• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فضل محمود فضلي: د پردیو په زور خپل هېواد ته د راوړل شوې جګړې پایله بدبختي او بې‌عزتي ده

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۰۵ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پرمهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، پر ایران د امریکا له بریدونو دا زده‌کړه کولای شي چې پر نړۍ حاکم نظم او تش په نوم نړۍوال اخلاقي قواعد نه‌شته. هغه زیاته کړې، چې د پردیو په زور خپل هېواد ته د جګړې راوړلو پایله «بدبختي او بې‌عزتي» ده.

فضلي د پنجشنبې په ورځ (د وري ۱۳مه) پر اېکس پاڼه کاږلي، چې له ایرانیانو سره د مرستې په نوم د ټرمپ له یادې جګړې موخه نور هېوادونه په کنډوالو بدلول، خلک یې وحشي معرفي کول او منابع یې تر واک لاندې راوستل دي.

نوموړي‌ زیاته کړې: «دا د ازادې نړۍ د مشر ژبه ده. له دې ژبې دوه درسه اخېستل کېدای شي، اول دا چې په نړۍ حاکم نظم او حتا تش په نوم نړۍوال اخلاقي قواعد نور نه‌شته او دویم درس دا چې د پردیو په زور خپل هېواد ته د جګړې راوړولو پایله، بدبختي او بې‌عزتي ده».

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په بلخ، غور او نیمروز کې د یوې ښځې په ګډون ۱۹ کسان په دُرو وهلي دي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۴۳ GMT+۱
طالبانو په بلخ، غور او نیمروز کې د یوې ښځې په ګډون ۱۹ کسان په دُرو وهلي دي
100%

د طالبانو سترې محکمې د درېیو جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې په بلخ، غور او نیمروز کې یې د یوې ښځې په ګډون ۱۹ کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د خپل پلار د وهلو، د اخلاقي فساد، نامشروع اړیکو، غلا او لواطت» په تور په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې له‌خوا په لومړۍ خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په نیمروز ولایت کې یې ۱۷ کسانو ته «د خپل پلار د وهلو، نامشروع اړیکو، غلا او لواطت» په تور له پنځو تر اتو میاشتو تنفيذي بند او له ۱۵ تر ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.

د یادې محکمې له‌خوا په دویمې خبرپاڼه کې راغلي، چې په بلخ ولایت کې یې یو کس ته د «لواطت» په تور د دوه کلن تنفيذي بند او ۳۰ دُرو سزا ورکړې ده. د یادې محکمې له‌خوا بیا په درېیمې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په غور ولایت کې یې یوې مېرمنې ته د «اخلاقي فساد» په تور د ۱۰ دُرو سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

یو روسی وزیر وايي ازبکستان له طالبانو سره د اړیکو پراختیا په برخه کې مهم شریک دی

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۱
یو روسی وزیر وايي ازبکستان له طالبانو سره د اړیکو پراختیا په برخه کې مهم شریک دی
100%

د روسیې ټرانسپورت وزیر انډري نیکېټین ازبکستان د طالبانو سره د اړیکو پراختیا لپاره یو مهم شریک وباله. هغه زیاته کړې، چې «ازبکستان د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو په ټولنه کې زموږ شریک دی او د افغانستان سره د اړیکو په پراختیا کې هم یو مهم شریک دی».

هغه د چهارشنبې په ورځ (د وري ۱۲مه) په سن‌پترزبورګ کې یوې خبري غونډې ته وویل: «ازبکستان د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو په ټولنه کې زموږ شریک دی او له افغانستان سره د اړیکو په پراختیا کې یو مهم شریک هم دی».

هغه زیاته کړه: «موږ د افغان-ټرانس دهلېز پراختیا لپاره ګډه همکاري رامنځته کوو». دغه روسي چارواکي وویل، په ازبکستان کې ډېرې پروژې روانې دي او روسیه تمه لري چې روسي شرکتونه به په دغه پروژو کې برخه واخلي.

انډري نیکیټین په ځانګړي ډول د افغان-ترانس اورګاډي (رېل پټلۍ) پروژه یاده کړه. له دې مخکې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د افغان-ترانس د اورګاډي پروژې د امکان‌ سنجۍ نړۍوال هوکړه‌لیک لاسلیک کړی و.

دغه هوکړه‌‌لیک د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د سیمې د ترانسپورټي دهلېز چوکاټ ټاکي.

په بغلان کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۲۳ GMT+۱
په بغلان کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی
100%

په بغلان کې د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د سختو سېلابونو له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی. د یاد ریاست په وینا؛ دغه سېلابونو تر سلو ډېر کورونه ویجاړ کړي دي.

