پنجاب کې د یوه دېوال نړېدو له امله دوه ماشومان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي

د پاکستان د پنجاب ایالت په قصور ولسوالۍ کې د تېرې سېشنبې په ورځ تر سختو ورښتونو او تېزو بادونو وروسته د واده تالار یو دېوال نړېدو له امله دوه ماشومان مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي. پولیس وايي، یاده پېښه د قصور ولسوالۍ شیخوم کلي ته څېرمه شوې ده.
