په اندونیزیا کې د طالبانو سفیر د «محمدیه ګوند» له مسوولانو سره کتلي

په اندونیزیا کې د طالبانو د سفارت سرپرست سعدالله بلوچ د دغه هېواد د محمدیه ګوند له یو شمېر لوړپوړو مسوولینو سره کتلي او د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو یې خبرې کړې دي.

په اندونیزیا کې د طالبانو د سفارت سرپرست سعدالله بلوچ د دغه هېواد د محمدیه ګوند له یو شمېر لوړپوړو مسوولینو سره کتلي او د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو یې خبرې کړې دي.
د یاد سفارت په خبرپاڼه کې راغلې، چې په دې کتنه کې د کابل ښار د روږدو کسانو پر یوه روغتون د پاکستان د برید په اړه خبرې شوې او دواړو لوریو دا ډول کړنې بشري جنایت بللی او په کلکه یې غندلې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په ناسته کې د طالبانو او اندونیزیا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا او همدارنګه په بشري او تعلیمي برخو کې د همغږۍ پر زیاتوالي هم بحث شوي دي.

د طالبانو یو پنځه کسیز منځپوړی پلاوی له پاکستان سره د خبرو په موخه چین ته پر لاره دی. په پلاوي کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت استازي محبالله وثیق او عبدالحی قانت، د کورنیو چارو وزارت استازی عارفالله، د دفاع وزارت استازی روحالله عمر او د استخباراتو ریاست استازی یحی تکل دي.
یاد وزارت د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د یادې ډلې پلاوی به تر راتلونکو دوو ساعتونو پورې د چین اورمچي ښار په لور حرکت وکړي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ ناسته د چین په کوربه توب کېږي او موخه یې د اسلاماباد او کابل ترمنځ د کړکېچ هوارول دي.
طالبانو ویلي، چې په یاد پلاوي کې د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت استازي محبالله وثیق او عبدالحی قانت، د کورنیو چارو وزارت استازی عارفالله، د دفاع وزارت استازی روحالله عمر او د استخباراتو ریاست استازی یحی تکل شامل دي.
د چین په منځګړیتوب د طالبانو او پاکستان ترمنځ دغه ناسته د کابل او اسلام اباد ترمنځ له څو میاشتني کړکېچ وروسته جوړېږي.
د دواړو لوریو ترمنځ د شخړې پرمهال پاکستان د کابل او کندهار په ګډون پر یو شمېر ولایتونو هوايي بریدونه وکړل او طالبانو په ځوابي بریدونو کې د پاکستان پر یو شمېر ښارونو د ډرون الوتکو بریدونه وکړل.
د اختر له لنډمهالي اوربند وروسته، لا هم د کونړ، نورستان او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو د پاکستان د هاوان بریدونه روان دي.
د طالبانو، پاکستان او چین منځپوړي چارواکي نن د چارشنبې په ورځ د چین په ارومچي ښار کې د درېاړخیز مېکانیزم تر چتر لاندې غونډه کوي. په غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځ او د طالبانو د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو او استخباراتو استازي ګډون کوي.
د طالبانواو پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینو د دغې غونډې جوړېدل تایید کړي؛ خو په رسمي ډول تراوسه دواړو خواوو کومه اعلامیه نهده ورکړې. دغه ناسته داسې مهال کېږي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د بیجېنګ له سفر نه تازه اسلام اباد ته ستون شوی او د دغه هېواد د پلاوي غړي دمګړۍ په چین کې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې دا د ټیټې کچې «ابتدایي خبرې» دي؛ څو د طالبانو جديت وازمویل شي. دغه سرچینې زیاته کړې، چې یادې خبرې د پاکستان له لوري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغان څانګې د اضافي سکرتر په مشرۍ کېږي او پوځي چارواکي یې هم غړیتوب لري.
