امریکا د چاغښت کمولو نویو درملو ته اجازه ورکړه

د امریکا د خوړو او درملو ادارې (ایف ډي ای) د چهارشنبې په ورځ د وزن کمولو یو نوی درمل چې د ایلي لیلي شرکت پورې تړاو لري، د «اورفورګلیپرون» په نوم او د «فوندایو» په سوداګریز نوم تایید کړل.

د امریکا د خوړو او درملو ادارې (ایف ډي ای) د چهارشنبې په ورځ د وزن کمولو یو نوی درمل چې د ایلي لیلي شرکت پورې تړاو لري، د «اورفورګلیپرون» په نوم او د «فوندایو» په سوداګریز نوم تایید کړل.
دا درمل د خولې له لارې اخیستل کېدونکی دي او د وزن کمولو دوا ده چې د «نوو نوردیسک» شرکت د «وېګووي» له ګولیو وروسته بازار ته راځي. دغه دوه شرکتونه هڅه کوي چې د ستنو (تزریقي درملو) پر ځای د ګولیو په وړاندې کولو سره د چاغښت د درملنې له ګرم بازار څخه زیاته برخه خپله کړي.
د ایلي لیلي شرکت ویلي چې دا درمل به د وري له ۱۷مې نېټې څخه په انلاین ډول د غوښتنې لپاره موجود وي، او د دې تر ټولو ټیټې اندازې میاشتنی بیه یې ۱۴۹ ډالره ټاکل شوې ده. همدارنګه، دا درمل به ډېر ژر د درملتونونو له لارې هم د خلکو لپاره د لاسرسي وړ شي.
اورفورګلیپرون یو ورځنی د خولې له لارې اخیستل کېدونکی درمل دی چې د «جياېلپي-۱» هورمون په څېر عمل کوي او اشتها کموي. د ایلي لیلي د دې ګولیو تر ټولو مهمه ګټه د وېګووي پرتله دا ده چې کارول یې اسانه دي. دا درمل هر وخت د ورځې او شپې په هر ساعت کې پرته له کوم وختي محدودیت څخه کارېدلی شي، خو د وېګووي ګولۍ باید د سهار له خوا او د هر ډول خوړو، اوبو یا نورو درملو له کارولو ۳۰ دقیقې مخکې واخیستل شي.
د دې خبر له خپرېدو وروسته، د ایلي لیلي د شرکت ونډې ۴ سلنه لوړې شوې، په داسې حال کې چې د نوو نوردیسک ونډې د امریکا په بازار کې نږدې ۲ سلنه راټیټې شوې.
شنونکي باور لري چې د خولې له لارې اخیستل کېدونکي درمل به په بشپړه توګه د تزریقي درملو ځای ونه نیسي، خو تر ۲۰۳۰ کال پورې کولای شي د بازار شاوخوا ۲۰ سلنه برخه خپله کړي، په ځانګړي ډول د هغو ناروغانو ترمنځ چې ګولۍ تر ستنو پر ځای غوره ګڼي.