• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو مرکز: طالبان په پراخه کچه ښځې، ماشومان او ژورنالستان ځوروي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۲:۰۶ GMT+۱

د افغانستان د بشر حقوقو مرکز تازه راپور ښيي چې طالبانو د خلکو په بنسټیزو حقوقو او ازاديو پراخ او سیسټماټیک بریدونه کړي، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو حقونه. راپور زیاتوي چې د شکنجې، سزاوو، ناامنیو، اقتصادي بحران او ښوونې او روزنې کمښت په ګډون وضعیت په ټول هېواد کې بحراني شوی.

د افغانستان د بشر حقونو مرکز په تازه راپور کې ویلي، طالبان د خلکو حقوق په سیسټماټیکه توګه تر پښو لاندې کوي. ښځې او نجونې د شدید تبعیض، د تعلیم له محدودیتونو، شکنجې او تعذیري مجازاتو سره مخ دي. فعالان، ژورنالستان او د ښځو د حقونو مدافعان نیول شوي، شکنجه شوي او ځینې یې حتا جنسي هم ځورول شوي.

راپور څرګندوي چې د نجونو زده‌کړې تر شپږم ټولګي پورته محدودې شوي او که دا وضعیت تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، نږدې څلور میلیونه نجونې د منځنیو زده‌کړو فرصت له لاسه ورکوي او د لوړو زده‌کړو امکانات به یې له منځه ولاړ شي. د طالبانو امنیتي ادارې، په ځانګړي ډول ریاست ۴۰، د شکنجې مرکزي ځایونه دي او ځینې نیول شوي کسان د شکنجې له امله مړه شوي دي.

په تېرو کالونو کې لږ تر لږه ۱۶۵ ژورنالستان او رسنۍ کارکوونکي نیول شوي او ځیني یې شکنجه شوي دي، چې یوازې په تیر کال کې ۱۷ ژورنالستان نیول شوي دي. د عدلي او قضایي نظام بدلونونه هم د خلکو عدالت ته د لاسرسي مخه نیولې ده، ښځې له محاکمو بشپړ ایستل شوي، او محتسبینو ته اجازه ورکړل شوې چې خلک پرته له قانوني څارنې ونیسي او تنبیه کړي.

راپور وايي چې طالبانو په ۱۴۰۴ کال کې ۱۰۸۷ کسان په درو وهلي او پنځه کسان یې د قتل په تور اعدام کړي دي. ملکیان د وسله‌والو نښتو او ډيورنډ په کرښه کړکیچونو له امله هم زیانمن شوي؛ ۳۱۰ تنه وژل شوي او ۹۷۴ټپیان شوي دي.

ماشومان د فقر، خوراکي ناامني، تعلیم ته محدود لاسرسی، ناامني، جنسي او فزیکي تاوتریخوالي، او د اجباري او کم عمر واده سره مخ دي. نږدې ۸.۷ میلیونه افغانان د خوراکي ناامني لاندې ژوند کوي، ۴۵سلنه ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه کېږي او د شدیدې خوارځواکۍ کچه په ۲۷ ولایتونو کې د بېړني حد څخه پورته ده.

اقتصادي وضعیت هم د خلکو ژوند سخت کړی؛ نږدې ۹.۵ میلیونه افغانان د خوراکي ناامني سره مخ دي، ۴.۶ میلیونه ماشومان او میندې د خوارځواکۍ ښکار دي، او د بیکارۍ کچه لوړه شوې ده. د پانګونې نشتوالی، خصوصي سکتور کې کمزوري، او د کډوالۍ د زیاتوالي له امله د خلکو اقتصادي فشار نور هم زیات شوی دی.

په راپور کې راغلي چې ښوونه او روزنه د کمیت او کیفیت له پلوه ټیټه شوې، فرهنګي فعالیتونه لکه نوروز او شب یلدا محدود شوي یا په پټه ترسره کېږي، د زیارتونو او مذهبي ځایونو دروازې د خلکو پر وړاندې تړل شوي دي.

