• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد بن سلمان او پوتین د سیمه‌ییز کړکېچ او نړیوالو اقتصادي اغېزو په اړه غږېدلي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۵۳ GMT+۱

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې خبرې کړي، چې پکې د سیمې د پوځي کړکېچ پر پراخېدو، د سمندري تګ راتګ د امنیت او په نړیوالو اقتصادي اغېزو اندېښنې مطرح شوي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، ولیعهد او د روسیې ولسمشر د سیمې د وروستي پوځي کړکېچ په اړه بحث کړي، چې له امله یې د سمندري تګ راتګ امنیت او نړیوال اقتصاد اغېزمن کېدی شي.

دواړو لوریو په خبرو کې د سیمې د کړکېچ د منفي پایلو پر وړاندې د ګډو اقداماتو د اړتیا یادونه کړې او د څو مهمو سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه یې خپل نظرونه تبادله کړي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

ازبکستان د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړو پر ډېپلوماتیک حل ټینګار کړی

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۱۸ GMT+۱
ازبکستان د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړو پر ډېپلوماتیک حل ټینګار کړی
100%

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي او له ډیپلوماټیکو لارو یې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې بختیار سعیدوف د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د ټیلیفوني اړیکې پرمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبان او پاکستان ترمنځ د د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې د اسلام‌اباد د هڅو ستاینه کړې ده او له ډیپلوماټیکو لارو یې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړه د تېرو څو میاشتو راهیسې دوام لري او تازه د چین په منڅګړییتوب د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو زمینه زمینه برابره شوې ده.

د طالبانو او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو اعلان کړی، چې د چین ارومچي ته یې د خبرو اترو لپاره منځپوړي پلاوي استولي دي.

د فرانسې ولسمشر: د زور له لارې د هرمز تنګي پرانېستل غیر واقعي دي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۵۳ GMT+۱
د فرانسې ولسمشر: د زور له لارې د هرمز تنګي پرانېستل غیر واقعي دي
100%

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې د زور له لارې د هرمز تنګي پرانېستل واقعي نه دي. مکرون رسنیو ته ویلي، چې دوی د پوځي انتخاب ملاتړ نه دی کړی او څوک چې له تنګي تېریږي د ایران د سپاه پاسداران د بالستیک توغندیو له ګواښ سره مخامخ وي.

مکرون چې له اروپایي او نورو متحدینو سره یې پر هرمز د ازاد تګ راتګ د تضمینولو لپاره ګډه همکاري پیل کړې، وویل چې دا یوازې له ایران سره د خبرو له لارې شوني دي.

هغه زیاته کړه: «موږ له پیل څخه وایو چې دغه تنګی باید بېرته پرانیستل شي ځکه د انرژۍ او نړیوال تجارت لپاره ستراتیژیکه لاره ده، خو دا یوازې له ایران سره د مشورې له لارې شوني دي».

مکرون پر ناټو متحدانو د ټرمپ د نیوکو په تړاو وویل، «زه نه غواړم د هغو عملیاتو په اړه تبصره وکړم چې امریکایانو یوازې له اسراییل سره پرې پریکړه کړې».

هغه زیاته کړه، «هغوی کولای شي پر دې حقیقت خپه شي چې مرسته نه کیږي، خو دا زموږ عملیات نه دي. موږ زر ترزره سوله غواړو».

شهباز شریف: په سیمه کې د جګړو اغېزو د پاکستان اقتصاد ډېر زیانمن کړی

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۳۸ GMT+۱
شهباز شریف: په سیمه کې د جګړو اغېزو د پاکستان اقتصاد ډېر زیانمن کړی
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې هېواد یې په سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتلې دي، خو په سیمه کې روانو شخړو د اسلام اباد پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ددغه هېواد له لوړپوړو پوځي چارواکو او د کابینې له غړو سره په ناسته کې په سیمه کې د روان کړکېچ له امله اندېښنه ښودلې او وايي، چې په سیمه کې روانو شخړو د دغه هېواد پر اقتصاد منفي اغیز کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د سیمې نارامه وضعیت او د جګړو اغېزو د پاکستان اقتصاد تر ډېره متضرر کړی او له جدي ستونزو سره یې مخ کړی دی.

همدارنګه نوموړي ویلي، چې پاکستان به په سیمه کې د جګړې د درولو او اوربند لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې له افغان طالبانو سره په کړکېچ کې ښکېل دی او ورسره سم پر ایران د امریکا او اسراییل له برید وروسته په یاد هېواد کې د تېلو بیې خورا لوړې شوې دي.

پاکستان د ایران د کړکېچ د هوارۍ او خبرو اترو زمینې برابرولو لپاره څو ورځې وړاندې د څلور اړخیزې ناستې کوربه‌توب هم وکړ او اوس یې د چین په کوربه‌توب له طالبانو سره د خبرو لپاره چین ارومچي ته پلاوی لېږلی دی.

