ورته مهال، یاد وزارت د هغو هېوادونو د وګړو لپاره چې د "لوړ خطر" په ډله کې نه دي، د پناه غوښتنې پر غوښتنلیکونو ځینې لګول شوي محدودیتونه کم کړي دي.
د افغان پناهغوښتونکو پر وړاندې دغه سخت چلند او محدودیتونه هغه مهال نور هم زیات شول، کله چې د ۲۰۲۵ کال په نومبر میاشت کې یوه افغان پناهغوښتونکي پر امریکایي ملي ګارډ برید وکړ. د رحمانالله لکڼوال په نوم دغه افغان پناهغوښتونکي په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ یوه غړې ووژله او بل یې ټپي کړ.
له دغې پېښې وروسته د ډونالډ ټرمپ حکومت د پناهغوښتونکو پر وړاندې پراخ اقدامات پیل کړل. په دغو اقداماتو کې د پناهغوښتنې د دوسیو د پړاوونو ځنډول، د افغان کډوالو د دوسیو بیاکتنه او د امریکایي ځواکونو د پخوانیو همکارانو لپاره د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) پر پروګرام د سختو محدودیتونو لګول شامل وو.
د کورني امنیت وزارت د څرګندونو لهمخې، د امنیتي ارزونې او څېړنې په بهیر کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. د دغه وزارت یوه ویاند ټینګار کړی، چې «د ټولو بهرنیو وګړو لپاره د امنیتي ارزونې تر ټولو لوړه کچه له کوم ځنډ پرته لا هم دوام لري».
ورته مهال، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې اعلان کړی، چې د هغو هېوادونو د وګړو لپاره چې د "لوړ خطر" په ډله کې نه دي، د پناهغوښتنې د غوښتنلیکونو د څېړنې ځنډ لرې شوی دی. امریکایي چارواکي وايي، دغه ګام حکومت ته دا وړتیا ورکوي چې خپلې سرچینې تر ډېره د لوړ خطر لرونکو هېوادونو د وګړو پر دوسیو متمرکزې کړي.
افغانستان د مالي، نایجریا، یمن، سوریې، سومالیا او سیرالیون په څېر د هغو ۳۹ هېوادونو په نوملړ کې شامل دی چې د امریکایي چارواکو په وینا، د امنیتي ارزونو لپاره امریکا ته کافي او د باور وړ معلومات نه وړاندې کوي.
د امریکا حکومت همدارنګه خبرداری ورکړی، چې د دایمي استوګنې او تابعیت د پخوانیو غوښتنلیکونو په ارزونه کې شته نیمګړتیاوې د عامه امنیت لپاره جدي ګواښونه رامنځته کوي، ان داسې دوسیې هم منل شوې دي چې باید رد شوې وای.
د دغو پاليسيو له پلي کېدو وروسته، په امريکا کې د افغان کډوالو حالت په څرګند ډول سخت شوی دی. د ډېرو پناهغوښتونکو لپاره د ګرېن کارټ ورکول درول شوي يا لا هم نه دي تاييد شوي، يو شمېر کسان نيول شوي او د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
په همدې حال کې، د امريکايي ځواکونو زرګونه پخواني افغان همکاران او ژباړونکي په بشپړ بېبرخليکه حالت کې ژوند کوي. ډېری يې په افغانستان يا ګاونډيو هېوادونو کې له خطر سره مخ دي او لسګونه کورنۍ چې په لنډمهالو مرکزونو لکه دوحه کې د لېږد په تمه دي، اوس د اوږدمهاله نامعلوم راتلونکي سره مخ شوې دي.