا یې ټینګار وکړ. په ځانګړې توګه د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو، د سرحدونو د امنیت د پیاوړتیا او د انساني قاچاق پر ضد د مبارزې په برخو کې یې سره په همکاریو خبرې وکړې. دواړو لورو همدارنګه د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل د جګړې او د هُرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه هم بحث وکړ.

برېټانیا د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې له سوریې سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې بېرته پيل کړې. دا ګام د سیاسي بدلون د ملاتړ، د اقتصادي بیارغونې د مرستې او د ناقانونه کډوالۍ د کمولو په موخه اخیستل شوی و. د ۲۰۱۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ، د سوریې د کورنۍ جګړې وروسته نږدې ۳۱ زره سوری وګړو په برېتانیا کې پناه واخیسته.

لندن ته له سفر مخکې، الشرع په برلین کې د جرمني له لومړي وزیر فرېدریښ مېرڅ سره وکتل. جرمني په اروپایي ټولنه کې د سوریایي کډوالو تر ټولو لویه کوربه ټولنه ده. دواړو لورو په برلین کې هوکړه وکړه چې شاوخوا ۸۰ سلنه هغه سوریان چې په دغه هېواد کې مېشت دي، د راتلونکو درېیو کلونو په ترڅ کې به خپل هېواد ته بېرته ستانه شي.

د الشرع دا اروپایي سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې سوریه هڅه کوي د کلونو انزوا وروسته خپل نړیوال دریځ پیاوړی کړي او د هېواد د بیارغونې لپاره د لوېدیځ ملاتړ تر لاسه کړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

روسیه وايي چې د اوکراين په ختیځ کې یې لوهانسک سیمه بشپړه نیولې

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۱۴ GMT+۱

د روسیې دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ وویل چې ځواکونو یې د اوکراين په ختیځ کې د لوهانسک سیمې بشپړ کنترول تر لاسه کړی. اوکراين لا تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښوولی.

د راپور له مخې، د لوهانسک له ۹۹ سلنې څخه زیاته برخه، چې روسیې په ۲۰۲۲ کال کې د خپلې سیمې په توګه اعلان کړې وه، تر ډېره وخته د روسیې تر کنترول لاندې وه.

دې ادعا ته کییف او ډیری لویدیز هېوادونه د غصب په سترګه ګوري.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، «د لویدیز پوځي ډلې واحدونو د لوهانسک د خلکو جمهوریت بشپړ ازادي ترلاسه کړه»، چې د مسکو له نظره د دې سیمې رسمي نوم دی.

رویټرز په خپلواکه توګه د جګړې د ډګر راپور نه دی تایید کړی او اوکراين لا تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښوولی.

لوهانسک د دونباس صنعتي سیمې له دوه برخو څخه یوه ده. بله برخه یې دونڅک ده.

کرملین د چارشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د اوکراين ځواکونه باید د دونڅک هغه برخه پرېږدي چې روسیه یې نه کنترولوي، څو د جګړې «تود پړاو» پای ته ورسي، خو کییف دا غوښتنه څو ځله بې معنا بللې ده.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې د اوکراين په خارکیف سیمه کې د ورکنیا پیساریوکا کلي او د زاپوریژیا په سویل ختیځ کې د بویکوفه کلي هم تر خپل کنترول لاندې راوستي، خو رویټرزوايي، دغه رپوټونه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

ټرمپ: ناټو تش «کاغذي پړانګ» دی او پوتین هم په دې ښه پوهیږي

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۵۳ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران جګړه ښایي ډېر ژر پای ته ورسېږي، خو پر ناټو یې نیوکه کړې، چې له ډېر وخته پوهېده چې «تش کاغذي پړانګ» دی او پوتین هم په دې پوهیږي. هغه دغه راز له ناټو نه د وتلو خبرداری هم ور کړی.

ټرمپ څرګنده کړې چې له ایران سره له معاملې پرته هم جګړه په څو اونیو کې پای ته رسولی شي، خو په ورته وخت کې یې له ناټو تړون څخه د وتلو ګواښ هم کړی.

ټرمپ بریتانیایۍ ورځپاڼې ډیلي ټیلیګراف ته وویل: «زه هېڅکله له ناټو اغېزمن نه شوم. زه تل پوهېدم چې هغه یوازې کاغذي پړانګ دی او (د روسیې ولسمشر ولادیمیر) پوتین هم په دې پوهېږي.»

هغه زیاته کړې چې اوس یوازې په ناټو کې د امریکا پر غړیتوب د بیا غور کولو پړاو نه دی، بلکې په بشپړ ډول د وتلو په فکر کې دی.

ټرمپ رسنیو ته وویل: «موږ ډېر ژر د ایران له جګړې وځو، ممکن دوه اونۍ، ممکن درې اونۍ » وروسته.

علیمه خان د عمران خان له پلویانو غوښتي چې د هغه د خلاصون لپاره دې سړکونو ته راووځي

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۲۱ GMT+۱

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پخواني لومړي وزیر عمران خان خور علیمه خان له زندانه د نوموړي او د هغه د مېرمنې بشرا بي‌بي د خلاصون لپاره د یاد ګوند پر غړو او پلویانو غږ کړی، چې د احتجاج لپاره سړکونو ته راووځي.

