• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عزیزي: په صنعتي سیمو کې ۵۰۰ شرکتونو ته ۲۵۰۰ جریبه ځمکه وېشل شوې ده

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي چې په تېر لمریز کال کې د هېواد په بېلابېلو صنعتي سیمو کې نږدې ۵۰۰ شرکتونو ته څه باندې ۲۵۰۰ جریبه ځمکه وېشل شوې ده. هغه وویل چې ۱۵۰۰ نورو شرکتونو ته هم ځمکې وېشل کیږي.

عزیزي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ، د وري پر ۱۳مه، په صنعتي سیمو کې د نیالګیو کښېنولو د سراسري کمپاین پر مهال وکړې، چې د طالبانو په وینا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په نوښت او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې په همکارۍ د هېواد د زرغونولو په موخه پیل شوی دی.

عزیزي وویل، چې په صنعتي سیمو کې د بنسټیزو تاسیساتو له جوړېدو سره به نږدې ۱۵۰۰ نورو شرکتونو ته هم ځمکه ووېشل شي.

هغه له هغو صنعتکارانو چې ځمکې ورکړل شوې، وغوښتل چې د خپلو پلانونو له مخې فعالیت پیل کړي او که داسې ونه شي د قانون له مخې به ځمکې بېرته ترې واخیستل شي.

د طالبانو یاد وزیر زیاته کړه چې په کوردننه پانګونه د بهرنیو هېوادونو په پرتله ګټوره ده، ځکه هم پانګوال او هم ولس ترې ګټه اخلي. هغه دا کار د اوسني اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره مهم وباله.

عزیزي د چاپېریال ساتنې پر ارزښت هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې د نیالګیو کښېنول د اکسیجن د تولید، د هوا د ککړتیا د کمېدو، د وچکالۍ د مخنیوي او د کرنیزو محصولاتو د زیاتېدو لامل ګرځي، چې په پایله کې د صادراتو کچه هم لوړېږي.

عزیزي له ټولو هېوادوالو، په ځانګړي ډول له صنعتکارانو او د کرنې او مالدارۍ سکتور له غړو وغوښتل چې د نیالګیو کښېنولو په کمپاین کې فعاله ونډه واخلي.

په دې غونډه کې د صنعت سکتور ځینو مشرانو هم خبرې وکړې او صنعتکاران یې وهڅول چې د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا لپاره عملي ګامونه واخلي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ازبکستان د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړو پر ډېپلوماتیک حل ټینګار کړی

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۱۸ GMT+۱

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي او له ډیپلوماټیکو لارو یې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې بختیار سعیدوف د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د ټیلیفوني اړیکې پرمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبان او پاکستان ترمنځ د د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې د اسلام‌اباد د هڅو ستاینه کړې ده او له ډیپلوماټیکو لارو یې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړه د تېرو څو میاشتو راهیسې دوام لري او تازه د چین په منڅګړییتوب د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو زمینه زمینه برابره شوې ده.

د طالبانو او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو اعلان کړی، چې د چین ارومچي ته یې د خبرو اترو لپاره منځپوړي پلاوي استولي دي.

متحده عربي اماراتو د افغانستان له سېلاب ځپلو سره خواخوږي وښوده

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۴۳ GMT+۱

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګده کړې ده. طالبانو ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۵۶ کسان مړه او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د وري ۱۳مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د سختو بارانونو له امله د رامنځته شویو سېلابونو او ځمکې ښوېدنې د قربانیانو له کورینو سره خپله خواخوږي ښودلې او د ټپیانو د چټکې روغتیا هیله یې کړې ده.

له تیرې یوې اونۍ راهیسې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د بارانونو له وریدو وروسته سېلابونه رواتلي، چې په پایله کې یې ۵۶ کسان مړه او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو ویلي، چې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۴۶۲۲ کورنۍ زیانمني شوې، سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

طالبانو د مولوي هبت الله په امر په کابل کې د بیړنیو حالاتو کمېټه جوړه کړې

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۴۰ GMT+۱

طالبانو اعلان وکړ، چې د هبت‌الله په لارښوونه یې د بیړنیو حالاتو کمېټه جوړه کړې او دغه کمېټه به د واورې ورېدو، بارانونو او نورو طبیعي پېښو پرمهال د خلکو د ژغورنې په برخه کې بېړنی اقدام کوي. نوې کمېټه داسې مهال جوړیږي، چې د ج د اضطرار کمېټې فعالیت درلود.

په کابل کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ، د وري ۱۳مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د هبت‌الله په شفاهي لارښوونه د بېړنیو حالاتو جوړه شوې کمېټه به په کابل کې د یادې ډلې د والي امین‌الله عبید په مشرۍ فعالیت کوي.

طالبانو ویلي، کابل مېشتي کولای شي چې د واورو، بارانونو او نورو طبیعي پېښو پر مهال په بېړنیو حالاتو کې له یادې کمېټې سره په مستقیم ډول اړیکه ونیسي او کمېټه به د بېړنیو حالاتو پرمهال له خلکو سره د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

د طالبانو د مشر هبت‌الله په لارښوونه په کابل کې د بېړنو حالاتو له امله د احتمالي ستونزو د رامنځته کېدو د مخنیوي کېټه پر داسې مهال جوړه شوې چې هممهاله له پېښور سره د مبارزې یوه بله اداره هم په دې برخه کې فعالیت کوي.

