امریکا تر دې وړاندې خپلې طبي مرستې د «روغتیا د نړیوال اکمالاتي ځنځیر» په نوم د یوه پروګرام له لارې سمبالولې، چې د یوې خصوصي کمپنۍ له خوا اداره کېده.
دغه پروګرام له ۲۰۱۶ تر ۲۰۲۴ کال پورې له ۵ میلیاردو ډالرو څخه زیات د اېچایوي او ملاریا اړوند درمل او تجهیزات شاوخوا ۹۰ هېوادونو ته، چې ډېری یې په افریقا او اسیا کې دي، رسولي دي.
خو دا پروګرام هغه مهال ودرېد، کله چې ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د دویم پړاو په پیل کې بهرنۍ مرستې ودرولې. له دې امله، په میلیونونو ډالرو ارزښت لرونکي درمل او تجهیزات په بندرونو او ګودامونو کې پاتې شول؛ وروسته د ځانګړو اجازو په ورکولو سره، د دغو مرستو یوه برخه بېرته پیل شوه.
اوس د دې پروګرام راتلونکی ناڅرګند دی، ځکه د امریکا حکومت د بهرنیو مرستو د کمولو او د هغوی د جوړښت د بدلون په حال کې دی، ځینې ادارې ختموي او غواړي چې د منځګړو شرکتونو پر ځای په مستقیم ډول له هېوادونو سره همکاري وکړي.
د درملو د کمښت اندېښنه
د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپلو کارکوونکو ته په ۱۷ افریقایي هېوادونو او هایتي کې په استول شوي برېښنالیک کې ویلي، چې د دې پروګرام عملي کول دې د مې میاشتې تر پایه ودرول شي. په دغه برېښنالیک کې همدارنګه راغلي، چې د دې پروګرام د مسوول شرکت قرارداد به د سپټمبر په پای کې ختم شي.
په همدې حال کې خبرداری ورکړل شوی، که د بدلون بهیر په سمه توګه ترسره نهشي، نو حیاتي خدمات به له جدي خطر سره مخ شي.
ناڅرګند راتلونکی او نوې خبرې اترې
ځینو سرچینو بیا ویلي، چې امریکا د«ایډز، نري رنځ او ملاریا پر وړاندې د مبارزې نړیوال صندوق» سره په خبرو بوخته ده، څو په راتلونکي کې د درملو د پېر او وېش لپاره د همدې بنسټ له سیسټم څخه کار واخلي. دغه صندوق اوس مهال هر کال نږدې ۲ میلیارد ډالره طبي تجهیزات د دغو ناروغیو لپاره برابروي.
په وروستیو میاشتو کې، امریکا ژمنه کړې، چې په مستقیم ډول به د کینیا، روانډا او یوګانډا په څېر هېوادونو ته مالي مرستې ورکړي، خو د دغو پروګرامونو جزییات لا هم بشپړ شوي نهدي او په ځینو مواردو کې له قانوني ستونزو او یا هم ځنډ سره مخ دي.