د ناټو پر نه همکارۍ د هېګسټ بیاځلي نیوکه: د هرمز تنګی یوازې د امریکا ستونزه نه ده

د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسټ یو ځل بیا د ایران د جګړې پر وړاندې د واشنګټن د متحدینو پر دریځ نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د هرمز تنګي کړکېچ د امریکا له ګټو پورته موضوع ده او نور هېوادونه هم پر وړاندې یې مسوولیت لري.
هېګسټ د سېشنبې په ورځ (د وري ۱۱مه) په یوه خبري ناسته کې د ایران د حکومت د ګواښونو پر وړاندې د ناټو د غړو هېوادونو پر نه همکارۍ خبرې وکړې او ویې ویل: «موږ له ناټو څخه یوازې د وړو مرستو غوښتنه کړې وه، خو پوره نهشوه او نور نو دا یو اېتلاف نهشو بللی».
هغه د اسلامي جمهوریت پر وړاندې روانه جګړه «د نړۍ لپاره عملیات» وبلل او د انرژۍ په نړۍوال بازار کې یې شته فشارونو ته په اشارې سره زیاته کړه: «د هرمز تنګی یوازې د امریکا مسله نه ده او نور هېوادونه هم باید له ځانه دفاع وکړي».
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په وروستیو اوونیو کې د اسلامي جمهوریت د بریدونو له امله د هرمز په تنګي کې د کښتیو د تګراتګ ګډوډېدل د انرژۍ د نړۍوال جریان د ګډوډۍ او د تېلو د بیو د لوړېدو لامل شوي دي.
له دې سره، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د وري په ۱۱مه پر خپلې خواله رسنۍ (ټروث سوشال) د یوې لیکنې په خپرولو سره یو ځل بیا د ایران د حکومت په وړاندې کمپاین کې د «ناهمکاره هېوادونو» پر نه ګډون نیوکه وکړه.
په دغه پیغام کې راغلي: «هغه ټول هېوادونه چې د هرمز تنګي له امله د جېټ الوتکو تېل نهشئ چمتو کولای، لکه برېتانیا چې د ایران د حکومت د "سر وهلو" په عملیاتو کې له ګډون څخه ډډه وکړه، ستاسو لپاره یو وړاندیز لرم: لومړی دا چې تېل له امریکا څخه واخلئ، موږ یې په کافي اندازه لرو. او دویم دا چې یو څه ناوخته شوې مېړانه پیدا کړئ، تنګي ته لاړ شئ او په خپله یې راونیسئ».
