په بلوچستان کې په دوو جلا پېښو کې درې کسان په ډزو وژل شوي دي

د بلوچستان ایالت په کلات والسوالۍ کې د چهار شنبې په ورځ د ملي عوامي ګوند د کلات ځايي مشر میر سخي عبدالرحیم او یو ساتونکی یې هغه مهال د ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا په ډزو ووژل شول، چې د خپلو کرنیزو ځمکو لېدنې ته ورغلی و. په دغه پېښه کې د نوموړي یو ساتونکی ټپي شوی هم دی.
د پوليسو په وینا؛ د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دي او د بریدګرو د نیولو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړې دي. همدا راز په یوې بلې جلا پېښه کې ناپېژاندو وسلهوالو د کویټې هزار ګنجي سیمه کې د یوې هټۍ پر څښتن ډزې کړې او هغه یې وژلی دی.
