• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نوې ترانزیټي لار؛ طالبان، روسیه او ترکمنستان د نوي ټرانزیټي دهلیز په اړه هوکړې ته نږدې شوي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۴ GMT+۱

کازان خبري اژانس راپور ورکړی چې ټاکل شوې د روسیې (د تاتارستان جمهوریت)، ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د یوه درې‌اړخیز ترانزیټي دهلېز د جوړېدو هوکړه به د مې میاشتې په ترڅ کې او د «کازان فورم» په څنډه کې لاسلیک شي.

د راپور له مخې، دا نوې لار د «شمال–جنوب» دهلېز بدیل بلل شوی، ځکه چې په ایران کې د روانو نښتو له امله د یاد دهلېز کارول له ستونزو سره مخ شوي دي.

په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر، رستم حبیبولین، د پنجشنبې په ورځ ویلي چې دا دهلېز کولی شي د روسیې او افغانستان ترمنځ د توکو د لېږد لپاره یوه نوې او اسانه لار برابره کړي. هغه زیاته کړې چې دا مسیر به د اروپا او اسیا هغو شرکتونو ته هم ګټور وي چې د خوندي او باوري ترانسپورتي لارو په لټه کې دي.

راپور زیاتوي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزی، د دې طرحې له مهمو ملاتړو څخه ګڼل شوی او تمه ده چې لومړني بارونه به له تاتارستان څخه افغانستان ته ولېږدول شي.

همدارنګه ویل شوي چې د تاتارستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر، اولګ کوروبچنکو، دا موضوع له نږدې څاري او د عملي کېدو بهیر یې تعقیبوي.

د کازان خبري اژانس په وینا، افغانستان په وروستیو کلونو کې د تاتارستان د حلالو محصولاتو لپاره له مهمو بازارونو څخه ګرځېدلی دی. د راپور له مخې، افغانستان په ۲۰۲۵کال کې د ۵۱.۷میلیونه ډالرو په ارزښت حلال محصولات اخیستي، چې دا د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي. خو زیاتره دا واردات په غیرمستقیم ډول او د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې ترسره شوي دي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

عزیزي: په صنعتي سیمو کې ۵۰۰ شرکتونو ته ۲۵۰۰ جریبه ځمکه وېشل شوې ده

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۶ GMT+۱
عزیزي: په صنعتي سیمو کې ۵۰۰ شرکتونو ته ۲۵۰۰ جریبه ځمکه وېشل شوې ده
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي چې په تېر لمریز کال کې د هېواد په بېلابېلو صنعتي سیمو کې نږدې ۵۰۰ شرکتونو ته څه باندې ۲۵۰۰ جریبه ځمکه وېشل شوې ده. هغه وویل چې ۱۵۰۰ نورو شرکتونو ته هم ځمکې وېشل کیږي.

عزیزي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ، د وري پر ۱۳مه، په صنعتي سیمو کې د نیالګیو کښېنولو د سراسري کمپاین پر مهال وکړې، چې د طالبانو په وینا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په نوښت او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې په همکارۍ د هېواد د زرغونولو په موخه پیل شوی دی.

عزیزي وویل، چې په صنعتي سیمو کې د بنسټیزو تاسیساتو له جوړېدو سره به نږدې ۱۵۰۰ نورو شرکتونو ته هم ځمکه ووېشل شي.

هغه له هغو صنعتکارانو چې ځمکې ورکړل شوې، وغوښتل چې د خپلو پلانونو له مخې فعالیت پیل کړي او که داسې ونه شي د قانون له مخې به ځمکې بېرته ترې واخیستل شي.

د طالبانو یاد وزیر زیاته کړه چې په کوردننه پانګونه د بهرنیو هېوادونو په پرتله ګټوره ده، ځکه هم پانګوال او هم ولس ترې ګټه اخلي. هغه دا کار د اوسني اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره مهم وباله.

عزیزي د چاپېریال ساتنې پر ارزښت هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې د نیالګیو کښېنول د اکسیجن د تولید، د هوا د ککړتیا د کمېدو، د وچکالۍ د مخنیوي او د کرنیزو محصولاتو د زیاتېدو لامل ګرځي، چې په پایله کې د صادراتو کچه هم لوړېږي.

عزیزي له ټولو هېوادوالو، په ځانګړي ډول له صنعتکارانو او د کرنې او مالدارۍ سکتور له غړو وغوښتل چې د نیالګیو کښېنولو په کمپاین کې فعاله ونډه واخلي.

په دې غونډه کې د صنعت سکتور ځینو مشرانو هم خبرې وکړې او صنعتکاران یې وهڅول چې د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا لپاره عملي ګامونه واخلي.

طالبانو د روان کال تر پایه د ټاپي نل لیکې د ۱۵۳ کیلومتره برخې د بشپړېدو تمه ښودلې

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۳۹ GMT+۱
طالبانو د روان کال تر پایه د ټاپي نل لیکې د ۱۵۳ کیلومتره برخې د بشپړېدو تمه ښودلې
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د ټاپي د ګازو نل لیکې پروژې چارو په هرات ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د هغه په وینا، تر دې دمه شاوخوا ۲۵کیلومتره نللیکه غځول شوې او د پاتې برخې د عملي کار لپاره ۱۲۰کیلومتره سیمه نوره هم چمتو شوې ده.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان د دوشنبې په ورځ وویل، چې د دې پروژې پرمختګ به د انرژۍ په برخه کې مهم بدلونونه راولي او د سیمې د اقتصادي ودې لپاره به نوي فرصتونه راوټوکوي.

