• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازبکستان د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړو پر ډېپلوماتیک حل ټینګار کړی

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۱۸ GMT+۱

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي او له ډیپلوماټیکو لارو یې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې بختیار سعیدوف د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د ټیلیفوني اړیکې پرمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبان او پاکستان ترمنځ د د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې د اسلام‌اباد د هڅو ستاینه کړې ده او له ډیپلوماټیکو لارو یې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړه د تېرو څو میاشتو راهیسې دوام لري او تازه د چین په منڅګړییتوب د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو زمینه زمینه برابره شوې ده.

د طالبانو او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو اعلان کړی، چې د چین ارومچي ته یې د خبرو اترو لپاره منځپوړي پلاوي استولي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

متحده عربي اماراتو د افغانستان له سېلاب ځپلو سره خواخوږي وښوده

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۴۳ GMT+۱

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګده کړې ده. طالبانو ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۵۶ کسان مړه او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د وري ۱۳مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د سختو بارانونو له امله د رامنځته شویو سېلابونو او ځمکې ښوېدنې د قربانیانو له کورینو سره خپله خواخوږي ښودلې او د ټپیانو د چټکې روغتیا هیله یې کړې ده.

له تیرې یوې اونۍ راهیسې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د بارانونو له وریدو وروسته سېلابونه رواتلي، چې په پایله کې یې ۵۶ کسان مړه او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو ویلي، چې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۴۶۲۲ کورنۍ زیانمني شوې، سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

طالبانو د مولوي هبت الله په امر په کابل کې د بیړنیو حالاتو کمېټه جوړه کړې

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۴۰ GMT+۱

طالبانو اعلان وکړ، چې د هبت‌الله په لارښوونه یې د بیړنیو حالاتو کمېټه جوړه کړې او دغه کمېټه به د واورې ورېدو، بارانونو او نورو طبیعي پېښو پرمهال د خلکو د ژغورنې په برخه کې بېړنی اقدام کوي. نوې کمېټه داسې مهال جوړیږي، چې د ج د اضطرار کمېټې فعالیت درلود.

په کابل کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ، د وري ۱۳مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د هبت‌الله په شفاهي لارښوونه د بېړنیو حالاتو جوړه شوې کمېټه به په کابل کې د یادې ډلې د والي امین‌الله عبید په مشرۍ فعالیت کوي.

طالبانو ویلي، کابل مېشتي کولای شي چې د واورو، بارانونو او نورو طبیعي پېښو پر مهال په بېړنیو حالاتو کې له یادې کمېټې سره په مستقیم ډول اړیکه ونیسي او کمېټه به د بېړنیو حالاتو پرمهال له خلکو سره د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

د طالبانو د مشر هبت‌الله په لارښوونه په کابل کې د بېړنو حالاتو له امله د احتمالي ستونزو د رامنځته کېدو د مخنیوي کېټه پر داسې مهال جوړه شوې چې هممهاله له پېښور سره د مبارزې یوه بله اداره هم په دې برخه کې فعالیت کوي.

ریچارډ بېنېټ د افغانستان د ماین پاکۍ په برخه کې د بیړنۍ بودجې غوښتنه کړې

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ماینونو له امله د ملکي وګړو په ځانګړې توګه د ماشومانو د زیاتي مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښه ښودلې او په دې برخه کې یې د افغانستان لپاره د بېړنۍ بودجي غوښتنه کړې ده.

بېنېټ د ماینونو په اړه د عامه پوهاوي او د ماین پاکۍ په چارو کې د مرستې نړۍوالې ورځې په درشل کې ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې د ځمکنیو ماینونو او د جګړې د پاتې شویو چاودېدونکو توکو له امله تر ډېرو اغېزمن هېواد دی.

نوموړي په تېرو دوو کلونو کې د ماین چادونو له امله د قرباني شویو کسانو شمېر زړه بوږنوونکی بللی او وايي، چې لوی شمېر قربانیان ماشومان دي.

د راپورونو له‌مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د ماین چاودنو په پېښو د ۴۷۱ کسانو مرګ‌ژوبله ثبت شوې، چې له دې ډلې ۶۷ سلنه قربانیان یې ماشومان وو.

بېنېټ زیاته کړې: «دا یوازې شمیرې نه دي، بلکې د قرباني شویو کسانو راتلونکی لنډ شوی یا د تل لپاره بدل شوی دی».

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، چې د بودجي کمښت له امله په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرامونه ټکني شوي دي او په پایله کې یې پراخې سیمې په ماینونو ککړې پاتې او د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه شوي ده.

