• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملاله یوسفزۍ: له طالبانو سره په هر ډول خبرو کې باید د ښځو پر حقونو جوړجاړی ونه شي

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۰۷ GMT+۱

د سولې نوبل جایزې ګټونکې او د زده کړو او نجونو د حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ د هاروارډ پوهنتون د خبرو اترو په وروستي پروګرام کې له هېوادونو وغوښتل، چې د افغان ښځو او نجونو د حقوقو ملاتړ وکړي او له طالبانو سره په هر ډول خبرو کې د ښځو پر حقونو جوړجاړی ونه شي.

د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر۲۳مه، د هاروارډ پوهنتون د مذاکراتو پروګرام ملاله یوسفزۍ او د ملاله فنډ د ملاتړ او پالیسۍ مدیره ګیسو یاري یوې غونډې ته بللې وې. وروسته ملاله یوسفزۍ او ګیسو یاري د ګډونوالو سره په بحث کې شاملې شوې او د غونډې د برخه والو پوښتنې یې ځواب کړې.

ملالې یوسفزۍ وویل چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ډېر خراب شوی او هغوی له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې شوې دي.

هغې زیاته کړه چې د خبرو اترو په میز کې د ښځو او نجونو حضور باید تضمین شي.

د سولې نوبل جایزې ګټونکې وویل: «کله چې نیمايي نفوس له پرمختګه بې برخې وي، تاسې نه شئ کولی د یوې ټولنې راتلونکې وټاکئ».

هغې څرګنده کړه چې پر ښځو د طالبانو بندیزونه زیاتره وخت د کلتوري او دیني مسایلو په توګه ګڼل کېږي، خو دا په داسې حال کې ده، چې افغانې ښځې د افغان کلتور استازیتوب کوي او همدا ښځې دي، چې له طالبانو سره مبارزه کوي.

د یوسفزۍ په وینا، طالبانو د ۲۰۲۱ کال د دوحې په ناسته کې وویل، چې ښځې به په دې مجلس کې نه وي او د ملګرو ملتونو استازو دغه غوښتنه ومنله.

نوموړې وویل چې د افغان ښځو غږ باید واورېدل شي او له طالبانو سره په خبرو اترو کې پرې جوړجاړی ونه شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د نورستان امنیه قوماندان وايي په کامدېش او برګمټال کې هیڅ ستونزه نشته

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۴۷ GMT+۱

په داسې حال کې، چې د نورستان د برګمټال او کامدېش لارې بندې دي، ددغه ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندان کامدېش ولسوالۍ ته سفر کړی او وايي، چې په نورستان کې هېڅ ستونزه نشته.

د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون په نورستان کې د طالبانو امنیه قوماندان اختر محمد مزمل یو ویډیويي پیغام خپور کړی او نوموړی پکې وايي، چې په نورستان کې هېڅ ستونزه نشته او د دغه ولایت اوسیدونکي د دښمن پر وړاندې ددوی ترڅنګ ولاړ دي.

اخترمحمد مزمل زیاته کړې: « دلته په لویدېز نورستان کې هېڅ ډول ستونزه نه‌شته. د خپلې خاورې دفاع ته چمتو یو. د نورستان ولسونه له موږ سره اوږه پر اوږه د دښمن په مقابله کې ولاړ دي».

نوموړي د کامدېش ولسوالۍ د اصلي لارې د امنیت او پرانېستلو په اړه هېڅ یادونه نه ده کړي.

د طالبانو دغه امنیه قوماندان دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د نورستان د کامدېش او برګمټال ولسوالیو اصلي لارې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله تړل شوې دي او طالبانو ویلي، چې یادو ولسوالیو ته د بدیلو لارو پر جوړولو کار روان دی.

د بیمې د یوه ایراني شرکت پلاوی د اریانا افغان زیانمنې شوې الوتکې څیړلو لپاره کابل ته تللی

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۰۷ GMT+۱

د ایران د ارمان بیمې شرکت یو پلاوي د اریانا افغان هوايي شرکت د یوې زیانمنې شوې الوتکې وضعیت له نږدې څیړلی دی. دغه الوتکه د وري پر پنځمه له ځغل لیکې ووتله او یو وزر ته یې زیان رسېدلی دی. اریانا افغان شرکت په ۲۰۲۳ کال کې خپلې الوتکې د ایران له ارمان بیمې شرکت سره بیمه کړې.

د ایران د ارمان بیمې شرکت یوه پلاوي د سې شنبې په ورځ د (وري ۱۱مه) په کابل کې د اریانا افغان هوايي شرکت د هغې الوتکې پلټنه او څیړنه کړې، چې د تېره اوونۍ له ځغاست لیکې نه د وتلو له امله یې یو وزر زیانمن شوی دی.

اریانا افغان هوايي شرکت ویلي، چې د ارمان بیمې شرکت له استازو سره یې د الوتکې د ستونزې د ارزونې په موخه ناسته کړې ده.

یاد شرکت ویلي، چې د بیمې پلاوي وروسته د کابل هوايي ډګر ځغل لیکه او زیانمنه شوې الوتکه هم له نږدې وکتله.