د بشر حقونو مرکز ټینګار کوي چې طالبان د بشري حقونو، ښځو او ماشومانو پر وړاندې پراخ او سیسټماټیکې سرغړونې کوي، شکنجه یې یو معمولی وسیله ګرځولې، او د خلکو ژوند یې په ټول هېواد کې له ګڼو خطرونو سره مخ کړی دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په غور او هرات کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۱۲ کسان نیولي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په دوو جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې د دوی ځواکونو په هرات کې او غور ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د کاروبار په تړاو ۱۲ کسان نیولي دي. خبرپاڼه کې راغلي، غور کې د نشه‌يي توکو د تولید دوه کارخونې هم کشف او وسایل یې ورته سوځولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په غور کې د دغو کارخونو په تړاو یې ۴کسان هم نیولي دي. د طالبانو یاد وزارت زیاته کړې چې په هرات کې هم د دوی د ځواکونو له لوري د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۸کسان د نشه‌يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.

همدا راز ویل شوي چې هرات کې له نیول شویو کسانو څخه تریاک، شیشه، نشه‌يي ګولۍ او الکولي مشروبات هم ترلاسه شوي؛ خو د مقدار په تړاو یې خبرپاڼه کې څه نه دي ویلي.

نیوکې دي چې طالبان خپله هم د نشه‌يي توکو په کاروبار او قاچاق کې پراخ لاسونه لري او د تېر جمهوري نظام پر مهال دغه کاروبار د دې ډلې د جګړې د تمویل له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېده. د دې ډلې پر لوړ پوړو غړو تور دی چې د نشه‌يي توکو په کاروبار کې په لویه کچه ښکېل دي.

طالبانو په تېره یوه اونۍ کې ۶۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۴۴ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې په تېره یوه اونۍ کې یې په بېلابېلو ولایتونو ۶۱ کسان د بند ترڅنګ په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، یوازې د یوې اونۍ په ترڅ کې په هرات، بلخ، جوزجان، دایکندي، فاریاب، سمنګان، فراه، پکتیکا، ننګرهار او پروان ولایتونو کې ګڼو کسانو ته سزاوې ورکړل شوې دي. د معلوماتو له مخې، په ځینو ولایتونو کې دا شمېر څو کسانو ته رسېږي، لکه په پروان کې ۱۷ تنه او په جوزجان کې شپږ تنه.

په خبرپاڼه کې راغلي، ددغه ۶۱ کسانو له ډلې، په هرات کې ۷، بلخ کې ۷، جوزجان کې ۶، فاریاب کې ۶، سمنګان کې ۴، دایکندي کې ۴، فراه کې ۵، پکتیکا کې ۲، ننګرهار کې ۶ او په پروان کې ۱۷ تنه په غلا، اخلاقي فساد او طالب چارواکو ته په سپکاوي تورن شوي و.

د سترې محکمې د راپور له مخې، په همدې موده کې د هېواد په بېلابېلو محاکمو کې سلګونو قضیو ته هم رسېدنه شوې ده.

د یادولو وړ ده، چې د بشري حقونو بنسټونه او نړیوالې ادارې پر دې ټینګار کوي چې دا ډول سزاوې، په ځانګړي ډول علني تطبیق، د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي او باید ودرول شي.

پر افغان نارینه‌وو د سیما سمر نیوکې؛ د اعدامونو ځایونو ته ورځئ خو د نجونو حق‌ نه شئ غوښتلی

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۵ GMT+۱

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره سیما سمر پر افغان نارینه‌وو په نیوکې سره وايي، په هېواد کې نارینه‌وو د نجونو او ښځو د زده‌کړو د دوام په تړاو مقاومت نه‌دی کړی.

