سنټکام: په تېرو پنځو ورځو کې ۳۵ امریکايي سرتېري ټپیان شوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویاند کپتان ټیم هاوکینز ویلي، چې په منځني ختیځ کې د بریدونو له پیل راهیسې تر اوسه ۳۴۸ امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي، چې له دې ډلې د ۶ کسانو ټپونه جدي بلل شوي دي.
