وال سټریټ ژورنال: امارات د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د پوځي ټلوالې جوړولو هڅه کوي

وال سټریټ ژورنال د سېشنبې په ماښام (د وري ۱۱مه) د عربي چارواکو په حواله راپور ورکړی، متحده عربي امارات چمتووالی نیسي چې د پوځي فشار په کارولو سره د هرمز تنګي په پرانیستلو کې له امریکا او نورو متحدینو سره مرسته وکړي.
