• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ایران او پاکستان نه ۲۶۹ کډوالې کورنۍ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۵۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، چې پرون د چهارشنبې په ورځ ۲۶۹ کورنۍ له ایران او پاکستان نه په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي. یاد کمېسیون ویلي، چې په همدې ورځ ۵۴ نورې کورنۍ بیا خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.

د طالبانو دغه کمېسیون د پنجشنبې په ورځ (د وري ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې ډلې د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۴۶، د ننګرهار د تورخم له لارې ۸۹، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۳۵ او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۹۹ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

طالبانو ویلي، چې سلګونه ستنو شویو کورنیو ته یې لومړنۍ مرستې هم ورکړې دي.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۴کال په لړ کې له ایران او پاکستان نه ۳مېلیونه او ۱۱۴زره کډوال په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستانه شوي دي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

په بغلان کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۲۳ GMT+۱
په بغلان کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی
100%

په بغلان کې د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د سختو سېلابونو له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی. د یاد ریاست په وینا؛ دغه سېلابونو تر سلو ډېر کورونه ویجاړ کړي دي.

یاد ریاست زیاته کړې ده، چې یاد سېلابونه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري، دوشي او دهنه غوري ولسوالیو کې راوتلي دي. تر دې وړاندې د پلخمري ځایي اوسېدونکو ویلي و، چې د کرکر، افسوټر، قول‌اهن‌دره او کارته عبدالرحمان سیمې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي. د معلوماتو له مخې؛ سېلاب د سې‌شنبې په شپه شاوخوا اته بجې راوتلی دی.

ورته مهال په لوګر کې هم د طالبانو مرستیال والي محمدانور دین‌پرور خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو شاوخوا ۳۰۰ کورونه او ۳زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.

له بل پلوه د طالبانو د هواپوهنې ادارې خبر ورکړی، چې په ۳۳ ولایتونو کې (د روانې وري میاشتې له ۱۲مې تر ۱۵مې) د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی.

د کونړ زلزله ځپلو لپاره ۱۵ جوړ شوي کورونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۱
د کونړ زلزله ځپلو لپاره ۱۵ جوړ شوي کورونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
100%

په کونړ کې د نورګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال عبدالظاهر وايي، چې یوې موسسې د یادې ولسوالۍ په مزار دره کې یوشمېر زلزله ځپلو ته ۱۵ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل. د هغه په وینا؛ دغه کورونه د «قدم» په نوم یوې مرستندویه ادارې د ۱۰ مېلیونه افغانۍ په لګښت جوړ کړي دي.

د یادې موسسې مسوول کریم‌الله صافی وايي، چې دغه پېسې په برېتانیا او امریکا کې افغانانو د همدې مرستې لپاره ورته لېږلې وې. نوموړي ویلي، چې د ورته نورو کورونو د جوړېدو پلان هم لري.

هغه زلزله ځپلو چې یاد کورونه یې تر لاسه کړي د نورو بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره یې هم د سرپناه پر برابرولو ټینګار وکړ. د طالبانو د نورګل ولسوال عبدالظاهر وايي، چې په څوکۍ او نورګل ولسوالۍ کې یې د ۳۵۰ کورونو له ډلې ۲۵۹ جوړ کړي او په نږدې راتلونکې کې به ګڼ نور کورونه هم ګټې اخیستنې ته وسپاري.

د کونړ نورګل او څوکۍ ولسوالۍ تر ټولو ډېر زلزلې ځپلې دي، چې له امله یې ګڼې کورنۍ د کونړ په بېلابېلو سیمو کې په لنډمهاله مېشت غالو کې ځای پرځای شوې دي. د زلزلې او جګړې له کبله بې‌ځایه شوې کورنۍ دا مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې لویه هغه یې د سرپناه نشتوالی ښودل شوی دی.

د افغانستان پارلمان یوه پخواني غړي د مېرمنو د حقونو لپاره په بروکسل کې د اعتراض خیمه وهلې

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۲ GMT+۱
د افغانستان پارلمان یوه پخواني غړي د مېرمنو د حقونو لپاره په بروکسل کې د اعتراض خیمه وهلې
100%

د افغانستان پخوانی د ولسي جرګې غړی، بکتاش سیاوش د افغان مېرمنو د حقونو د ملاتړ په موخه د اروپایي پارلمان په وړاندې په بروکسل کې د اعتراض خیمه وهلې ده.

