د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ (د وري ۱۳مه) په اونیزې خبري ناسته کې ومنله، چې د چین ارومچي ښار ته یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو لپاره پلاوی لېږلی.
نوموړي زیاته کړې: «اوس افغانستان مسوول دی، چې زموږ د اندېښنو ځواب ووايي او د وسلهوالو ډلو پر وړاندې ګامونه واخلي». پاکستاني سرچینو دا هم ویلي، چې له افغان طالبانو څخه د اسلاماباد مهمې غوښتنې له افغان خاورې د پاکستاني طالبانو تحریک د فعالیتونو پای ته رسولو او د هند د ملاتړو وسلهوالو ډلو مخنیوی دی. هغه غوښتنې چې طالبان یې هر ځل ردوي او وایي په افغانستان کې وسلهوالې ډلې حضور نهلري.
بل خوا بیا طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې طالبان په دغه ناسته کې له پاکستان نه د سوداګریزو لارو د دایمي پرانیستلو او په پاکستان کې د داعش وسلهوالې ډلې د ګواښونو کنټرول او مخنیوي غوښتنې لري.
طالبانو تر اوسه د یادې ناستې د جزییاتو په اړه له رسنیو سره څه نهدي شریک کړي. د طالبانو یو پنځه کسیز منځپوړی پلاوی له پاکستان سره د خبرو په موخه چین ته رسېدلی. په پلاوي کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت استازي محبالله وثیق او عبدالحی قانت، د کورنیو چارو وزارت استازی عارفالله، د دفاع وزارت استازی روحالله عمر او د استخباراتو ریاست استازی یحی تکل شامل دي.
پاکستان بیا د خپل پلاوي په اړه بشپړ جزییات نهدي ورکړي. اسلاماباد د خپلې جګړې پای ته رسولو لپاره د چین کوربهتوب ته اړ دی؛ خو بل خوا بیا خپله د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې پای ته رسولو کوربهتوب کوي.
شنونکي دغه جګړه د چین لپاره لوی ستراتیژیک او اقتصادي خطر ګڼي؛ ځکه چین له دواړو هېوادونو سره نږدې اړیکې لري، پاکستان خپل «اوسپنیز ملګری» بولي او په افغانستان کې هم د طالبانو له حکومت سره اقتصادي او ډیپلوماتیکې اړیکې لري.
باورونه دا دي، چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ ترینګلتیا د چین-پاکستان اقتصادي لاره او په افغانستان کې د کانونو پروژو په ځانګړې توګه مس عینک لپاره ګواښ بلل کېږي.