د راپورونو له مخې، پاکستان وړاندیز کړی چې پلازمېنه اسلاماباد دې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي خبرو اترو کوربه وي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د خبرو لپاره “پرمختګ” شوی، خو ایران دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې هېڅ رسمي خبرې نه دي پیل شوې.
پاکستان، چې له ۲۵۰ میلیونو څخه زیات نفوس لري، غواړي په سیمه کې خپل سیاسي او ډیپلوماتیک نفوذ پراخ کړي. بل خوا، د هرمز تنګي تړل کېدل د دغه هېواد لپاره لوی اقتصادي ګواښ بلل کېږي، ځکه د تېلو او ګازو ډېری واردات یې له همدې لارې کېږي.
په همدې حال کې، پاکستان د امریکا له خوا ایران ته د اوربند د ۱۵ مادو وړاندیز په رسولو کې هم مرسته کړې، خو تهران ورته په شک سره ځواب ورکړی دی. دغه راز، اسلاماباد د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې کوربهتوب هم کړی، چې موخه یې د کړکېچ کمول وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي چې هېواد یې د یادو هېوادونو او چین ملاتړ لري او چمتو دی چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
خو په ورته وخت کې، پاکستان له افغانستان سره په روانو نښتو کې ښکېل دی. دا جګړه چې اوس دویمې میاشتې ته داخله شوې، په دواړو خواوو کې یې ملکي تلفات اړولي دي.
بل خوا، په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په چین کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې اترې پر تفاهم او د نظرونو پر تبادلې راڅرخي. دواړو خواوو د وروستیو بریدونو په تړاو خپل نظرونه سره تبادله کړي او اټکل کیږي، چې دغه خبرې ادامه ومومي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پر دغو خبرو اترو په داسې حال کې هوکړه شوې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په بیجنګ کې و.
طالبانو له دې وړاندې څو ځله په رسمي ډول د خبرو اترو لپاره خپل چمتووالی ښودلی.
د دواړو هېوادونو د استازو ترکیب ښيي، چې د پلاویو غړيتوب ته منځپوړي کسان غوره شوي دي. د سرچینو په وینا، ددغو خبرو اترو د ارزونو پر بنسټ، ښايي دویم پړاو خبرې په جګپوړې کچه وشي.
دغو خبرو اترو ته نږدې سرچینو ویلي، چې خبرې پر دریو مهمو محورونو راڅرخي، چې امنیت، سیاست، او اقتصاد پکې شامل دي.
پاکستان ټینګار کړی چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي فعالیتونه، چې ادعا کېږي له افغانستان څخه تنظیمېږي، باید مهار شي او د افغانستان ځمکه باید د ټي ټي پي په ملاتړ ونه کارول شي. په ځواب کې طالبانو چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي، چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کاریږي، خو د ټي ټي پي فعالیتونه ددوی په کنټرول کې نه دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه چې له چین څخه یې غوښتنه کړې تر څو پاکستان د خبرو مېز ته کېنوي. بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو هم منلې چې چین له اسحاق ډار څخه غوښتي چې له طالبانو سره خبرو ته کېني.