• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په هېواد کې د اوبو کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبرداری ورکړی، چې د وري له ۱۴مې تر ۱۶مې نېټې پورې به د افغانستان په ګڼو سیندیزو حوزو کې د شدیدو اورښتونو او د واورو د ویلې کېدو له امله د سېلابونو د راوتلو او همداراز د اوبو کچې د راپورته کېدو احتمال زیات وي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د اقلیمي بدلون اغېزو او د هوا پوهېنې د ملي او نړیوالو ادارو د وړاندوینو له‌مخې، په یادو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نسبتا شدیدو اورښتونو امکان شته او ورسره به د سېلابونو خطر هم لوړ شي.

د معلوماتو له‌مخې، د سېلابونو ډېر خطر د هریرود مرغاب، هلمند، شمال، کابل او امو سیندیزو حوزو او اړوندو سیلبرونو کې اټکل شوی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي، چې د هرات، غور، بادغیس، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، ارزګان، زابل، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، سمنګان، غزني، لوګر، میدان وردک، کابل، پنجشېر، کاپیسا، پروان، پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، بدخشان، تخار، کندوز او بغلان په سیندونو کې د اوبو د کچې لوړېدو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

وزارت له هغو خلکو چې د سیندونو پر غاړو او ټیټو سیمو کې ژوند کوي غوښتي، چې احتیاطي تابیاوې ولري، د سېلاب پر مهال د سیندونو له غاړو لرې پاتې شي او د ځان او کورنیو د خوندیتوب لپاره لازمې تابیاوې ولري، څو د احتمالي ځاني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

یاده دې وي چې، په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو اورښتونه او سېلابونه له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او همداراز یو شمېر کورونه، کرنیزې ځمکې او عامه تاسیسات هم زیانمن شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له ترکیې غوښتي چې د طبیعي افتونو له امله زیانمنو شویو سره مرستو ته دوام ورکړي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۵۷ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر ملا نور الدین ترابي د پنج‌شنبې په ورځ کابل کې د ترکیې له سفیر سادین ایلدیز سره کتلي دي. په دغه ناسته کې د طالبانو یاد چارواکي د ترکیې له سفیر څخه غوښتي چې د طبیعي افتونو له امله زیانمنو شویو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې چې ملا ترابي ویلي: « د ترکیې خیریه بنسټونو تر دې وړاندې هم له افغانانو سره مرستې کړې دي او د هېواد د طبیعي پېښو له ګواښونو سره د مخ کېدو له امله اړتیا ده چې دغه همکارۍ لا پراخې شي». نوموړي له پېښو سره د مبارزې اداره یو غیر سیاسي بنسټ وباله او زیاته یې کړه چې یوازې د پېښو پر وړاندې له زیانمنو سره د همکارۍ لپاره خپل فعالیتونه مخ ته وړي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د ترکیې د سفیر له قوله راغلي چې نوموړي ترکیه د سوداګریزو اړیکو تر څنګ، په تخنیکي او بشري برخو کې هم له افغانستان سره همکاري کوي او ځانګړی تمرکز یې پر تخنیکي همکاریو دی، ځکه دا ډول مرستې اوږدمهاله اغېز لري.

خبرپاڼه زیاتوي چې د ترکیې سفیر له افغانستان سره د مرستو د دوام او همکاریو په برخه کې ډاډ څرګند کړ.

دا ناسته داسې مهال کېږي چې له تېرې ورځې راهیسې په افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو نوې څپه پیل شوې او د طالبانو د هوا پوهنې ادارې په وینا، چې د وري تر ۱۵مې نېټې پورې به دوام ورکړي.

طالبانو خبر ورکړی چې په ۱۹ولایتونو کې بارانونه شوي او سېلابونه راوتي چې له کبله یې ۳کسان مړه او شپاړس زخمیان دي. همدا راز د نږدې ۴سوه کورونو د بشپړ نړېدو او د شاوخوا ۸سوو کورونو د نیمه ویجاړیدو مالومات هم د ټول هېواد په کچه په دغو سېلابونو او ورښتونو کې ثبت شوي دي.

طالبان: په روانه اونۍ کې مو د ښځو د حقونو ۸۴ قضیو ته رسېدنه کړې

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۱

د طالبانو امر بالمعروف وزارت وايي چې روانه اونۍ یې د ښځو د حقونو ۸۴ قضیو ته رسېدنه کړې ده. په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښځې لا هم له زده کړو، کار او عامو ټولنیزو فعالیتونو منع دي.

د دغه وزارت له خوا په ایکس تازه خپور شوي راپور کې ویل شوي چې محتسبینو یې په روانه اونۍ کې ۸۴ د ښځو د حقونو قضیو ته رسیدګي کړې، ۱۱ جادوګر یې نیولي، د دښمنیو او شخړو ۶۳ قضیې یې حل کړي او له سوداګرو او صنعتکارانو سره یې ۱۸۹ اصلاحاتي غونډې ترسره کړې دي.

