• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بغلان کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۲۳ GMT+۱

په بغلان کې د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د سختو سېلابونو له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی. د یاد ریاست په وینا؛ دغه سېلابونو تر سلو ډېر کورونه ویجاړ کړي دي.

یاد ریاست زیاته کړې ده، چې یاد سېلابونه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري، دوشي او دهنه غوري ولسوالیو کې راوتلي دي. تر دې وړاندې د پلخمري ځایي اوسېدونکو ویلي و، چې د کرکر، افسوټر، قول‌اهن‌دره او کارته عبدالرحمان سیمې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي. د معلوماتو له مخې؛ سېلاب د سې‌شنبې په شپه شاوخوا اته بجې راوتلی دی.

ورته مهال په لوګر کې هم د طالبانو مرستیال والي محمدانور دین‌پرور خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو شاوخوا ۳۰۰ کورونه او ۳زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.

له بل پلوه د طالبانو د هواپوهنې ادارې خبر ورکړی، چې په ۳۳ ولایتونو کې (د روانې وري میاشتې له ۱۲مې تر ۱۵مې) د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د کونړ زلزله ځپلو لپاره ۱۵ جوړ شوي کورونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۱

په کونړ کې د نورګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال عبدالظاهر وايي، چې یوې موسسې د یادې ولسوالۍ په مزار دره کې یوشمېر زلزله ځپلو ته ۱۵ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل. د هغه په وینا؛ دغه کورونه د «قدم» په نوم یوې مرستندویه ادارې د ۱۰ مېلیونه افغانۍ په لګښت جوړ کړي دي.

د یادې موسسې مسوول کریم‌الله صافی وايي، چې دغه پېسې په برېتانیا او امریکا کې افغانانو د همدې مرستې لپاره ورته لېږلې وې. نوموړي ویلي، چې د ورته نورو کورونو د جوړېدو پلان هم لري.

هغه زلزله ځپلو چې یاد کورونه یې تر لاسه کړي د نورو بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره یې هم د سرپناه پر برابرولو ټینګار وکړ. د طالبانو د نورګل ولسوال عبدالظاهر وايي، چې په څوکۍ او نورګل ولسوالۍ کې یې د ۳۵۰ کورونو له ډلې ۲۵۹ جوړ کړي او په نږدې راتلونکې کې به ګڼ نور کورونه هم ګټې اخیستنې ته وسپاري.

د کونړ نورګل او څوکۍ ولسوالۍ تر ټولو ډېر زلزلې ځپلې دي، چې له امله یې ګڼې کورنۍ د کونړ په بېلابېلو سیمو کې په لنډمهاله مېشت غالو کې ځای پرځای شوې دي. د زلزلې او جګړې له کبله بې‌ځایه شوې کورنۍ دا مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې لویه هغه یې د سرپناه نشتوالی ښودل شوی دی.

د افغانستان پارلمان یوه پخواني غړي د مېرمنو د حقونو لپاره په بروکسل کې د اعتراض خیمه وهلې

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۲ GMT+۱

د افغانستان پخوانی د ولسي جرګې غړی، بکتاش سیاوش د افغان مېرمنو د حقونو د ملاتړ په موخه د اروپایي پارلمان په وړاندې په بروکسل کې د اعتراض خیمه وهلې ده.

سیاوش د چهارشنبې په ورځ، د ټولنیزو رسنیو له لارې، د افغانستان د «جنسیتي اپارتاید» په رسمیت پېژندلو او د اروپایي ټولنې د طالبانو سره د دیپلوماتیکو اړیکو د بندیدو غوښتنه وکړه.

هغه وویل چې له تېرو شاوخوا ۱۶۰۰ورځو راهیسې افغانې ښځې او نجونې له زده‌کړې او کار څخه محرومې دي، خو نړیواله ټولنه، په ځانګړي ډول اروپایي ټولنه، لا هم دا وضعیت د جنسیتي اپارتاید په توګه نه دی پېژندلی.

سیاوش له اروپایي هېوادونو پوښتنه کړې چې «څه ته انتظار کوي څو دا وضعیت په رسمي توګه د جنسیتي اپارتاید په توګه وپیژني.»

هغه ټینګار کړی چې دا اعتراض د یوې اوږدې مبارزې پیل دی او په راتلونکي کې به د عدالت غوښتنې لپاره اروپایي ښارونو ته سفرونه وکړي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته، په افغانستان کې پر ښځو سخت محدودیتونه لګېدلي او دوی له زده‌کړې، کار او عامه ژوند څخه محرومې شوي دي.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو په اړه سیاستونه «د انسانیت پر ضد جرم» بللي او احتمال یې ورکړی چې دا اقدامات د جنسیتي اپارتاید نمونه وي.

افغان ښځې دغه سیاستونه د جنسیتي اپارتاید روښانه مثال ګڼي او د نړیوالې ټولنې له خوا د پېژندنې او د جرم په توګه د منلو غوښتنه کوي.

