د خوړو نړیوال پروګرام: سېلابونو په افغانستان کې د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ کړی

د ملګرو ملتونو دخوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې وروستیو ناڅاپي سېلابونو د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن کړی او ګڼې کورنۍ یې له ستونزو سره مخ کړې دي.

د ملګرو ملتونو دخوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې وروستیو ناڅاپي سېلابونو د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن کړی او ګڼې کورنۍ یې له ستونزو سره مخ کړې دي.
یاد پروګرام، نن چهارشنبه، د وري ۱۲مه، په یوه پیغام کې ویلي چې د هېواد په څو ولایتونو کې سېلابونه راوتلي او پر ګڼو کورنیو یې منفي اغېزې کړې دي. د دې ادارې په وینا، د دوی ټیمونه په اغېزمنو سیمو کې حضور لري او د خلکو د بیړنیو اړتیاوو ارزونه کوي.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان بېلابېل ولایتونه د پرلهپسې بارانونو او زورورو سېلابونو شاهدان دي. د طالبانو د معلوماتو له مخې، تر اوسه شاوخوا ۴۲تنه د دغو پېښو له امله مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د هوا پوهنېادارې خبرداری ورکړی چې د وري میاشتې تر ۱۵مې پورې به د هېواد په ډېرو سیمو کې د سختو بارانونو او سېلابونو امکان دوام ولري، چې له امله یې د زیانونو د زیاتېدو اندېښنه هم شته.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې مشر شهابالدین دلاور د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي سره په انلاین ناسته کې د وروستیو طبیعي پېښو په پایله کې د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې د چارشنبې په ورځ، د وري ۱۲مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې ناسته کې د داخلي بېځایه شويو کورنیو او د وروستیو ورښتونو له امله د زیانمنو کسانو پر ستونزو خبرې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې ناسته کې دلاور بېځایه شويو کورنیو ته د نغدي مرستو، خوراکي او غیر خوراکي توکو د وېش په اړه معلومات وړاندې کړل.
شهابالدین دلاور ویلي، چې دا اداره په دوامداره توګه له اړمنو، کډوالو او بې سرپرسته کورنیو سره بشري مرستې کوي او هڅه کوي مرستې پر وخت او په منظم ډول مستحقو کسانو ته ورسوي.
د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې یې «د مور او پلار د وهلو، نامشروع اړیکو او لواطت» په تور ۲۵ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې ۱۷ یې په نیمروز، ۶ کسان په ننګرهار او ۲ کسان یې په پکتیکا کې د خلکو د سترګو پر وړاندې په دُرو وهلي دي.
دې محکمې د چارشنبې په ورځ، د وري ۱۲مه په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې یاد کسان د مور او پلار د وهلو، نامشروع اړیکو او لواطت په تور مجازات شوي دي.
د یادې محکمې د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې شپږ تنه هر یو په ۲ـ۲ میاشتو، په پکتیکا کې دوه کسان هر یو په ۲ـ۲ کلونو او په نیمروز کې تورن کسان له پنځو میاشتو نیولې تر اتو کلونو پورې په تنفیذي بند محکوم شوي دي.
پر تورنو کسانو په عام محضر د بدني سزاوو عملي کول د بشري حقونو د سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ دي، خو طالبان ټینګار کوي چې دا ډول سزاوې شرعي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د اسراییل په پارلمان کې د هغه قانون تصويبېدل په کلکه غندي چې له مخې يې ددوی په وینا، پر فلسطيني بنديانو د اعدام سزا پلي کېدو ته لار اوارېږي.
یاد وزارت ویلي، چې دغه اقدام د تكراري تېریو په ادامه د فلسطيني ولس د بنسټیزو حقونو ښكاره سرغړونه او له عدالت او بشري اصولو سره په ټکر کې دی.
طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي، « موږ له نړيوالې ټولنې او اړوندو نړيوالو بنسټونو غوښتنه کوو چې د دې ډول اقداماتو د مخنيوي لپاره لازم او عاجل ګامونه پورته کړي».
د اسراییل پارلمان (کنیست) دوه ورځې وړاندې یو قانون تصویب کړی چې له مخې یې هغه فلسطینیان چې په مرګژوبله لرونکو بریدونو محکوم شي، د مرګ له سزا سره مخ کېږي.
پر دې پرېکړې اروپايي هېوادونو او د بشري حقونو سازمانونو د تبعیضي اقدام په توګه سختې نیوکې کړې دي.
د قانون له مخې به هغه کسان چې د مرګ په سزا محکوم شي، په ځانګړو زندانونو کې ساتل کېږي او له مجازو کارکوونکو پرته به بل څوک ورسره د لیدنې اجازه ونه لري.
حقوقي مشورې به یوازې د ویډیويي اړیکې له لارې ترسره کېږي او د سزا پلي کول به د حکم له صادرېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې دننه پلي کېږي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې له بحث وروسته د یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷پروژې منظورې شوې دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د چارشنبې په ورځ د وري پر ۱۲مه، ویلي، چې د تدارکاتو نوبتي غونډه کې ۴۲ پروژې د ارزونې او منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له دې ډلې څخه ۱۷ پروژې منظورې شوې دي.
په دې پروژو کې د پنجشېر پوهنتون لپاره د لیلیې ودانۍ جوړول، د بدخشان پوهنتون د طب پوهنځي ودانۍ، له کونړ څخه تر نورستان پورې د سړک د لومړي او دویم فاز بشپړول او همدارنګه په غزني، فاریاب او ننګرهار ولایتونو کې د عمومي روغتونونو جوړول، په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژې هم شامل دي.
د یاد معاونیت په وینا، یادې ټولې پروژې به د طالبانو له لوري تمویل شي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت زیاتوي، چې په ۱۴ پروژو کې یو لړ تعدیلونه راغلل او همداراز د شپږو پروژو په تړاو ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوې، چې د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره خبرې وکړي.
طالبانو ویلي، چې د دوو پروژو قراردادونه له دې امله لغوه شوي چې ګټونکي شرکتونه په ټاکل شویو قیمتونو د پروژو عملي کولو ته حاضر نه وو او پرېکړه شوې چې دغه پروژې به بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شي او یاد شرکتونه به د محرومیت کمېټې ته معرفي شي.
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو، سېلابونو، تالندې او برېښنا په پایله کې ۶ کسان مړه شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردګ، زابل، ارزګان، غور، بادغیس، سمنګان، سرپل، فاریاب، بغلان، بدخشان، کونړ او لغمان ولایتونو کې د سېلابونو، بارانونو، تالندې او برېښنا له امله د ځاني زیان ترڅنګ ۱۳۹ کورنه په بشپړ او ۳۹۴ کورنه په نسبي ډول ویجاړ شوي دي.
په ورته مهال د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې په تېرو څو ورځو کې د دوامداره بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله، د سمنګان ولایت د دره صوف ـ بلخ، په بغلان کې د کابل ـ شمال عمومي لاره او په پکتیا کې د ګردیز ـ خوست تړل شوې لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانېستل شوې، خو په سمنګان ولایت کې د ایبک ـ روی دواب لاره لا هم د موټرو د تګ راتګ پرمخ تړلې پاتې ده.
یاد وزارت ویلي، چې په نورستان ولایت کې د پیروک کوتل لاره هم د واورې ښویدنې لهامله له تېرو څو ورځو راهیسې د تګ راتګ پرمخ تړلي ده.