خو د ښځو د حقونو مدافع سازمانونه وایي چې دا شمېرې یوازې د طالبانو د یاد وزارت د فعالیت تبلیغ دی او په عمل کې ښځې لا هم په کورونو پورې محدودې دي، ښوونځیو ته نه ځي، په کار یا سیاسي فعالیت کې برخه نه اخلي او د پارکونو، دفترونو او نورو عامو ځایونو ته لاسرسی نه لري.

د بشري حقونو څارونکي زیاتوي چې د وزارت دغه کړنې د ښځو د ژوند کیفیت ټیټوي، د ټولنیز پرمختګ مخه نیسي او د نړیوالو اړیکو لپاره د افغانستان حیثیت ته زیان رسوي.

په راپورونو کې دا هم ویل شوي چې وزارت دا اقدامات د «اسلامي ارزښتونو د ساتنې» په نوم توجیه کوي، خو دا محدودیتونه د ښځو د حقیقي حقونو خوندي کولو پر ځای د هغوی فعالیتونه ګن شمیر بند کړي دي.

زابل کې د تندر لوېدو پېښه؛ يوه مېرمن مړه شوې او څلور کسان ټپیان دي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۳۴ GMT+۱

د زابل ولایت د میزانې ولسوالۍ په ربغۍ سیمه کې د تندر لوېدو له امله يوه مېرمن مړه شوې او څلور کسان نور ټپيان شوي. په دغه ولایت کې ځایي طالب چارواکي وایي چې ټپيان یې روغتون ته لېږدولي دي.

زابل ولایت کې د طالبانو والي وياند صديق الله وثيق ویلي، چې پېښه نن د ربغۍ سیمه کې رامنځته شوې او ټپيان د سیمې روغتون ته لېږدول شوي او د هغوی روغتيايي وضعیت تر څارنې لاندې دی.

په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې شدید بارانونه او سیلابونه را منځته شوي چې د مالي زیانونو ترمنځ یې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې.

دا پېښې د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې رامنځته شوي، او د سیمې خلک له امنیتي او بشري ستونزو سره مخامخ دي. چارواکي او مرستندویه ادارې هڅه کوي چې زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې برابرې کړي.

سرچینې: طالبانو پر کونړ د پاکستان له بریدونو وروسته انتقامي بریدونه پیل کړي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۱

سرچینې وايي، طالبانو پر کونړ د پاکستان له بریدونو وروسته نن ماښام انتقامي بریدونه پیل کړي دي. طالبان وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کونړ پر سرکاڼو او مرورې ولسوالیو په بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وايي، دمګړۍ د کونړ ولایت اړوند ډيورند کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده. د سرچینې په وینا، په دې جګړه کې له سپکو او درنو وسلو هم استفاده کېږي.

لاتراوسه دواړو لوریو د اوښتې احتمالي مرګ‌ژوبلې په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو د ویاند مرستیال وايي، پاکستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کونړ پر سرکاڼو او منورې ولسوالیو ۱۵۵ توغندي توغولي او له امله یې ۲ کسان وژل شوي او ۱۰ ماشومان ټپيان شوي دي.

ویل کېږي په دې بریدونو کې یو موټر هم له‌منځه وړل شوی دی.

طالبان: په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان په بریدونو کې ۲ ماشومان مړه او ۲۵ ملکیان ټپیان شوي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، چې د پاکستان پوځ په تېرو دوو ورځو کې د کونړ، پکتیکا او خوست ولایتونو پر بېلابېلو سیمو د هاوان، توپچي او د ډرون بریدونه کړي. هغه ویلي، د دغو بریدونو په پایله کې ۲۵ تنه ملکیان، چې ډېری یې ماشومان دي، ټپیان شوي او دوه تنه وژل شوي دي.

نوموړي په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې یوازې د کونړ ولایت د سرکاڼو او مرورې ولسوالیو پر بېلابېلو سیمو ۱۵۵ د هاوان او لیرې واټن ویشتونکو توپونو مرمۍ لګېدلې دي. د هغه په وینا، په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ناواپاس د دوسرکې په سیمه کې هم لسګونه مرمۍ لګېدلي، چې له امله یې اته ماشومان ټپیان شوي او دوه نور وژل شوي دي.

فطرت زیاته کړې، چې د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې د ډرون برید له امله درې تنه ملکیان ټپیان شوي دي. هغه همداراز ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ بیا د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ ته ۱۸۵ مرمۍ توغول شوي، چې له امله یې لس تنه ملکیان ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره، د کونړ د منورې، دانګام، ناړۍ او شلتن ولسوالیو پر بېلابېلو سیمو هم ۱۷۸ د توپونو او هاوانونو مرمۍ لګېدلي، خو هلته د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

هغه دا هم ویلي، چې د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ د جنډو غرې په سیمه کې د ډرون په برید کې دوه تنه ملکیان ټپیان شوي دي.

تر اوسه د پاکستان لوري د دغو بریدونو او په کې د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.