د خوست په غلام خان کې د ډیورنډ پر کرښه طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښته کړې

په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د چين په ارومچي ښار کې مذاکرات روان دي، سيمهييزو سرچينو خبر ورکړی چې د خوست ولايت د ګربزو ولسوالۍ اړوند په غلام خان سیمه کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ تازه نښته رامنځته شوې ده.
خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس سبحانالله عزام ويلي چې دا نښته د ګوربزو ولسوالۍ د غلامخان په سيمه کې شوې ده.
تر اوسه پورې د دې نښتې د احتمالي مرګژوبلې او زيانونو په اړه کره جزیيات نه دي خپاره شوي. خو سيمهييزو سرچينو ويلي چې د عليشېرو، تريزو او ځاځي ميدان ولسواليو اړوند ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې هم د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
دا جګړې داسې مهال کېږي چې چين هڅه کړې ده پاکستان د طالبانو سره خبرو ته وهڅوي. سرچينې وايي، د چين د دغو خبرو موخه د تاوتريخوالي کمول، د سوداګريزو لارو بېرته پرانيستل او د احتمالي اوربند رامنځته کول دي. بلخوا، ازبکستان هم د پنجشنبې په ورځ له پاکستان څخه غوښتي چې له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي.
