په جاکارتا کې د طالبانو او ازبکستان سفیرانو د اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

په اندونیزیا کې د طالبانو سفارت ویلي، چې د دغه ډلې سفیر سعدالله بلوچ د ازبکستان د سفیر اویبیک اشونوف سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او سیمهییز اتصال او ټرانزيټ خبرې کړې دي.