د ټاپي پروژه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، د سیمې له مهمو اقتصادي پروژو ګڼل کېږي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې نوې نللیکې او تخنیکي تجهیزات چمتو شوي او تمه ده د روان کال تر پایه د هرات اړوند پروژې ۱۵۳ کیلومتره برخه بشپړه شي.

ټاپي پروژه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي او د سیمې له مهمو اقتصادي پروژو څخه ګڼل کېږي.

په ننګرهار کې د طالبانو والي او د ایران سرکونسل د اقتصادي همکاریو پر پراختیا غږېدلي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۵۹ GMT+۱
په ننګرهار کې  د طالبانو والي او د ایران سرکونسل د اقتصادي همکاریو پر پراختیا غږېدلي
100%

د طالبانو د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وایي، چې ملا محمد نعیم اخوند په یاد ولایت کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سرکونسل مجید رضا پناه سره لیدلي او د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې اترې کړي دي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر دوام، پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی دی.

د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغاني او ایراني توکو د نندارتون جوړولو، د سوداګرو ترمنځ د اړیکو پراختیا، د کرنې او مالدارۍ سکتور پیاوړتیا او د روغتیايي برخې د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې شوې دي.

همداراز دواړو خواوو ژمنه کړې چې په بېلابېلو برخو کې به ګډ کار ته دوام ورکړي او د متقابلو همکاریو د پراخولو لپاره به هڅې زیاتې کړي.

په دې ناسته کې د دواړو لوریوترمنځ پر ځینو سیاسي او ډیپلوماتیکو موضوعاتو او ګډو مسایلو هم خبرې شوې او د دوه‌اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا هوکړه شوې ده، خو جزئیات یې نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکټور د نږدې ۵۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۲۸ GMT+۰
د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکټور د نږدې ۵۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکټور د ۵۱۴.۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړل. د دغه وزارت په وینا، یاد تفاهم‌لیکونه د فابریکو جوړولو، صادراتو او وارداتو په برخو کې لاسلیک شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شنبې په ورځ (د وري ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نورالدین عزیزي او د ازبکستان د نمنګان والي شوکت عبدالرازقوف په شتون کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور د غړو ترمنځ د سوداګریزو ناستو او "تواصل" کنفرانس ترسره شو.

طالبانو ویلي، چې د دغه کنفرانس پر مهال د دواړو هېوادونو خصوصي سکټور د ۵۱۴،۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو تفاهم‌لیکونو کې په افغانستان کې د چرګانو د غوښې تولیدي فابریکې جوړول او د هګیو ورکوونکو چرګانو روزنه شامل دي. همدارنګه په صادراتو کې وچې مېوې، سبزیجات او غېر الکولي مشروبات او په وارداتو کې تېل، قیر، غوړي، مس او خوراکي توکي شامل دي. پر دې سربېره، د سمنټو، سکرو او اسفالټ صادرات او واردات او د لوبیا، مۍ او ورزشي خدمتونو په برخو کې سوداګري هم د دغو تړونونو برخه ده.

په ورته وخت کې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په افغانستان کې د پانګونې لپاره د غوره فرصتونو برابرولو ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان په سوداګرۍ، پانګونه او اقتصادي اړیکو کې د باور وړ ملګری دی.

د ازبکستان د نمنګان والي شوکت عبدالرازقوف د سوداګریزو ناستو او تواصل کنفرانس د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د معنوي اړیکو د ټینګښت وسیله بللې ده او وايي، چې د ازبکستان ولسمشر په افغانستان کې سوله او ثبات په ازبکستان کې سوله او ثبات ګڼي.

د ازبکستان هېواد یو پلاوی د پانګونې د پراختیا لپاره کابل ته راغلی

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۳۲ GMT+۰
د ازبکستان هېواد یو پلاوی د پانګونې د پراختیا لپاره کابل ته راغلی
100%

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، چې د ازبکستان دولتي او خصوصي سکتور یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغلی دی. د پلاوي مشري د ازبکستان د نمګان ولایت والي شوکت عبدالرزاقوف کوي، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او په افغانستان کې د پانګونې د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت نن شنبه، د وري پر ۸مه په اېکس کې لیکلي، چې د ازبکستان پلاوی چې مرستیال واليان او د دې ولایت له ۳۰ څخه ډیر لوی سوداګر او پانګوال په کې شامل دي.

ټاکل شوې ده، چې د طالبان له چارواکو سره وګوري او په یوه سوداګریز کنفرانس او ​​سوداګریزو غونډو کې برخه واخلي.

ازبکستاني پلاوی به بلخ ولایت ته هم سفر وکړي او د طالبانو له سیمه ییزو چارواکو سره وګوري او د خصوصي سکتور له غړو سره به سوداګریزې غونډې وکړي.

راغلی پلاوی به د مزار شریف په ښار کې د ازبک محصولاتو او تولیداتو نندارتون هم پرانیزي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا په هدف افغانستان ته سفر کړی دی.