• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خیبر پښتونخوا کې د سختو ورښتونو له امله ۲۵ کسان مړه او ۷۷ نور ټپیان شوي دي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۴۵ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د ناورينونو مدیریت ادارې په دغه ایالت کې د ورښتونو له امله د رامنځته شوي ځاني او مالي زیانونو راپور خپور کړی. په راپور کې راغلي، چې د دغه ایالت په بېلابېلو ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له امله ۲۵ کسان مړه او ۷۷ نور ټپیان شوي دي.

د یادې ادارې د راپور له مخې؛ په مړو شویو کسانو کې ۱۸ ماشومان، دوه نارینه او پنځه ښځې شاملې دي او د ټپیانو په ډله کې بیا ۳۳ نارینه، ۹ ښځې او ۳۵ ماشومان شامل دي.

یادې ادارې ويلي، چې د دغه ورښتونو له امله د بنو، اېبټ‌اباد ،کوهاټ ،پېښور، نوشهره، باجوړ، لکي مروت، کورمې، هنګو، شانګله، بونېر، ملاکنډ، اپر دېر، بټګرام، شمالي وزیرستان او ټانک ولسوالۍ سختې اغېزمنې شوې دي، چې له کبله یې ۸۸ کورونه زیانمن شوي دي.
له بل پلوه د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې هم د سختو ورښتونو له کبله د دوو ماشومانو په ګډون ۷کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. د بلوچستان د ناورينونو مدیریت ادارې بیا ويلي، چې له دې ډلې په کیچ او لورلايي کې دوه، دوه، په کوهلو کې یو کس او په جعفر اباد او کچي والسوالیو کې بیا یو، یو ماشوم مړ شوی دی.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د مشال راډیو د خپرونو پر بندېدو خوښي څرګنده کړه او دغه رسنۍ یې "شیطاني ځاله" وبلله

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۵ GMT+۱
طالبانو د مشال راډیو د خپرونو پر بندېدو خوښي څرګنده کړه او دغه رسنۍ یې "شیطاني ځاله" وبلله
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري اژانس رییس هدایت‌الله هدایت د ازادې اروپا مشال راډیو د خپرونو پر بندېدو خوښي څرګنده کړې او دغه رسنۍ یې "شیطاني ځاله" بللې ده. نوموړي پر اېکس‌پاڼې لیکلي: «یوه لویه د مسلمانانو دوښمنه او شیطاني رسنۍ وتړل شوه».

مشال راډیو چې د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو لپاره یې فعالیت کاوه د مارچ په ۳۱مه نېټه اعلان وکړ، چې د بودجې د نشتوالي له کبله یې خپلې خپرونې وتړلې. پر افغانستان واکمن طالبان د رسنیو له ازادۍ جدي ستونزه لري او په افغانستان کې یې د مشال راډیو تر څنګ د ګڼو خصوصي رسنیو فعالیتونه بند کړي وو.

طالبانو په افغانستان کې د بیان ازادۍ فضا سخته محدوده کړې او د خبریالانو په ګډون یې په عامو خلکو باندې سخت بندیزونه لګولي دي.

اوس مهال د افغانستان دننه رسنۍ د طالبانو له لوري سانسور دي او یوازې جلا وطنه افغان رسنۍ په ازاده توګه د هېواد دننه پېښېدونکي مسایل په ازاده توګه رسنیز کولای شي.

طالبان جلا وطنه افغان رسنۍ هم تر سخت څار لاندې لري او له خلکو غواړي، چې دا رسنۍ ونه‌څاري.

تازه په هلمند کې د طالبانو والي خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د افغانستان انټرنشنل ټلوېزیوني خپرونو څخه ځانونه لیرې وساتي.

مشال راډیو خپل راډیويي او انلاین رسنیز فعالیتونه پای ته ورسول

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۲۵ GMT+۱
مشال راډیو خپل راډیويي او انلاین رسنیز فعالیتونه پای ته ورسول
100%

مشال راډیو پر خپله وېپاڼه لیکلي، چې د سختو مالي شرایطو او وضعیت له امله د ۲۰۲۶ز کال د مارچ له ۳۱مې څخه خپلې راډیويي خپرونې، ویبپاڼه، د ټولنیزو شبکو پاڼې او وټساپ تړي. دې راډيو ۱۶ کاله مخکې فعالیت پیل کړی و او د ډیورنډ کرښې په دواړو خواو کې یې خپرونې اورېدل کېدې.

دې راډیو په خپل راپور کې لیکلي، چې مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ پر ۱۵مه د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا د بلوچستان پښتون مېشتو سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشتو ولایتونو ولسونو ته خپرونې پیل کړې.

مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو ژبې څانګه وه چې مرکزي دفتر یې د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې دی.

په پېښور کې امن جرګې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د درې میاشتني اوربند غوښتنه کړې

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۲۱ GMT+۱
په پېښور کې امن جرګې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د درې میاشتني اوربند غوښتنه کړې
100%

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره په پېښور کې د امن په نامه جرګې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له دواړو خواوو د درې میاشتني اوربند او د خبرو اترو د پیل کولو غوښتنه کړې ده. په اعلامیه کې د کډوالو او سوداګرۍ پرمخ د لارو خلاصون غوښتنه هم شوې ده.

