پاکستان له ایران سره پر پولې د خلکو لپاره په پاسپورټ او ویزې تګراتګ جبري کړ

د بلوچستان ایالت د چاغۍ ولسوالۍ مرستيال کمېشنر دفتر لهخوا په خپور شوي مکتوب کې راغلي، چې د پاکستان او ایران اوسېدونکي د اپرېل له لومړۍ نېټې له ایران سره پر پولې یوازې په پاسپورټ او ویزې تګراتګ کولای شي.
د چاغۍ والسوالۍ مرستيال کمېشنر دفتر افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې یاده پرېکړه د ایران اوسني حالاتو ته په کتو شوې ده. یاده دې وي، چې د «راهداري» پروګرام له مخې د دواړو هېوادونو پولې ته نږدې اوسېدونکو کولای شوای، چې د ۱۵ ورځو لپاره یو بل هېواد ته ولاړ شي او د دغه سفر لپاره به د مرستیال کمېشنر څخه ځانګړې اجازه اخیستل کېده.
له یادې پرېکړې سره به د دواړو خواوو ځايي خلک اغېزمن شي. د بلوچستان د چاغۍ ولسوالۍ د ایران ترڅنګ له افغانستان سره هم پوله لري.
