په لیتوانیا کې د افغان او پاکستاني وګړو په ګډون ۳۴ ناقانونه کډوال نیول شوي

د لیتوانیا سرحدي ساتونکو له بېلاروس نه د اوښتلو پرمهال د افغانانو او پاکستاني وګړو په ګډون د ۳۴ ناقانونه کډوالو یوه ډله نیولې ده. د لیتوانیا د کورنیو چارو وزارت اړوند د سرحد ساتنې ادارې ویلي، چې ددې ډلې ټول غړي بېرته بېلاروس ته استول شوي دي.
