• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زابل کې د تندر لوېدو پېښه؛ يوه مېرمن مړه شوې او څلور کسان ټپیان دي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۳۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۱۴ GMT+۱

د زابل ولایت د میزانې ولسوالۍ په ربغۍ سیمه کې د تندر لوېدو له امله يوه مېرمن مړه شوې او څلور کسان نور ټپيان شوي. په دغه ولایت کې ځایي طالب چارواکي وایي چې ټپيان یې روغتون ته لېږدولي دي.

زابل ولایت کې د طالبانو والي وياند صديق الله وثيق ویلي، چې پېښه نن د ربغۍ سیمه کې رامنځته شوې او ټپيان د سیمې روغتون ته لېږدول شوي او د هغوی روغتيايي وضعیت تر څارنې لاندې دی.

په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې شدید بارانونه او سیلابونه را منځته شوي چې د مالي زیانونو ترمنځ یې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې.

دا پېښې د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې رامنځته شوي، او د سیمې خلک له امنیتي او بشري ستونزو سره مخامخ دي. چارواکي او مرستندویه ادارې هڅه کوي چې زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې برابرې کړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: طالبانو پر کونړ د پاکستان له بریدونو وروسته انتقامي بریدونه پیل کړي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۱

سرچینې وايي، طالبانو پر کونړ د پاکستان له بریدونو وروسته نن ماښام انتقامي بریدونه پیل کړي دي. طالبان وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کونړ پر سرکاڼو او مرورې ولسوالیو په بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وايي، دمګړۍ د کونړ ولایت اړوند ډيورند کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده. د سرچینې په وینا، په دې جګړه کې له سپکو او درنو وسلو هم استفاده کېږي.

لاتراوسه دواړو لوریو د اوښتې احتمالي مرګ‌ژوبلې په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو د ویاند مرستیال وايي، پاکستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کونړ پر سرکاڼو او منورې ولسوالیو ۱۵۵ توغندي توغولي او له امله یې ۲ کسان وژل شوي او ۱۰ ماشومان ټپيان شوي دي.

ویل کېږي په دې بریدونو کې یو موټر هم له‌منځه وړل شوی دی.

طالبان: په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان په بریدونو کې ۲ ماشومان مړه او ۲۵ ملکیان ټپیان شوي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، چې د پاکستان پوځ په تېرو دوو ورځو کې د کونړ، پکتیکا او خوست ولایتونو پر بېلابېلو سیمو د هاوان، توپچي او د ډرون بریدونه کړي. هغه ویلي، د دغو بریدونو په پایله کې ۲۵ تنه ملکیان، چې ډېری یې ماشومان دي، ټپیان شوي او دوه تنه وژل شوي دي.

نوموړي په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې یوازې د کونړ ولایت د سرکاڼو او مرورې ولسوالیو پر بېلابېلو سیمو ۱۵۵ د هاوان او لیرې واټن ویشتونکو توپونو مرمۍ لګېدلې دي. د هغه په وینا، په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ناواپاس د دوسرکې په سیمه کې هم لسګونه مرمۍ لګېدلي، چې له امله یې اته ماشومان ټپیان شوي او دوه نور وژل شوي دي.

فطرت زیاته کړې، چې د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې د ډرون برید له امله درې تنه ملکیان ټپیان شوي دي. هغه همداراز ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ بیا د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ ته ۱۸۵ مرمۍ توغول شوي، چې له امله یې لس تنه ملکیان ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره، د کونړ د منورې، دانګام، ناړۍ او شلتن ولسوالیو پر بېلابېلو سیمو هم ۱۷۸ د توپونو او هاوانونو مرمۍ لګېدلي، خو هلته د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

هغه دا هم ویلي، چې د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ د جنډو غرې په سیمه کې د ډرون په برید کې دوه تنه ملکیان ټپیان شوي دي.

تر اوسه د پاکستان لوري د دغو بریدونو او په کې د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.

