• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ورښتونو او سیلابونو په پایله کې ۳ کسان مړه شوي او ۱۶ ټپیان دي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو په پایله کې ۳ کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د پنجشنبې په ورځ، د وريپر ۱۳مه وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، پنجشیر، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردګ، عزني، کندهار، زابل، ارزګان، هرات، فراه، بادغیس، جوزجان، بغلان، بدخشان، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله د ځاني زیان ترڅنګ ۳۴۸ کورونه په بشپړ ډول او ۷۹۸ کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي دي.

طالبانو ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله د ۲۴۴ کیلومتره سړکونو ترڅنګ ۳۴۸ جریبه کرنیزې ځمکې او ۵۴۲ باغونه هم زیانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د وري میاشتې له ۶مې نېټې راهیسې په افغانستان کې د سېلابونو او بارانونو له امله ۵۱ کسان مړه او ۸۹ کسان ټپیان شوي او ۴۶۲۲ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

بیجنګ: چين په فعاله توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړيتوب هڅې کوي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۱۵ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې بیجنګ د تاوتریخوالي کمولو او د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ستونزو د سوله ییز حل په موخه په فعاله توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړيتوب هڅې کوي. د چین ارومچي ښار دمګړۍ د دواړو اړخونو د خبرو کوربه توب کوي.

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغانستان او پاکستان د چين ګاونډیان دي او چين تل د دواړو هېوادونو ملاتړ کړی چې خپلې شخړې په سمه توګه د خبرو اترو او مذاکرې له لارې حل کړي.

ماو نینګ همدارنګه وویل چې چين په فعاله توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړيتوب هڅې کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او اړیکو د ښه کولو لپاره ګټور رول ته به دوام ورکړي.

د چین په منځګړتوب د طالبانو او پاکستان ترمنځ په ارومچي ښار کې له پرونۍ مقدماتې ناستې وروسته، نن د خبرو اترو دویم پړاو پیل شوی.

د چارشنبې ورځې په ناسته کې د دواړو خواوو ترمنځ پر وروستیو شخړو، دوه اړخیزو غوښتنو او اړوندو نورو مسایلو خبرې شوې دي.

د طالبانو د اقتصاد وزیر: د پاکستان د بریدونو له‌ا مله څه باندې ۲۷ زره کورنۍ بې‌ځایه شوې دي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د اقتصاد وزیر ویلي، چې د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله په نهو ولایتونو کې څه باندې ۲۷ زره کورنۍ بېځایه شوې او دمګړۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. دین محمد حنیف پر ملګرو ملتونو او کورنیو او بهرنیو موسسو غږ کړی چې له بې‌ځایه شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د پاکستان د وروستیو بمباریو له امله د بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره د بېړنیو مرستو د جلب او همغږۍ په غونډه کې ویلي، چې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او کندهار ولایتونو کې ۲۷۳۴۴ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

نوموړي ویلي، چې یادې بې‌ځایه شوې کورنۍ دمګړۍ بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

یاد طالب وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر سازمان، کورنیو او بهرنیو موسسو غږ کړی چې د پاکستان د بریدونو له امله له بې‌ځایه شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې په وروستیو دوو میاشتو کې پاکستاني ځواکونو د افغانستان پر یو شمېر ولایتونو هوايي بریدونه وکړل او لاهم د کونړ، نورستان او پکتیکا پر ځینو سیمو د پاکستاني ځواکونو له‌خوا په وقفه يي ډول د هاوان بریدونه کېږي.

پاکستان د ارومچي په ناسته کې له طالبانو څخه د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د اقدام غوښتنه لري

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۴۸ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ومنله، چې ارومچې ته یې له طالبانو سره د خبرو لپاره پلاوی لېږلی او طالبان یې د وسله‌والو ډلو په وړاندې د اقداماتو په ترسره کولو مسوول ګڼلي. یوې سرچینې ویلي، طالبان هم د سوداګریزو لارو د دایمي پرانیستلو او پاکستان کې د داعش د ګواښونو مخنیوي غوښتنې لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ (د وري ۱۳مه) په اونیزې خبري ناسته کې ومنله، چې د چین ارومچي ښار ته یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو لپاره پلاوی لېږلی.

نوموړي زیاته کړې: «اوس افغانستان مسوول دی، چې زموږ د اندېښنو ځواب ووايي او د وسله‌والو ډلو پر وړاندې ګامونه واخلي». پاکستاني سرچینو دا هم ویلي، چې له افغان طالبانو څخه د اسلام‌اباد مهمې غوښتنې له افغان خاورې د پاکستاني طالبانو تحریک د فعالیتونو پای ته رسولو او د هند د ملاتړو وسله‌والو ډلو مخنیوی دی. هغه غوښتنې چې طالبان یې هر ځل ردوي او وایي په افغانستان کې وسله‌والې ډلې حضور نه‌لري.

