په مردان کې د یوه کان د نړېدو له امله نهه کسان مړه شوي دي

د خیبر پښتونخوا د مردان ولسوالۍ د رستم په نانګا اباد سیمه کې د مرمرو یوه کان د نړېدو له امله نهه کسان مړه شوي دي. دغه پېښه د سېشنبې په ماښام هغه مهال رامنځته شوې، کله چې کان کېندونکي په کار بوخت وو او یوناڅاپه کان ونړېده او له امله یې ۱۲ کان کېندونکي په کان کې بند پاتې شول.
