تېره میاشت؛ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۲۹زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د تېرې کب میاشتې په لړ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹زره او ۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د دغه وزارت په وینا؛ یاد انتقالات د حیرتان، اقينې، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرنونو له لارې شوي دي.
