• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ترکیه کې د پناه‌غوښتونکو د یوې بېړۍ ډوبېدو له امله ۱۹ افغانان مړه شوي دي

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۴۵ GMT+۱

د ترکیې د موغلا ولایت په بودروم سیمه کې د پناه‌غوښتونکو یوې بېړۍ ډوبېدو له امله د یوه ماشوم په ګډون ۱۹ کسان مړه او ۲۰ نور ژغورل شوي دي. ترکي چارواکو ویلي، چې په دغه بېړۍ کې ټول سپاره مساپر افغانان وو.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې؛ د چهارشنبې په سهار د افغان پناه‌غوښتونکو یوه ربړي بېړۍ د ناسمو سمندري شرایطو له امله ډوبه شوه. د دغه هېواد چارواکو اعلان کړی، چې د هوا او سمندر له لارې د لټون عملیات دوام لري.

ساحل ساتونکو په پیل کې د ۱۱ پناه‌غوښتونکو جسدونه وموندل او وروسته د مړو شمېر ۱۹ ته لوړ شو. شل نور ژغورل شوي کسان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې؛ د قربانیانو په ډله کې یو نوی زېږېدلی ماشوم هم شامل دی.
راپور ورکړل شوی، چې په دغه بېړۍ کې سپاره ټول کډوال بې‌اسناده وو. د موغلا والي ادریس اکبیک اناتولي خبري اژانس ته ویلي: «په بېړۍ کې ټول سپاره کسان افغانان وو».
هغه زیاته کړې، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي. دارنګه راپور ورکړل شوی، چې بېړۍ ډېره چټکه روانه وه او د ساحل ساتونکو له خبرداري سره، سره ونه درېده او بالاخره د هوا ناسمو شرایطو له امله ډوبه شوه.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۵

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

•
•
•

نور کیسې

له پاکستان سره په خبرو کې د طالبانو یو پنځه کسیز پلاوی ګډون کوي

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۴۳ GMT+۱
 له پاکستان سره په خبرو کې د طالبانو یو پنځه کسیز پلاوی ګډون کوي
100%

د طالبانو یو پنځه کسیز منځپوړی پلاوی له پاکستان سره د خبرو په موخه چین ته پر لاره دی. په پلاوي کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت استازي محب‌الله وثیق او عبدالحی قانت، د کورنیو چارو وزارت استازی عارف‌الله، د دفاع وزارت استازی روح‌الله عمر او د استخباراتو ریاست استازی یحی تکل دي.

یاد وزارت د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د یادې ډلې پلاوی به تر راتلونکو دوو ساعتونو پورې د چین اورمچي ښار په لور حرکت وکړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ ناسته د چین په کوربه توب کېږي او موخه یې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د کړکېچ هوارول دي.

طالبانو ویلي، چې په یاد پلاوي کې د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت استازي محب‌الله وثیق او عبدالحی قانت، د کورنیو چارو وزارت استازی عارف‌الله، د دفاع وزارت استازی روح‌الله عمر او د استخباراتو ریاست استازی یحی تکل شامل دي.

د چین په منځګړیتوب د طالبانو او پاکستان ترمنځ دغه ناسته د کابل او اسلام اباد ترمنځ له څو میاشتني کړکېچ وروسته جوړېږي.

د دواړو لوریو ترمنځ د شخړې پرمهال پاکستان د کابل او کندهار په ګډون پر یو شمېر ولایتونو هوايي بریدونه وکړل او طالبانو په ځوابي بریدونو کې د پاکستان پر یو شمېر ښارونو د ډرون الوتکو بریدونه وکړل.

د اختر له لنډمهالي اوربند وروسته، لا هم د کونړ، نورستان او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو د پاکستان د هاوان بریدونه روان دي.

د پاکستان، طالبانو او چین چارواکي د درې‌اړخیز میکانیزم تر چتر لاندې په ارومچي کې سره ګوري

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۱۸ GMT+۱
د پاکستان، طالبانو او چین چارواکي د درې‌اړخیز میکانیزم تر چتر لاندې په ارومچي کې سره ګوري
100%

د طالبانو، پاکستان او چین منځپوړي چارواکي نن د چارشنبې په ورځ د چین په ارومچي ښار کې د درې‌اړخیز مېکانیزم تر چتر لاندې غونډه کوي. په غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځ او د طالبانو د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو او استخباراتو استازي ګډون کوي.

د طالبانواو پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینو د دغې غونډې جوړېدل تایید کړي؛ خو په رسمي ډول تراوسه دواړو خواوو کومه اعلامیه نه‌ده ورکړې. دغه ناسته داسې مهال کېږي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د بیجېنګ له سفر نه تازه اسلام اباد ته ستون شوی او د دغه هېواد د پلاوي غړي دمګړۍ په چین کې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې دا د ټیټې کچې «ابتدایي خبرې» دي؛ څو د طالبانو جديت وازمویل شي. دغه سرچینې زیاته کړې، چې یادې خبرې د پاکستان له لوري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغان څانګې د اضافي سکرتر په مشرۍ کېږي او پوځي چارواکي یې هم غړیتوب لري.