نوموړي پر نړېوالې ټولنې غږ کړی چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرامونو لپاره بودجه زیاته او دوامداره کړي.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وروستی رپوټ ښيي، چې په تېرو پنځو کلونو کې له څلور زرو ډېرو کسانو ته د ناچاودو توکو له امله مرګ‌ژوله اوښتې ده.

د رپوټ له مخې، تر ټولو ډېرې پېښې په هغو ولایتونو کې دي، چې د طالبانو د جګړو اصلي مرکزونه پاتې شوي دي. پکتیا، ننګرهار، کونړ، لغمان، سمنګان، میدان وردګ، غزني، هلمند، کندهار، ارزګان، زابل، فراه، فاریاب، کندز، بدخشان او بادغیس په دې وروستیو کې د ناچاودو مرمیو تر ټولو ډېرې پېښې لري.

د افغانستان انټرنشنل-پښتو د څېړنو او پلټنو له مخې، د ماین چاودنو او ناچاودو مرمیو د چاودېدو د قربانیانو تر ټولو ستره برخه ماشومان، په ځانګړې توګه هلکان جوړوي.

د ډېرو ماشومانو عمرونه د شپږو او څوارلسو کلونو ترمنځ دي. هغوی یا له ناچاودو مرمیو سره د لوبو پر مهال، یا د څارويو څرولو، کباړ ټولولو، بوټو راټولولو او یا هم کور ته د مهماتو د انتقال پر وخت د چاودنو ښکار شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ خدمت ادارې د اړیکو مسوول لي وودیر افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې په افغانستان کې جګړه روانه نه ده او د ماین پاکۍ نادولتي موسسې کولی شي په ټول هېواد کې فعالیت وکړي. خو نوموړی د دغه کار پر وړاندې مهم خنډ نړیوال تمویل ګڼلی و او ویلي و، « یوازینی عامل چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ فعالیتونه محدودوي، تمویل دی».

د فرانسې ولسمشر: د زور له لارې د هرمز تنګي پرانېستل غیر واقعي دي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۵۳ GMT+۱

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې د زور له لارې د هرمز تنګي پرانېستل واقعي نه دي. مکرون رسنیو ته ویلي، چې دوی د پوځي انتخاب ملاتړ نه دی کړی او څوک چې له تنګي تېریږي د ایران د سپاه پاسداران د بالستیک توغندیو له ګواښ سره مخامخ وي.

مکرون چې له اروپایي او نورو متحدینو سره یې پر هرمز د ازاد تګ راتګ د تضمینولو لپاره ګډه همکاري پیل کړې، وویل چې دا یوازې له ایران سره د خبرو له لارې شوني دي.

هغه زیاته کړه: «موږ له پیل څخه وایو چې دغه تنګی باید بېرته پرانیستل شي ځکه د انرژۍ او نړیوال تجارت لپاره ستراتیژیکه لاره ده، خو دا یوازې له ایران سره د مشورې له لارې شوني دي».

مکرون پر ناټو متحدانو د ټرمپ د نیوکو په تړاو وویل، «زه نه غواړم د هغو عملیاتو په اړه تبصره وکړم چې امریکایانو یوازې له اسراییل سره پرې پریکړه کړې».

هغه زیاته کړه، «هغوی کولای شي پر دې حقیقت خپه شي چې مرسته نه کیږي، خو دا زموږ عملیات نه دي. موږ زر ترزره سوله غواړو».

شهباز شریف: په سیمه کې د جګړو اغېزو د پاکستان اقتصاد ډېر زیانمن کړی

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۳۸ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې هېواد یې په سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتلې دي، خو په سیمه کې روانو شخړو د اسلام اباد پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ددغه هېواد له لوړپوړو پوځي چارواکو او د کابینې له غړو سره په ناسته کې په سیمه کې د روان کړکېچ له امله اندېښنه ښودلې او وايي، چې په سیمه کې روانو شخړو د دغه هېواد پر اقتصاد منفي اغیز کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د سیمې نارامه وضعیت او د جګړو اغېزو د پاکستان اقتصاد تر ډېره متضرر کړی او له جدي ستونزو سره یې مخ کړی دی.

همدارنګه نوموړي ویلي، چې پاکستان به په سیمه کې د جګړې د درولو او اوربند لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې له افغان طالبانو سره په کړکېچ کې ښکېل دی او ورسره سم پر ایران د امریکا او اسراییل له برید وروسته په یاد هېواد کې د تېلو بیې خورا لوړې شوې دي.

پاکستان د ایران د کړکېچ د هوارۍ او خبرو اترو زمینې برابرولو لپاره څو ورځې وړاندې د څلور اړخیزې ناستې کوربه‌توب هم وکړ او اوس یې د چین په کوربه‌توب له طالبانو سره د خبرو لپاره چین ارومچي ته پلاوی لېږلی دی.