د طالبانو له اړخه په پلاوي کې د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارت استازي او همداراز د طالبانو د استخباراتو ادارې چارواکي شامل دي. له دې وړاندې د چین په منځګړتوب درې اړخیزې ناستې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه کېدې.
د طالبانو د احصايي او معلوماتو ملي اداره وايي، چې په ۱۴۰۴کال کې د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې افغانستان ته ۲۸زره او ۴۷۴ بهرنیو وګړو تګراتګ کړی دی. یادې ادارې ویلي، چې په دې کې ۸۸۶ ښځې هم شاملې دي.
یادې ادارې زیاته کړې، چې په ورته موده کې د ۷۲۸ ښځو په ګډون ۱۶زره او ۲۷۶ بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او د ۱۵۸ ښځو په ګډون ۱۲زره او ۱۹۸ نور له هېواده وتلي دي.
د طالبانو د احصايې او معلوماتو ادارې ویلي، چې د ثبت شویو شمېرو له مخې ۱۶زره او ۹۰ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۱۸۲ د هوا له لارې افغانستان ته راغلي. د دوی په خبره؛ ۲زره او ۳۶۹ ته د هېواد لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې، ۱۱۵ د زدهکړو او پاتې ۱۳زره او ۷۹۲ یې د کار په موخه راغلي دي.
د معلوماتو له مخې؛ په یاده موده کې ۱۰زره او ۴۵۰ بهرني وګړي د نیمروز د ورېښمو پله له لارې، ۳زره او ۶۴۸ د هرات له بندر او هوايي ډګر، ۸۳۲ د اقينې له لارې، ۸۱۴ د تورخم او پاتې نور د حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارې افغانستان ته راغلي دي.
په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نجیب الله وايي، چې له پاکستان سره د جګړې له پیله د دغه ولایت ډیورنډ کرښې ته څېرمه ولسوالیو کې شاوخوا ۹زره کورنۍ بېځایه شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان پوځ د جګړې له پیله د ملکي خلکو کورونه په نښه کړي دي.
عنایت الله چې د همدې کورنیو له بېځایه شویو څخه دی وايي، چې اکثره کورنۍ د مېنو له نشتوالي له امله د سېند پر غاړه ژوند کوي او ژوند یې له کړاو سره مخ دی. نوموړي زیاته کړې: «د پاکستان له بریدونو ډېرو خلکو خپل کورنه پرېښي. موږ په ډېر بد حالت کې یو او یوازې د ورځې لهخوا خپلو کورونو ته د څارویو پاللو لپاره ځو او بېرته مازیګر مهال راځو».
ډېری بېځایه شوي د سرپناه او مرستو غوښتنې کوي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني بیا تر دې وړاندې ویلي و، چې په ډیورنډ کرښه پر پرتو سیمو د پاکستان د بریدونو له امله ۲۱زره او ۴۷۹ کورنۍ بېځایه شوې دي.
د هغه په وینا؛ له دې ډلې یې تر ۸زره ډېرو کورنیو سره د ۱۰۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت خوراکي او نغدي مرستې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، چې په افغانستان کې (د مارچ له ۲۶مې تر ۳۱مې نېټې) د سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله ۱۹ کسان مړه شوي دي. د یادې ادارې په وینا؛ په دغه موده کې تر ۹۰۰ ډېرې کورنۍ اغېزمنې شوې هم دي.
اوچا نن چهارشنبه (د وري ۱۲مه) پر اېکس پاڼه کاږلي، چې یادو ورښتونو او سېلابونو په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۶۰۰ ډېر کورونه ویجاړ کړي دي. اوچا وایي، په دغه موده کې یې له ۱۵۷ کورنیو سره مرستې کړې او د مرستو رسولو چارې لاهم دوام لري.
د دغه یادښت په وروستۍ برخه کې راغلي، چې لا یې هم ارزونې روانې دي؛ ښایي د مړو او زیان شمېر تر دې هم لوړ شي.
له بل پلوه د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې تېره ورځ ویلي و، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو، سېلابونو، د غرونو ښوېېدنې او تالندې برېښنا له امله ۱۴ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
یادې ادارې زیاته کړې وه، چې په ټولیز ډول ۶۰۳ کورنۍ زیانمنې شوې دي، ۱۶ استوګنیز واحدونه زیانمن شوي او ۲۳ د اوبو څاهګانې او شبکې هم تخریب شوې دي.