په سکاټلینډ کې افغانانو او تاجکانو په ګډه د نوروز جشن ونمانځه

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۳۴ GMT+۱

په سکاټلینډ کې د افغان کډوالو د ملاتړ یوې ټولنه او د تاجکستان سفارت په یوه ګډه غونډه کې د نوروز جشن ونمانځه.

د «ګلاسګو افغان یونایټډ» ټولنې له خوا د ترسره شوې غونډې په اړه ویل شوي، چې په دې مراسمو کې مېلمانه، ویناوال او هنرمندان د هغو هېوادونو له فرهنګي سیمو سره تړلي وو چې د نوروز دود لري.

د غونډې د تنظیموونکو په وینا، د نوروز او د پسرلي د رارسېدو په مناسبت دا مراسم د کډوالوټولنو د فرهنګي میراث د ساتنې او د دوی د ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره جوړ شوي وو.

100%

په دې غونډه کې ویناوالو د نوروز د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ګډونوالو ته د دودیزې موسیقۍ پروګرام وړاندې شو چې د ګډو فرهنګي ارزښتونو او میراث څرګندونه یې کوله.

د غونډې د تنظیموونکو په وینا، نوروز یوازې د نوي کال د پیل نښه نه ده، بلکې د کډوالوټولنو لپاره د یووالي، فرهنګي تنوع او د راتلونکي لپاره د هیلې د څرګندونې یوه مهمه موقع هم ده.

په ایرلنډ کې د کب نیولو پر مهال دوه افغان وروڼه مړه شوي

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۱۸ GMT+۱

ایرلنډي رسنیو راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې دوه افغان وروڼه د کب نیولو پر مهال د دې هېواد په اوبو کې مړه شوي دي.

دایرلنډ ټایمز د راپور له مخې، تاج‌الدین صافي او صلاح‌الدین صافي، چې د لیمرک ښار اوسېدونکي وو، د سې‌شنبې په ورځ د کلر په سیمه کې د کب نیولو پر مهال اوبو ته لوېدلي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

راپور زیاتوي چې د دغو دوو وروڼو جسدونه، چې عمرونه یې ۳۰او ۲۰کاله وو، مازیګر شاوخوا څلور بجې د ساحلي ساتنې د چورلکې له لوري له اوبو راایستل شوي دي.

یاد افغان وروڼه نږدې لس کاله وړاندې ایرلنډ ته تللي وو او د لیمرک په ښار کې یې ژوند کاوه.

د دوراس په نوم د یوه خېریه بنسټ مشر جان لانن ویلي چې دا وروڼه د سیمې او دټولنې د درناوي وړ غړي وو او مړینه یې د ځایي خلکو لپاره لویه ضایعه ده.

د بغلان په پلخمري کې سېلابونو لسګونه کورونه زیانمن کړي دي

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۳ GMT+۱

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې وروستیو سېلابونو لسګونه کورونه زیانمن کړي او خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

ځایي اوسېدونکي وایي چې د کرکر، افسوټر، قول‌اهن‌دره او کارته عبدالرحمن سیمې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي. د معلوماتو له مخې، سېلاب د سې‌شنبې په شپه شاوخوا اته بجې د سیمې پر وخت راوتلی دی.

د سیمې د خلکو په وینا، له ۱۰۰څخه ډېر کورونه د دغو سېلابونو له امله زیانمن شوي دي. ځینې اوسېدونکي ادعا کوي چې په کارته عبدالرحمن سیمه کې یو شمېر ماشومان خپل ژوند هم له لاسه ورکړی، خو دا شمېر لا په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

همداراز، د کابل – مزار شریف لویه لاره د سېلابونو له امله د لنډمهال لپاره تړل شوې وه، خو د طالبانو د ښاروالۍ او د ټولګټو ولایتي ادارې له لوري د تېرې شپې په ترڅ کې د شمال لاره بېرته پرانیستل شوې ده.

یو تن د پلخمري اوسېدونکي ویلي چې تر اوسه زیانمنو کورنیو ته د مرستې کومه چوپه نه ده رسېدلې، چې له امله یې خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.

کارپوهان وایي چې په دې سیمه کې هر کال سېلابونه زیانونه اړوي او لاملونه یې د تېرو کلونو وچکالي، د ځنګلونو کمښت او د اوبو پر لارو د کورونو جوړول دي.

بلخوا، طالب چارواکو سیمه‌ییزو ادارو ته خبرداری ورکړی چې د احتمالي نورو پېښو لپاره چمتووالی ولري.

په وروستیو ورځو کې کابل او یو شمېر نور ولایتونه هم د سېلابونو شاهدان وو. د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې، د وري له شپږمې راهیسې تر اوسه ۴۸تنه مړه شوي او ۷۳نور ټپیان دي.