دغه جرګه د سې شنبې په ورځ د وري پر ۱۱مه، په پیښور کې وشوه. په دې جرګه کې د خیبرپښتونخوا پخوانیو سیاسي څېرو، قومي مشرانو، سوداګرو، دیني علماوو، خبریالانو او د مدني ټولنې استازو ګډون کړی و.

د دې غونډې جوړوونکو ویلي، د جرګې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او ثبات لپاره ګډه لار پیدا کول او د خبرو اترو او تفاهم فرهنګ ته وده ورکول دي.

د مسلم لیګ ګوند جګپوړي غړي ارباب خضر حیات په وینا، دغه جرګه په دواړو هېوادونو کې د امن په اړه رابلل شوې ده.

د جرګې یو بل ګډون وال هیله څرګنده کړه چې دا جرګه به نتیجه ورکړي او امن به راولي.

د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ ترینګلتیا له څو میاشتو راهیسې روانه ده او په دې وروستیو کې د پاکستان له خوا د کابل په شمول د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د هوایي بریدونو له امله ګڼ ملکي کسان وژل شوي دي.

پاکستان طالبان تورنوي چې د وسله والو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان، ملاتړي دي، خو طالبانو تل دا تورونه رد کړي دي.

اسلام اباد د بریدونو د پای ته رسېدو شرط له دې ډلو د طالبانو ، نه ملاتړ ګڼي، خو طالبان ټینګار کوي چې دا موضوع په دوی پورې اړه نه لري او د وسله والو ډلو حضور او بریدیونه د پاکستان داخلي مساله ده.

په پېښور کې د پاکستان او افغانستان د سولې لپاره امن جرګه راغوښتل شوې

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۱۱ GMT+۱
په پېښور کې د پاکستان او افغانستان د سولې لپاره امن جرګه راغوښتل شوې
100%

د پېښور پوهنتون په تالار کې د اسپایر ادارې له‌خوا د پاکستان او افغانستان د امن جرګې پرانیسته وشوه، چې په کې شاوخوا ۶۰ استازي، له سیاسي ګوندونو، مدني فعالانو او علماوو ګډون کړی دی. د جرګې هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانې شخړې حل او د سوله‌ییزو خبرو پیل کول دي.

د جرګې تنظیموونکی ارباب شهزاد د افغانستان انټرنشنل پښتو همکار رفعت الله اورکزي ته وویل: «د روانې جګړې له امله دواړو خواوو ته مرګ‌ژوبله او زیانونه اوښتي دي.»

هغه زیاته کړه: «پاکستان او افغانستان تر منځ ځانګړی تړون شته، زمونږ دود، دستور او مذهب یو دی. موږ نه شو کولی اوږدې جګړې وزغمو، له همدې امله موږ د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې لپاره دا امن جرګه راوغوښته.»

ښاغلي شهزاد وویل، جګړه د حل لار نه ده. موږ یو بل سره پیژنو او په جرګه کې هڅه کوو چې داسې وړاندیزونه وړاندې شي چې روانې شخړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

نوموړي زیاته کړه: «ستونزې په یوه ناسته نه حل کیږي، موږ به له جرګې وروسته بیا سره کینو او د امن لپاره به دوامداره هڅې وکړو.»

دا جرګه په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري او د تګ راتګ لارې د تیر کال د اکتوبر راهیسې تړل شوې دي. د جرګې پریکړې به وروسته د دواړو هېوادونو حکومتونو ته وړاندې او د عملي کولو لپاره سپارل کیږي.

د کورونو او دېوالونو نړېدنه؛ پښتونخوا کې د پرله‌پسې بارانونو له امله ۱۸ کسان مړه شوي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱
د کورونو او دېوالونو نړېدنه؛ پښتونخوا کې د پرله‌پسې بارانونو له امله ۱۸ کسان مړه شوي
100%

د خېبر پښتونخوا د طبیعي پېښو د مخنیوي ادارې (پي‌ډي‌اېم‌اې) ویلي، چې له تېرې اوونۍ راهیسې د دې ایالت په بېلابېلو ولسوالیو کې د پرله‌پسې بارانونو له کبله په سېلابونو او نورو پېښو کې ۱۸ کسان مړه او ۷۲ نور ټپیان شوي دي.

یاده اداره وایي، د کورونو او دېوالونو د نړېدو په پېښو کې ۱۴ ماشومان، درې ښځې او یو سړی مړه شوي دي. همداراز په ټپیانو کې ۳۳ ښځې او ۷ ماشومان شامل دي. د خېبر پښتونخوا د حکومتي چارواکو په وینا، د مرګ‌ژوبلې ډېره برخه په بنو ولسوالۍ کې اوښتې چې هلته د ۷ ماشومانو په ګډون یوه ښځه مړه شوې ده.

له دې سره، په اېبټ‌اباد، پېښور، کوهاټ، بټګرام او شمالي وزیرستان کې د دغه تلفاتو د سیمو په نوملړ کې شاملې دي.

د شمېرو له‌مخې، ټول‌ټال په خېبر پښتونخوا کې ۶۰ کورونه نړېدلي چې نیمایي برخه یې په بنو ولسوالۍ کې دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت خبرداری ورکړی، چې په دې ایالت کې د بارانونو لړۍ لا هم روانه ده او د اپرېل له لومړۍ څخه د اپرېل تر څلورمې پورې به د ورښتونو بله څپه هم پیل شي.