• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د فیفا په ډلبندۍ کې شاتګ؛ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په نړۍ کې ۱۶۹م مقام خپل کړی

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۱۵ GMT+۱

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د فیفا په تازه ډلبندۍ کې په نړۍ کې اووه درجې شاتګ کړی او ۱۶۹م مقام یې خپل کړی دی. د دغه ډلبندۍ پر بنسټ د افغانستان فوټبال په وروستیو کلونو کې د پرله‌پسې بحرانونو او ماتو وروسته شاتګ کړی دی.

افغانستان په اسیا کې بیا ۳۲م مقام خپل کړی.
د نړۍ او اسیا غوره لوبډلې:
په نړۍواله ډلبندۍ کې د فرانسې لوبډلې لومړی، د هسپانیا دویم او د ارجنټاین لوبډلې بیا درېیم مقام خپل کړی دی.
په اسیا کې بیا د جاپان، ایران او سویلي کوریا لوبډلې په ترتیب سره لومړی، دویم او درېیم مقامونو خپل کړي دي.
تر ټولو ډېر پرمختګ او شاتګ:
د ویتنام لوبډلې په دغه ډلبندۍ کې تر ټولو زیات پرمختګ کړی، ۹ خانې مخکې راغلې او د ۳۶.۱۷ مثبتو نمرو سره یې د غوره امتیازونو فعالیت هم ثبت کړی دی.
کوزوو چې په نړۍ کې ۷۸م مقام لري، د هغو لوبډلو څخه ده چې په دغه ډلبندۍ کې یې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
بل لوري ته د مالیزیا لوبډلې په دغه ډلبندۍ کې تر ټولو خراب فعالیت تجربه کړ، منفي ۵۹.۶۷ نمرې یې ترلاسه کړې او ۱۷ خانې یې شاتګ وکړ.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې دغه شاتګ د یادې لوبډلې په جوړښت او فعالیت کې جدي ننګونې په ګوته کوي؛ یوه داسې مسله چې د پرمختګ لارې ته د ستنېدو لپاره پاملرنې او بنسټیزې پلان جوړونې ته اړتیا لري.

100%

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو خپروونکي ګواښلي

۳
ځانګړی راپور

یوه حرامه، بله حلاله؛ له موسیقۍ سره د طالبانو د چلند دوه بڼې

۴

له ترکیې د راګرځېدلي طالب پلاوي په راپور کې د ۸ مړه شویو افغانانو یادونه نه‌ده شوې

۵

د عراق پارلمان افغانستان ته د تېلو د قاچاق موضوع څېړي