په دوبۍ کې افغان او نور بهرني سوداګر وايي د ایران بریدونه یې ژوند او سوداګري ګواښي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۵۰ GMT+۱
په دوبۍ کې افغان او نور بهرني سوداګر وايي د ایران بریدونه یې ژوند او سوداګري ګواښي
100%

د دوبۍ په زاړه ښاردوبۍ کریک کې ځینې افغان سوداګر وایي چې د ایران د توغندیو او ډرون بریدونو له امله د دوی سوداګري او ژوند له خطر سره مخ شوي دي. ۳۴ کلن افغان سوداګر محمد انور وویل: «جګړه باید ودریږي چې موږ خپله سوداګري وکړو».

د هغه په وینا، جګړې د دوی د سوداګرۍ راتلونکی ګواښي او د عوایدو کچه یې کمه کړې ده.

مظفر علي غلام څلور کاله وړاندې د خپل تره د بلنې پر اساس دوبۍ ته تللی و، څو په پاکستان کې خپلې کورنۍ ته کور او ژوند ورغوي.

دغه ۲۷ کلن ځوان د موټرچلوونکي په توګه په دوبۍ کې په۱۲ ساعته کارونو بوخت و او د خپلې تنخوا لویه برخه یې خپلې میرمنې او درې ماشومانو ته استوله. کله چې ایران یوه میاشت وړاندې په متحده عربي اماراتو توغندي او ډرون بریدونه پیل کړل، دوی له دوبۍ نه د تښتیدو کوم پلان نه درلود، ځکه وس یې نه درلود.

د مارچ پر۷مه د ایران د یوه توغندي یوه ټوټه د غلام پر موټر ولګېده او هغه سملاسي ووژل شو. د نوموړي تره مسعود وویل: «زه هره ورځ هغه یادوم، او لا مې هم باور نه کیږي، چې هغه نور له موږ سره نشته. کله نا کله داسې احساس کوم چې لا هم له موږ سره دی».

په دغه ښار کې، چې ۴ میلیونه نفوس لري، اوس سړکونه لږ ګڼه ګوڼه لري او د ساحل کلبونه یوازې د معمول نیمایي لیدونکي لري.

محمد شهباز، چې ۱۰ کاله وړاندې له پاکستان نه دوبۍ ته تللی، واشنګټن پوسټ ته وویل چې د ماهي بازار کې یې عواید کم شوي، د توکو بیې دوه برابره شوې او ژوند خورا ګران شوی دی.

په صنعتي سیمه ال کوز کې د کډوال کارګر ژوند ساده او له ننګونو ډک دی، خو دوی هڅه کوي خپلې دندې ترسره کړي او کورنیو ته پیسې واستوي.

د افریقن کویین رستورانت مشر وویل چې دوبۍ د هغه لپاره فرصتونه برابر کړي او د ژوند راتلونکی یې جوړ کړی، خو د ښار د راتلونکې په اړه اندیښمن دی: «دا زموږ کور دی. هر څه چې په دوبۍ کې کیږي، له موږ سره کیږي».

په دوبۍ کې د افغانستان د جمهوري حکومت له مهال راهیسې ګڼ افغان میلیونران اوسیږي او د تېر حکومت ګڼو وزیرانو او چارواکو د دغه ښار په ګرانبیه او لوکسو سیمو کې کورونه پېرلي او ځینې یې سوداګري کوي.

یو روسی وزیر وايي ازبکستان له طالبانو سره د اړیکو پراختیا په برخه کې مهم شریک دی

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۱
یو روسی وزیر وايي ازبکستان له طالبانو سره د اړیکو پراختیا په برخه کې مهم شریک دی
100%

د روسیې ټرانسپورت وزیر انډري نیکېټین ازبکستان د طالبانو سره د اړیکو پراختیا لپاره یو مهم شریک وباله. هغه زیاته کړې، چې «ازبکستان د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو په ټولنه کې زموږ شریک دی او د افغانستان سره د اړیکو په پراختیا کې هم یو مهم شریک دی».

هغه د چهارشنبې په ورځ (د وري ۱۲مه) په سن‌پترزبورګ کې یوې خبري غونډې ته وویل: «ازبکستان د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو په ټولنه کې زموږ شریک دی او له افغانستان سره د اړیکو په پراختیا کې یو مهم شریک هم دی».

هغه زیاته کړه: «موږ د افغان-ټرانس دهلېز پراختیا لپاره ګډه همکاري رامنځته کوو». دغه روسي چارواکي وویل، په ازبکستان کې ډېرې پروژې روانې دي او روسیه تمه لري چې روسي شرکتونه به په دغه پروژو کې برخه واخلي.

انډري نیکیټین په ځانګړي ډول د افغان-ترانس اورګاډي (رېل پټلۍ) پروژه یاده کړه. له دې مخکې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د افغان-ترانس د اورګاډي پروژې د امکان‌ سنجۍ نړۍوال هوکړه‌لیک لاسلیک کړی و.

دغه هوکړه‌‌لیک د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د سیمې د ترانسپورټي دهلېز چوکاټ ټاکي.