ریچارډ بېنېټ د افغانستان د ماین پاکۍ په برخه کې د بیړنۍ بودجې غوښتنه کړې

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ماینونو له امله د ملکي وګړو په ځانګړې توګه د ماشومانو د زیاتي مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښه ښودلې او په دې برخه کې یې د افغانستان لپاره د بېړنۍ بودجي غوښتنه کړې ده.

بېنېټ د ماینونو په اړه د عامه پوهاوي او د ماین پاکۍ په چارو کې د مرستې نړۍوالې ورځې په درشل کې ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې د ځمکنیو ماینونو او د جګړې د پاتې شویو چاودېدونکو توکو له امله تر ډېرو اغېزمن هېواد دی.

نوموړي په تېرو دوو کلونو کې د ماین چادونو له امله د قرباني شویو کسانو شمېر زړه بوږنوونکی بللی او وايي، چې لوی شمېر قربانیان ماشومان دي.

د راپورونو له‌مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د ماین چاودنو په پېښو د ۴۷۱ کسانو مرګ‌ژوبله ثبت شوې، چې له دې ډلې ۶۷ سلنه قربانیان یې ماشومان وو.

بېنېټ زیاته کړې: «دا یوازې شمیرې نه دي، بلکې د قرباني شویو کسانو راتلونکی لنډ شوی یا د تل لپاره بدل شوی دی».

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، چې د بودجي کمښت له امله په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرامونه ټکني شوي دي او په پایله کې یې پراخې سیمې په ماینونو ککړې پاتې او د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه شوي ده.

نوموړي پر نړېوالې ټولنې غږ کړی چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرامونو لپاره بودجه زیاته او دوامداره کړي.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وروستی رپوټ ښيي، چې په تېرو پنځو کلونو کې له څلور زرو ډېرو کسانو ته د ناچاودو توکو له امله مرګ‌ژوله اوښتې ده.

د رپوټ له مخې، تر ټولو ډېرې پېښې په هغو ولایتونو کې دي، چې د طالبانو د جګړو اصلي مرکزونه پاتې شوي دي. پکتیا، ننګرهار، کونړ، لغمان، سمنګان، میدان وردګ، غزني، هلمند، کندهار، ارزګان، زابل، فراه، فاریاب، کندز، بدخشان او بادغیس په دې وروستیو کې د ناچاودو مرمیو تر ټولو ډېرې پېښې لري.

د افغانستان انټرنشنل-پښتو د څېړنو او پلټنو له مخې، د ماین چاودنو او ناچاودو مرمیو د چاودېدو د قربانیانو تر ټولو ستره برخه ماشومان، په ځانګړې توګه هلکان جوړوي.

د ډېرو ماشومانو عمرونه د شپږو او څوارلسو کلونو ترمنځ دي. هغوی یا له ناچاودو مرمیو سره د لوبو پر مهال، یا د څارويو څرولو، کباړ ټولولو، بوټو راټولولو او یا هم کور ته د مهماتو د انتقال پر وخت د چاودنو ښکار شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ خدمت ادارې د اړیکو مسوول لي وودیر افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې په افغانستان کې جګړه روانه نه ده او د ماین پاکۍ نادولتي موسسې کولی شي په ټول هېواد کې فعالیت وکړي. خو نوموړی د دغه کار پر وړاندې مهم خنډ نړیوال تمویل ګڼلی و او ویلي و، « یوازینی عامل چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ فعالیتونه محدودوي، تمویل دی».

طالبان وايي چې د چین په غوښتنه له پاکستان سره خبرې کوي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د چین په غوښتنه له پاکستان سره د متقابل درناوي او رغنده تعامل پر بنسټ خبرې کوي. یاد وزارت ویلي، چې د ارومچي په ناستو کې د متوازن او اصولي دریځ له‌مخې ګډون کوي او له پاکستان سره به هر اړخیزې مسوولانه خبرې اترې وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې له پاکستان سره د خبرو لپاره د یادې ډلې د منځنۍ کچې پلاوی چین ته رسېدلی دی.

یاد وزارت ویلي، چې طالب پلاوی به د چین په ارومچي ښار کې د خپل اصولي دریځ له‌مخې له پاکستان سره رسمي خبرې اترې وکړي.

په اعلامیه کې راغلي: « دا بهیر د چین په غوښتنه او له دغه هېواد سره د متقابل درناي او رغنده تعامل پر بنسټ مخته وړل کېږي».

طالبانو ویلي، چې د ارومچي په ناستو کې د متوازن او اصولي دریځ له‌مخې، ګډون کوي او له پاکستان سره به د ښه ګاونډیتوب، سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د امنیتي موضوعاتو د ښه مدیریت په اړه هر اړخیزې مسوولانه خبرې اترې وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته موضوعاتو حل په متقابل درناوي، نه مداخلې او رغنده تفاهم کې شوني دي او دا چاره به د سیمې د ثبات او همکارۍ لپاره زمینه برابره کړي.

په ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي هم ویلي، چې د چین ارومچي ښار ته یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو لپاره پلاوی لېږلی دی.