طالبان: پاکستاني ډرون الوتکو یو ځل بیا په خوست او پکتیکا کې بریدونه کړي

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې پاکستاني ډرون الوتکو یو ځل بیا د خوست او پکتیکا ولایتونو پر یو شمېر سیمو هوایي بریدونه کړي دي. د هغه په وینا، د دې بریدونو له امله د پکتیکا په شکین کې ۳ ملکي وګړي او د خوست په ځاځي میدان کې ۲کسان ټپیان شوي دي.
په خوست کې د طالبانو ځايي چارواکو همدا راز خبر ورکړی چې د دې ولایت په علیشیرو تریزو او د ځاځي میدان پر ځینو سیمو چې ډیورنډ کرښې ته نږدې پرتې دي، لا هم د پاکستان بریدونه دوام لري. تر اوسه پورې په دغو بریدونو کې د مالي زیانونو په اړه لا نور مالومات نه دي ورکړل شوي.