سیما سمر د پنجشنبې په ورځ (د وري ۱۳مه) په افغانستان کې د بشري حقونو د بد وضعیت په اړه د راپور خپرېدو په تړاو جوړه شوې انلاین غونډه کې له زده‌کړو د افغان نجونو ۵ کلن محرومیت د نه‌جبران وباله او زیاته یې کړه، د دغه وضعیت په دوام سره به له ښارونو سربېره په کلیو او بانډو کې د ژوند شرایط سخت شي.

سمر وویل: «افغان نجونې د خپل عمر داسې وخت له لاسه ورکوي، چې زده‌کړو لپاره ډېرې چمتو دي. دا هېڅوک هم نه‌شي جبران کولی او دغه وضعیت د افغانستان په ښارونو او کلیو او بانډو کې وضعیت لاپسې کړکېچن کوي».

هغې زیاته کړده، افغان نارینه‌وو د زده‌کړو له دوامه د نجونو د محرومیت په تړاو جدي غبرګون نه‌دی ښودلی، په داسې حال کې چې د طالبانو له لوري په اعدام او یا هم دُرو وهلو ځایونو کې زرګونه کسان راټولېږي.

سیما سمر زیاته کړه: «په داسې حال کې چې یو کس یا ښځه د افغانستان په هر ځای کې اعدامېږي یا هم په دُرو وهل کېږي زرګونه کسان یې نندارې ته ورځي، خو د نجونو د زده‌کړو له حق څخه د دفاع لپاره د کورنیو نارینه مقاومت نه‌کوي».

هغې همداراز خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې باید د دې اجازه‌ ونه‌کړل شي، چې د بشري حقونو نقضېدل پر یوه عادي امر بدل شي.

د سیما سمر دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو دوه ورځې وروسته (شنبه د وري ۸مه) طالبانو په هرات کې دوه ټولنیز فعالان قدوس خطیبي او فیاض غوري د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانېستلو د ملاتړ له امله نیولي وو او بیا یې په سبا (یکشنبه د وري ۹مه) بېرته خوشې کړل.

طالبانو د نجونو ښوونځیو د ملاتړ له امله دوه نیول شوي ټولنیز فعالان خوشې کړل | افغانستان انټرنشنل پښتو

په افغانستان کې د تېرې پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) د ۱۴۰۵ کال تعلیمي له شپږم ټولګي پورته له نجونو زده‌کوونکو پرته پیل شو. ډېریو نړۍوالو بنسټونو هیله ښودلې وه، چې سږکال به د طالبانو له لوري نجونو د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړل شي، خو د هغوی هیله هم د افغان نجونو زده‌کوونکو په څېر یوازې هیله پاتې شوه.

طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته د «امر ثاني» په نوم له زده‌کړو منع کړې. دغې ډلې بیا شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو او همداراز یې پوره ۲ کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زده‌کړې هم بندیز ولګاوه.

یونېسف ویلي، دمګړۍ په افغانستان کې د روان وضعیت په دوام سره به تر ۲۰۳۰ کال پورې د زده‌کړو له دوامه د پاتې نجونو زده‌کوونکو شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د بې سوادانو شمېر مخ په لوړېدو دی او دمګړۍ شاوخوا ۷ میلیونه ماشومان د طالبانو او نورو محدودیتونو له امله له زده‌کړو بې برخې دي.

د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور؛ ازبکستان کې پنځه افغانان په اوږدمهاله بند محکوم شول

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۴ GMT+۱

ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد په فرعانه ولایت کې پنځه افغانان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور د اوږدمهاله بند په سزاوو محکوم شوي دي. د ازبکستان د دولتي امنیتي خدمتونو ادارې ویلي، یاد کسان د محکمې له لوري له ۱۲ څخه تر ۱۵ کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.

دغو افغانانو کې دوه وروڼه هم شامل دي چې د پلټنو په ترڅ کې یې په دې قضیه کې لاس لرل ثابت شوي دي. تر دې وړاندې، د سپټمبر په میاشت کې راپور ورکړل شوی و چې د مرغیلان ښار یو ۴۲ کلن سوداګر له خپل ۳۶ کلن ملګري سره هغه مهال ونیول شو، کله چې یې نږدې ۱۰ کیلوګرامه چرس ترلاسه کول.