عزیزي: په صنعتي سیمو کې ۵۰۰ شرکتونو ته ۲۵۰۰ جریبه ځمکه وېشل شوې ده

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي چې په تېر لمریز کال کې د هېواد په بېلابېلو صنعتي سیمو کې نږدې ۵۰۰ شرکتونو ته څه باندې ۲۵۰۰ جریبه ځمکه وېشل شوې ده. هغه وویل چې ۱۵۰۰ نورو شرکتونو ته هم ځمکې وېشل کیږي.

عزیزي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ، د وري پر ۱۳مه، په صنعتي سیمو کې د نیالګیو کښېنولو د سراسري کمپاین پر مهال وکړې، چې د طالبانو په وینا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په نوښت او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې په همکارۍ د هېواد د زرغونولو په موخه پیل شوی دی.

عزیزي وویل، چې په صنعتي سیمو کې د بنسټیزو تاسیساتو له جوړېدو سره به نږدې ۱۵۰۰ نورو شرکتونو ته هم ځمکه ووېشل شي.

هغه له هغو صنعتکارانو چې ځمکې ورکړل شوې، وغوښتل چې د خپلو پلانونو له مخې فعالیت پیل کړي او که داسې ونه شي د قانون له مخې به ځمکې بېرته ترې واخیستل شي.

د طالبانو یاد وزیر زیاته کړه چې په کوردننه پانګونه د بهرنیو هېوادونو په پرتله ګټوره ده، ځکه هم پانګوال او هم ولس ترې ګټه اخلي. هغه دا کار د اوسني اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره مهم وباله.

عزیزي د چاپېریال ساتنې پر ارزښت هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې د نیالګیو کښېنول د اکسیجن د تولید، د هوا د ککړتیا د کمېدو، د وچکالۍ د مخنیوي او د کرنیزو محصولاتو د زیاتېدو لامل ګرځي، چې په پایله کې د صادراتو کچه هم لوړېږي.

عزیزي له ټولو هېوادوالو، په ځانګړي ډول له صنعتکارانو او د کرنې او مالدارۍ سکتور له غړو وغوښتل چې د نیالګیو کښېنولو په کمپاین کې فعاله ونډه واخلي.

په دې غونډه کې د صنعت سکتور ځینو مشرانو هم خبرې وکړې او صنعتکاران یې وهڅول چې د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا لپاره عملي ګامونه واخلي.

ازبکستان د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړو پر ډېپلوماتیک حل ټینګار کړی

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۱۸ GMT+۱

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي او له ډیپلوماټیکو لارو یې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې بختیار سعیدوف د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د ټیلیفوني اړیکې پرمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبان او پاکستان ترمنځ د د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې د اسلام‌اباد د هڅو ستاینه کړې ده او له ډیپلوماټیکو لارو یې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړه د تېرو څو میاشتو راهیسې دوام لري او تازه د چین په منڅګړییتوب د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو زمینه زمینه برابره شوې ده.

د طالبانو او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو اعلان کړی، چې د چین ارومچي ته یې د خبرو اترو لپاره منځپوړي پلاوي استولي دي.

متحده عربي اماراتو د افغانستان له سېلاب ځپلو سره خواخوږي وښوده

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۴۳ GMT+۱

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګده کړې ده. طالبانو ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۵۶ کسان مړه او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د وري ۱۳مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د سختو بارانونو له امله د رامنځته شویو سېلابونو او ځمکې ښوېدنې د قربانیانو له کورینو سره خپله خواخوږي ښودلې او د ټپیانو د چټکې روغتیا هیله یې کړې ده.

له تیرې یوې اونۍ راهیسې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د بارانونو له وریدو وروسته سېلابونه رواتلي، چې په پایله کې یې ۵۶ کسان مړه او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو ویلي، چې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۴۶۲۲ کورنۍ زیانمني شوې، سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.