سیاوش د چهارشنبې په ورځ، د ټولنیزو رسنیو له لارې، د افغانستان د «جنسیتي اپارتاید» په رسمیت پېژندلو او د اروپایي ټولنې د طالبانو سره د دیپلوماتیکو اړیکو د بندیدو غوښتنه وکړه.

هغه وویل چې له تېرو شاوخوا ۱۶۰۰ورځو راهیسې افغانې ښځې او نجونې له زده‌کړې او کار څخه محرومې دي، خو نړیواله ټولنه، په ځانګړي ډول اروپایي ټولنه، لا هم دا وضعیت د جنسیتي اپارتاید په توګه نه دی پېژندلی.

سیاوش له اروپایي هېوادونو پوښتنه کړې چې «څه ته انتظار کوي څو دا وضعیت په رسمي توګه د جنسیتي اپارتاید په توګه وپیژني.»

هغه ټینګار کړی چې دا اعتراض د یوې اوږدې مبارزې پیل دی او په راتلونکي کې به د عدالت غوښتنې لپاره اروپایي ښارونو ته سفرونه وکړي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته، په افغانستان کې پر ښځو سخت محدودیتونه لګېدلي او دوی له زده‌کړې، کار او عامه ژوند څخه محرومې شوي دي.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو په اړه سیاستونه «د انسانیت پر ضد جرم» بللي او احتمال یې ورکړی چې دا اقدامات د جنسیتي اپارتاید نمونه وي.

افغان ښځې دغه سیاستونه د جنسیتي اپارتاید روښانه مثال ګڼي او د نړیوالې ټولنې له خوا د پېژندنې او د جرم په توګه د منلو غوښتنه کوي.

په سکاټلینډ کې افغانانو او تاجکانو په ګډه د نوروز جشن ونمانځه

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۳۴ GMT+۱
په سکاټلینډ کې افغانانو او تاجکانو په ګډه د نوروز جشن ونمانځه
100%

په سکاټلینډ کې د افغان کډوالو د ملاتړ یوې ټولنه او د تاجکستان سفارت په یوه ګډه غونډه کې د نوروز جشن ونمانځه.

د «ګلاسګو افغان یونایټډ» ټولنې له خوا د ترسره شوې غونډې په اړه ویل شوي، چې په دې مراسمو کې مېلمانه، ویناوال او هنرمندان د هغو هېوادونو له فرهنګي سیمو سره تړلي وو چې د نوروز دود لري.

د غونډې د تنظیموونکو په وینا، د نوروز او د پسرلي د رارسېدو په مناسبت دا مراسم د کډوالوټولنو د فرهنګي میراث د ساتنې او د دوی د ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره جوړ شوي وو.

100%

په دې غونډه کې ویناوالو د نوروز د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ګډونوالو ته د دودیزې موسیقۍ پروګرام وړاندې شو چې د ګډو فرهنګي ارزښتونو او میراث څرګندونه یې کوله.

د غونډې د تنظیموونکو په وینا، نوروز یوازې د نوي کال د پیل نښه نه ده، بلکې د کډوالوټولنو لپاره د یووالي، فرهنګي تنوع او د راتلونکي لپاره د هیلې د څرګندونې یوه مهمه موقع هم ده.

په ایرلنډ کې د کب نیولو پر مهال دوه افغان وروڼه مړه شوي

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۱۸ GMT+۱
په ایرلنډ کې د کب نیولو پر مهال دوه افغان وروڼه مړه شوي
100%

ایرلنډي رسنیو راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې دوه افغان وروڼه د کب نیولو پر مهال د دې هېواد په اوبو کې مړه شوي دي.

دایرلنډ ټایمز د راپور له مخې، تاج‌الدین صافي او صلاح‌الدین صافي، چې د لیمرک ښار اوسېدونکي وو، د سې‌شنبې په ورځ د کلر په سیمه کې د کب نیولو پر مهال اوبو ته لوېدلي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

راپور زیاتوي چې د دغو دوو وروڼو جسدونه، چې عمرونه یې ۳۰او ۲۰کاله وو، مازیګر شاوخوا څلور بجې د ساحلي ساتنې د چورلکې له لوري له اوبو راایستل شوي دي.

یاد افغان وروڼه نږدې لس کاله وړاندې ایرلنډ ته تللي وو او د لیمرک په ښار کې یې ژوند کاوه.

د دوراس په نوم د یوه خېریه بنسټ مشر جان لانن ویلي چې دا وروڼه د سیمې او دټولنې د درناوي وړ غړي وو او مړینه یې د ځایي خلکو لپاره لویه ضایعه ده.