ویل شوي چې دغه نشه يي توکي له افغانستان څخه د سرخان ‌دریا ولایت ته لېږدول شوي وو او وروسته د فرغانه ولایت د یازیابان ولسوالۍ په یوه پټنځای کې ساتل شوي وو، څو د فرغانه په دره کې وپلورل شي.

د چارواکو په وینا، له دغه سوداګر څخه د تېښتې د هڅې پر مهال شاوخوا ۱۴ زره او ۵۰۰ امریکایي ډالر او تر ۶ میلیونو زیات ازبکستاني سوم هم ضبط شوي دي. همدارنګه، د درېیم کس په کور کې چې په دې قضیه کې د همکارۍ شک پرې کېده، شاوخوا ۱۱۰ ګرامه تریاک، ۱۲۰۰ ډالر او ۲۸ میلیونه سوم موندل شوي دي.

د پلټنو په دوام کې، دوه نور کسان چې سره وروڼه دي او ۳۱ او ۳۹ کاله عمر لري، هم د دې شبکې د غړو په توګه پېژندل شوي دي. د بغداد سیمې د جنايي جرمونو محکمې دغه پنځه تنه د ازبکستان د جزا قانون د څو مادو پر بنسټ، چې پکې د نشه يي توکو قاچاق او ناقانونه ساتنه شامله ده، مجرم وپېژندل.

د ازبکستان چارواکو ویلي چې دا قضیه په سیمه کې د نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې د هڅو یوه برخه ده؛ هغه پدیده چې ډېری وخت د افغانستان له لارې د تېرېدونکو لارو سره تړل کېږي. تر دې وړاندې هم د ازبکستان سرحدي ځواکونو د څو کیلوګرامه چرسو د نیولو خبر ورکړی و، چې له افغانستان څخه دغه هېواد ته قاچاق کېدل.

طالبانو په هېواد کې د اوبو کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی

۱۳ وری ۱۴۰۵ - ۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبرداری ورکړی، چې د وري له ۱۴مې تر ۱۶مې نېټې پورې به د افغانستان په ګڼو سیندیزو حوزو کې د شدیدو اورښتونو او د واورو د ویلې کېدو له امله د سېلابونو د راوتلو او همداراز د اوبو کچې د راپورته کېدو احتمال زیات وي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د اقلیمي بدلون اغېزو او د هوا پوهېنې د ملي او نړیوالو ادارو د وړاندوینو له‌مخې، په یادو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نسبتا شدیدو اورښتونو امکان شته او ورسره به د سېلابونو خطر هم لوړ شي.

د معلوماتو له‌مخې، د سېلابونو ډېر خطر د هریرود مرغاب، هلمند، شمال، کابل او امو سیندیزو حوزو او اړوندو سیلبرونو کې اټکل شوی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي، چې د هرات، غور، بادغیس، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، ارزګان، زابل، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، سمنګان، غزني، لوګر، میدان وردک، کابل، پنجشېر، کاپیسا، پروان، پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، بدخشان، تخار، کندوز او بغلان په سیندونو کې د اوبو د کچې لوړېدو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

وزارت له هغو خلکو چې د سیندونو پر غاړو او ټیټو سیمو کې ژوند کوي غوښتي، چې احتیاطي تابیاوې ولري، د سېلاب پر مهال د سیندونو له غاړو لرې پاتې شي او د ځان او کورنیو د خوندیتوب لپاره لازمې تابیاوې ولري، څو د احتمالي ځاني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

یاده دې وي چې، په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو اورښتونه او سېلابونه له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او همداراز یو شمېر کورونه، کرنیزې ځمکې او عامه تاسیسات هم زیانمن شوي دي.