عليمه خان د سې‌شنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، عمران خان له روغتیايي ستونزو سره مخ دی چې دې مسلې دوی سخت اندېښمن کړي دي. نوموړې ټينګار وکړ، چې د عمران خان درملنه دې په شفا نړۍوال روغتون کې ترسره شي.

هغې وويل، حکومت یوازې هغه مهال د درمنلې اجازه ورکوي کله چې دوی د ولس د احتجاجونه له امله تر فشار لاندې راشي. د هغې په وینا؛ د ګوند مشران د احتجاج کولو په اړه زړه نازړه دي.

بل لور ته تېره اونۍ د خیبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند له‌خوا په پېښور کې د عمران خان د خلاصون لپاره د جوړ شوي غورځنګ د غړیتوب کمپاین پیل شو.
سهیل اپریدي د دغه کمپاین په پرانیستې مراسمو کې ویلي و، چې عمران سره د لیدنې لپاره یې هره قانوني لاره غوره کړه؛ خو بیا هم ورته د ملاقات اجازه ورنه‌کړل شوه. د نوموړي په وینا؛ هغه اډیاله زندان ته د یو کس په توګه نه؛ بلکې د خیبر پښتونخوا د ۴۵ مېلیونه خلکو د استازي په توګه ورغلی و.

د ایران د بشری حقونو سازمان: تهران د ۲۰۲۶ کال په لومړیو ۳ میاشتو کې ۱۶۰ کسان اعدام کړي

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۴۴ GMT+۱

د هه‌نګاو په نوم د ایران د بشري حقونو یو سازمان وایي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ایران په بېلابېلو زندانونو کې لږ تر لږه ۱۶۰ بندیان اعدام شوي دي. یاد سازمان د یوه راپور په خپرولو سره زیاته کړې، چې دا شمېره د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې پرتله ۳۱ سلنه کموالی ښيي.

د راپور پر بنسټ، د ټولو اعدام شویو کسانو پېژندنه د هه‌نګاو له خوا تایید شوې ده. له دې ډلې څخه یوازې ۱۲ پېښې (۷.۵ سلنه) په رسمي ډول د حکومتي سرچینو له‌خوا اعلان شوې دي او لږ تر لږه ۱۷ اعدامونه په پټه او د کورنیو له خبرولو پرته ترسره شوي دي.

په اعدام شویو کسانو کې ۴ ښځې هم شاملې دي، چې د تبریز، زنجان او اصفهان په زندانونو کې اعدام شوې دي. همدارنګه، په دغه موده کې ۱۲ سیاسي او عقیدتي بندیان د بغاوت، په سختدریځو ډلو کې د غړیتوب او جاسوسۍ په څېر تورونو اعدام شوي دي، چې له دې ډلې ۸ تنه یې یوازې د تېرو درېیو اوونیو په ترڅ کې او د ایران، امریکا او اسراییل ترمنځ د کړکېچونو له زیاتېدو سره هم‌مهاله په دار ځړول شوي دي.

د تورونو له‌مخې، تر ټولو ډېر اعدامونه د قصدي وژنې اړوند دي چې ۹۲ پېښې (۵۷.۵ سلنه) جوړوي. تر دې وروسته، د نشه‌یي توکو اړوند جرمونه د ۴۶ پېښو سره په دویم ځای کې راځي.

راپور همدارنګه د اعدام شویو کسانو قومي وېش ته اشاره کوي او وايي، چې لږ تر لږه ۲۲ لُر، ۱۹ تُرک، ۱۲ ګیلک او ۱۱ کُرد بندیان د اعدام شویو په ډله کې شامل دي.

د جغرافیوي وېش له‌مخې، د ایران البرز ولایت د ۳۶ اعدامونو په ثبتولو سره تر ټولو لوړ شمېر لري او له هغه وروسته ختیځ اذربایجان او فارس ولایتونه په راتلونکو ځایونو کې راځي. د هه‌نګاو په وینا، دا اعدامونه په ټولییز ډول د ایران په ۲۶ ولایتونو کې ترسره شوي دي.

په عراق کې یوه امریکایۍ خبریاله تښتول شوې ده

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۵۳ GMT+۱

د عراق د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې، چې په دغه هېواد کې یوه ښځینه خبریاله تښتول شوې، خو د هغې د هویت په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي. ورته مهال، د عراق دوو امنیتي چارواکو اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې تښتول شوې خبریاله د امریکا تابعیت لري.

د دغو سرچينو د راپور له‌مخې، په دې تښتونه کې تښتوونکو له دوو موټرو څخه کار اخيستی و. له دغو موټرو څخه يو هغه مهال چپه شو، چې د عراق امنيتي ځواکونو له‌خوا د بابل ولايت د الحصوه ښار ته نږدې تر څار لاندې و او امنيتي ځواکونه وتوانېدل چې يو شکمن کس ونيسي. خو تښتول شوې خبرياله دویم موټر ته لېږدول شوې او له سيمې څخه وړل شوې ده.

د المانېټر خبري وېب‌پاڼې چې تښتول شوې خبريالې ورسره کار کاوه، د هغې هويت شېلي کيټلسن ښودلی او په يوه خبرپاڼه کې يې د دې تښتونې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

کيټلسن په منځني ختيځ په ځانګړې توګه په عراق او سوريه کې د خبريالۍ اوږده مخينه لري.