اریانا افغان هوايي شرکت د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې خپلې الوتکې د ایران له ارمان بیمې شرکت سره بیمه کړې دي.

د دغه قرارداد پر بنسټ، د الوتکو وزرونه، بدنه او نور اړوند مسایل د ارمان شرکت په بیمه کې دي.

د وري پر پنځمه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له هرات نه کابل ته روانه د اریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه له ځغل لیکې وتلې ده او یو وزر یې زیانمن شوی دی.

له پاکستان سره په خبرو کې د طالبانو یو پنځه کسیز پلاوی ګډون کوي

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۴۳ GMT+۱

د طالبانو یو پنځه کسیز منځپوړی پلاوی له پاکستان سره د خبرو په موخه چین ته پر لاره دی. په پلاوي کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت استازي محب‌الله وثیق او عبدالحی قانت، د کورنیو چارو وزارت استازی عارف‌الله، د دفاع وزارت استازی روح‌الله عمر او د استخباراتو ریاست استازی یحی تکل دي.

یاد وزارت د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د یادې ډلې پلاوی به تر راتلونکو دوو ساعتونو پورې د چین اورمچي ښار په لور حرکت وکړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ ناسته د چین په کوربه توب کېږي او موخه یې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د کړکېچ هوارول دي.

طالبانو ویلي، چې په یاد پلاوي کې د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت استازي محب‌الله وثیق او عبدالحی قانت، د کورنیو چارو وزارت استازی عارف‌الله، د دفاع وزارت استازی روح‌الله عمر او د استخباراتو ریاست استازی یحی تکل شامل دي.

د چین په منځګړیتوب د طالبانو او پاکستان ترمنځ دغه ناسته د کابل او اسلام اباد ترمنځ له څو میاشتني کړکېچ وروسته جوړېږي.

د دواړو لوریو ترمنځ د شخړې پرمهال پاکستان د کابل او کندهار په ګډون پر یو شمېر ولایتونو هوايي بریدونه وکړل او طالبانو په ځوابي بریدونو کې د پاکستان پر یو شمېر ښارونو د ډرون الوتکو بریدونه وکړل.

د اختر له لنډمهالي اوربند وروسته، لا هم د کونړ، نورستان او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو د پاکستان د هاوان بریدونه روان دي.

د پاکستان، طالبانو او چین چارواکي د درې‌اړخیز میکانیزم تر چتر لاندې په ارومچي کې سره ګوري

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۱۸ GMT+۱

د طالبانو، پاکستان او چین منځپوړي چارواکي نن د چارشنبې په ورځ د چین په ارومچي ښار کې د درې‌اړخیز مېکانیزم تر چتر لاندې غونډه کوي. په غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځ او د طالبانو د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو او استخباراتو استازي ګډون کوي.

د طالبانواو پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینو د دغې غونډې جوړېدل تایید کړي؛ خو په رسمي ډول تراوسه دواړو خواوو کومه اعلامیه نه‌ده ورکړې. دغه ناسته داسې مهال کېږي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د بیجېنګ له سفر نه تازه اسلام اباد ته ستون شوی او د دغه هېواد د پلاوي غړي دمګړۍ په چین کې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې دا د ټیټې کچې «ابتدایي خبرې» دي؛ څو د طالبانو جديت وازمویل شي. دغه سرچینې زیاته کړې، چې یادې خبرې د پاکستان له لوري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغان څانګې د اضافي سکرتر په مشرۍ کېږي او پوځي چارواکي یې هم غړیتوب لري.

د طالبانو له اړخه په پلاوي کې د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارت استازي او همداراز د طالبانو د استخباراتو ادارې چارواکي شامل دي. له دې وړاندې د چین په منځګړتوب درې اړخیزې ناستې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه کېدې.

طالبان: تېر کال ۲۸زره بهرنيو وګړو افغانستان ته تګ‌راتګ کړی

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د احصايي او معلوماتو ملي اداره وايي، چې په ۱۴۰۴کال کې د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې افغانستان ته ۲۸زره او ۴۷۴ بهرنیو وګړو تګ‌راتګ کړی دی. یادې ادارې ویلي، چې په دې کې ۸۸۶ ښځې هم شاملې دي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې په ورته موده کې د ۷۲۸ ښځو په ګډون ۱۶زره او ۲۷۶ بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او د ۱۵۸ ښځو په ګډون ۱۲زره او ۱۹۸ نور له هېواده وتلي دي.

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ادارې ویلي، چې د ثبت شویو شمېرو له مخې ۱۶زره او ۹۰ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۱۸۲ د هوا له لارې افغانستان ته راغلي. د دوی په خبره؛ ۲زره او ۳۶۹ ته د هېواد لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې، ۱۱۵ د زده‌کړو او پاتې ۱۳زره او ۷۹۲ یې د کار په موخه راغلي‌ دي.

د معلوماتو له مخې؛ په یاده موده کې ۱۰زره او ۴۵۰ بهرني وګړي د نیمروز د ورېښمو پله له لارې، ۳زره او ۶۴۸ د هرات له بندر او هوايي‌ ډګر، ۸۳۲ د اقينې له لارې، ۸۱۴ د تورخم او پاتې نور د حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارې افغانستان ته راغلي دي.