د طالبانو له اړخه په پلاوي کې د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارت استازي او همداراز د طالبانو د استخباراتو ادارې چارواکي شامل دي. له دې وړاندې د چین په منځګړتوب درې اړخیزې ناستې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه کېدې.

طالبان: تېر کال ۲۸زره بهرنيو وګړو افغانستان ته تګ‌راتګ کړی

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۴۸ GMT+۱
طالبان: تېر کال ۲۸زره بهرنيو وګړو افغانستان ته تګ‌راتګ کړی
100%

د طالبانو د احصايي او معلوماتو ملي اداره وايي، چې په ۱۴۰۴کال کې د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې افغانستان ته ۲۸زره او ۴۷۴ بهرنیو وګړو تګ‌راتګ کړی دی. یادې ادارې ویلي، چې په دې کې ۸۸۶ ښځې هم شاملې دي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې په ورته موده کې د ۷۲۸ ښځو په ګډون ۱۶زره او ۲۷۶ بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او د ۱۵۸ ښځو په ګډون ۱۲زره او ۱۹۸ نور له هېواده وتلي دي.

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ادارې ویلي، چې د ثبت شویو شمېرو له مخې ۱۶زره او ۹۰ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۱۸۲ د هوا له لارې افغانستان ته راغلي. د دوی په خبره؛ ۲زره او ۳۶۹ ته د هېواد لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې، ۱۱۵ د زده‌کړو او پاتې ۱۳زره او ۷۹۲ یې د کار په موخه راغلي‌ دي.

د معلوماتو له مخې؛ په یاده موده کې ۱۰زره او ۴۵۰ بهرني وګړي د نیمروز د ورېښمو پله له لارې، ۳زره او ۶۴۸ د هرات له بندر او هوايي‌ ډګر، ۸۳۲ د اقينې له لارې، ۸۱۴ د تورخم او پاتې نور د حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارې افغانستان ته راغلي دي.

په کونړ کې د جګړو له کبله ۹زره کورنۍ بې‌ځایه شوې دي

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۳۴ GMT+۱
په کونړ کې د جګړو له کبله ۹زره کورنۍ بې‌ځایه شوې دي
100%

په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نجیب الله وايي، چې له پاکستان سره د جګړې له پیله د دغه ولایت ډیورنډ کرښې ته څېرمه ولسوالیو کې شاوخوا ۹زره کورنۍ بې‌ځایه شو‌ې دي. نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان پوځ د جګړې له پیله د ملکي‌ خلکو کورونه په نښه کړي دي.

عنایت الله چې د همدې کورنیو له بې‌ځایه شویو څخه دی وايي، چې اکثره کورنۍ د مېنو له نشتوالي له امله د سېند پر غاړه ژوند کوي او ژوند یې له کړاو سره مخ دی. نوموړي زیاته کړې: «د پاکستان له بریدونو ډېرو خلکو خپل کورنه پرېښي. موږ په ډېر بد حالت کې یو او یوازې د ورځې له‌خوا خپلو کورونو ته د څارویو پاللو لپاره ځو او بېرته مازیګر مهال راځو».

ډېری بې‌ځایه شوي د سرپناه او مرستو غوښتنې کوي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني بیا تر دې وړاندې ویلي و، چې په ډیورنډ کرښه پر پرتو سیمو د پاکستان د بریدونو له امله ۲۱زره او ۴۷۹ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

د هغه په وینا؛ له دې ډلې یې تر ۸زره ډېرو کورنیو سره د ۱۰۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت خوراکي او نغدي مرستې کړې دي.

اوچا: په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له کبله ۱۹ کسان مړه شوي دي

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۲۰ GMT+۱
اوچا: په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له کبله ۱۹ کسان مړه شوي دي
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، چې په افغانستان کې (د مارچ له ۲۶مې تر ۳۱مې نېټې) د سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله ۱۹ کسان مړه شوي دي. د یادې ادارې په وینا؛ په دغه موده کې تر ۹۰۰ ډېرې کورنۍ اغېزمنې شوې هم دي.

اوچا نن چهارشنبه (د وري ۱۲مه) پر اېکس پاڼه کاږلي، چې یادو ورښتونو او سېلابونو په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۶۰۰ ډېر کورونه ویجاړ کړي دي. اوچا وایي، په دغه موده کې یې له ۱۵۷ کورنیو سره مرستې کړې او د مرستو رسولو چارې لاهم دوام لري.

د دغه یادښت په وروستۍ برخه کې راغلي، چې لا یې هم ارزونې روانې دي؛ ښایي د مړو او زیان شمېر تر دې هم لوړ شي.

له بل پلوه د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې تېره ورځ ویلي و، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو، سېلابونو، د غرونو ښوېېدنې او تالندې برېښنا له امله ۱۴ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
یادې ادارې زیاته کړې وه، چې په ټولیز ډول ۶۰۳ کورنۍ زیانمنې شوې دي، ۱۶ استوګنیز واحدونه زیانمن شوي او ۲۳ د اوبو څاه‌ګانې او شبکې هم تخریب شوې دي.