یاد ریاست زیاته کړې ده، چې یاد سېلابونه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري، دوشي او دهنه غوري ولسوالیو کې راوتلي دي. تر دې وړاندې د پلخمري ځایي اوسېدونکو ویلي و، چې د کرکر، افسوټر، قول‌اهن‌دره او کارته عبدالرحمان سیمې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي. د معلوماتو له مخې؛ سېلاب د سې‌شنبې په شپه شاوخوا اته بجې راوتلی دی.

ورته مهال په لوګر کې هم د طالبانو مرستیال والي محمدانور دین‌پرور خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو شاوخوا ۳۰۰ کورونه او ۳زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.

له بل پلوه د طالبانو د هواپوهنې ادارې خبر ورکړی، چې په ۳۳ ولایتونو کې (د روانې وري میاشتې له ۱۲مې تر ۱۵مې) د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی.

د کونړ زلزله ځپلو لپاره ۱۵ جوړ شوي کورونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۱
د کونړ زلزله ځپلو لپاره ۱۵ جوړ شوي کورونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
100%

په کونړ کې د نورګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال عبدالظاهر وايي، چې یوې موسسې د یادې ولسوالۍ په مزار دره کې یوشمېر زلزله ځپلو ته ۱۵ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل. د هغه په وینا؛ دغه کورونه د «قدم» په نوم یوې مرستندویه ادارې د ۱۰ مېلیونه افغانۍ په لګښت جوړ کړي دي.

د یادې موسسې مسوول کریم‌الله صافی وايي، چې دغه پېسې په برېتانیا او امریکا کې افغانانو د همدې مرستې لپاره ورته لېږلې وې. نوموړي ویلي، چې د ورته نورو کورونو د جوړېدو پلان هم لري.

هغه زلزله ځپلو چې یاد کورونه یې تر لاسه کړي د نورو بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره یې هم د سرپناه پر برابرولو ټینګار وکړ. د طالبانو د نورګل ولسوال عبدالظاهر وايي، چې په څوکۍ او نورګل ولسوالۍ کې یې د ۳۵۰ کورونو له ډلې ۲۵۹ جوړ کړي او په نږدې راتلونکې کې به ګڼ نور کورونه هم ګټې اخیستنې ته وسپاري.

د کونړ نورګل او څوکۍ ولسوالۍ تر ټولو ډېر زلزلې ځپلې دي، چې له امله یې ګڼې کورنۍ د کونړ په بېلابېلو سیمو کې په لنډمهاله مېشت غالو کې ځای پرځای شوې دي. د زلزلې او جګړې له کبله بې‌ځایه شوې کورنۍ دا مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې لویه هغه یې د سرپناه نشتوالی ښودل شوی دی.

د افغانستان پارلمان یوه پخواني غړي د مېرمنو د حقونو لپاره په بروکسل کې د اعتراض خیمه وهلې

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۲ GMT+۱
د افغانستان پارلمان یوه پخواني غړي د مېرمنو د حقونو لپاره په بروکسل کې د اعتراض خیمه وهلې
100%

د افغانستان پخوانی د ولسي جرګې غړی، بکتاش سیاوش د افغان مېرمنو د حقونو د ملاتړ په موخه د اروپایي پارلمان په وړاندې په بروکسل کې د اعتراض خیمه وهلې ده.

سیاوش د چهارشنبې په ورځ، د ټولنیزو رسنیو له لارې، د افغانستان د «جنسیتي اپارتاید» په رسمیت پېژندلو او د اروپایي ټولنې د طالبانو سره د دیپلوماتیکو اړیکو د بندیدو غوښتنه وکړه.

هغه وویل چې له تېرو شاوخوا ۱۶۰۰ورځو راهیسې افغانې ښځې او نجونې له زده‌کړې او کار څخه محرومې دي، خو نړیواله ټولنه، په ځانګړي ډول اروپایي ټولنه، لا هم دا وضعیت د جنسیتي اپارتاید په توګه نه دی پېژندلی.

سیاوش له اروپایي هېوادونو پوښتنه کړې چې «څه ته انتظار کوي څو دا وضعیت په رسمي توګه د جنسیتي اپارتاید په توګه وپیژني.»

هغه ټینګار کړی چې دا اعتراض د یوې اوږدې مبارزې پیل دی او په راتلونکي کې به د عدالت غوښتنې لپاره اروپایي ښارونو ته سفرونه وکړي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته، په افغانستان کې پر ښځو سخت محدودیتونه لګېدلي او دوی له زده‌کړې، کار او عامه ژوند څخه محرومې شوي دي.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو په اړه سیاستونه «د انسانیت پر ضد جرم» بللي او احتمال یې ورکړی چې دا اقدامات د جنسیتي اپارتاید نمونه وي.

افغان ښځې دغه سیاستونه د جنسیتي اپارتاید روښانه مثال ګڼي او د نړیوالې ټولنې له خوا د پېژندنې او د جرم په توګه د منلو غوښتنه کوي.