بل خوا بیا طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې طالبان په دغه ناسته کې له پاکستان نه د سوداګریزو لارو د دایمي پرانیستلو او په پاکستان کې د داعش وسله‌والې ډلې د ګواښونو کنټرول او مخنیوي غوښتنې لري.

طالبانو تر اوسه د یادې ناستې د جزییاتو په اړه له رسنیو سره څه نه‌دي شریک کړي. د طالبانو یو پنځه کسیز منځپوړی پلاوی له پاکستان سره د خبرو په موخه چین ته رسېدلی. په پلاوي کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت استازي محب‌الله وثیق او عبدالحی قانت، د کورنیو چارو وزارت استازی عارف‌الله، د دفاع وزارت استازی روح‌الله عمر او د استخباراتو ریاست استازی یحی تکل شامل دي.

پاکستان بیا د خپل پلاوي په اړه بشپړ جزییات نه‌دي ورکړي. اسلام‌اباد د خپلې جګړې پای ته رسولو لپاره د چین کوربه‌توب ته اړ دی؛ خو بل خوا بیا خپله د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې پای ته رسولو کوربه‌توب کوي.

شنونکي دغه جګړه د چین لپاره لوی ستراتیژیک او اقتصادي خطر ګڼي؛ ځکه چین له دواړو هېوادونو سره نږدې اړیکې لري، پاکستان خپل «اوسپنیز ملګری» بولي او په افغانستان کې هم د طالبانو له حکومت سره اقتصادي او ډیپلوماتیکې اړیکې لري.

باورونه دا دي، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ ترینګلتیا د چین-پاکستان اقتصادي لاره او په افغانستان کې د کانونو پروژو په ځانګړې توګه مس عینک لپاره ګواښ بلل کېږي.

طالبانو په بلخ، غور او نیمروز کې د یوې ښځې په ګډون ۱۹ کسان په دُرو وهلي دي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۴۳ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د درېیو جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې په بلخ، غور او نیمروز کې یې د یوې ښځې په ګډون ۱۹ کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د خپل پلار د وهلو، د اخلاقي فساد، نامشروع اړیکو، غلا او لواطت» په تور په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې له‌خوا په لومړۍ خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په نیمروز ولایت کې یې ۱۷ کسانو ته «د خپل پلار د وهلو، نامشروع اړیکو، غلا او لواطت» په تور له پنځو تر اتو میاشتو تنفيذي بند او له ۱۵ تر ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.

د یادې محکمې له‌خوا په دویمې خبرپاڼه کې راغلي، چې په بلخ ولایت کې یې یو کس ته د «لواطت» په تور د دوه کلن تنفيذي بند او ۳۰ دُرو سزا ورکړې ده. د یادې محکمې له‌خوا بیا په درېیمې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په غور ولایت کې یې یوې مېرمنې ته د «اخلاقي فساد» په تور د ۱۰ دُرو سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

یو روسی وزیر وايي ازبکستان له طالبانو سره د اړیکو پراختیا په برخه کې مهم شریک دی

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۱

د روسیې ټرانسپورت وزیر انډري نیکېټین ازبکستان د طالبانو سره د اړیکو پراختیا لپاره یو مهم شریک وباله. هغه زیاته کړې، چې «ازبکستان د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو په ټولنه کې زموږ شریک دی او د افغانستان سره د اړیکو په پراختیا کې هم یو مهم شریک دی».

هغه د چهارشنبې په ورځ (د وري ۱۲مه) په سن‌پترزبورګ کې یوې خبري غونډې ته وویل: «ازبکستان د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو په ټولنه کې زموږ شریک دی او له افغانستان سره د اړیکو په پراختیا کې یو مهم شریک هم دی».

هغه زیاته کړه: «موږ د افغان-ټرانس دهلېز پراختیا لپاره ګډه همکاري رامنځته کوو». دغه روسي چارواکي وویل، په ازبکستان کې ډېرې پروژې روانې دي او روسیه تمه لري چې روسي شرکتونه به په دغه پروژو کې برخه واخلي.

انډري نیکیټین په ځانګړي ډول د افغان-ترانس اورګاډي (رېل پټلۍ) پروژه یاده کړه. له دې مخکې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د افغان-ترانس د اورګاډي پروژې د امکان‌ سنجۍ نړۍوال هوکړه‌لیک لاسلیک کړی و.

دغه هوکړه‌‌لیک د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د سیمې د ترانسپورټي دهلېز چوکاټ ټاکي.