مکرون د خپلې مېرمنې په اړه د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون وښود

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونو ته غبرګون وښود چې ویلي یې و، د مکرون مېرمن له هغه سره «ناوړه چلند» کوي. ټرمپ وړاندې ویلي و، چې د مکرون «په مخ څپېړه» لا نهده روغه شوې. ښاغلي مکرون د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ټرمپ څرګندونې «مودبانه نه وې».
د ټرمپ څرګندونو د نورو غبرګونونه هم راپارولي دي. په دې منځ کې د فرانسې د ملي شورا رییس یایل برون-پیوي وړاندې پر ټرمپ نیوکه کړې وه او ویلي یې و: «موږ د نړۍ د راتلونکي په اړه خبرې کوو، زموږ خلک په ژوره توګه اغېزمن شوي، خلک د جګړې په ډګر کې مړه کېږي؛ خو یو ولسمشر شته چې خاندي او په نورو ملنډې وهي».
فرانسې په منځني ختیځ کې د امریکا په پوځي کمپاین کې له ګډون څخه ډډه کړې او د هسپانیا او اېټالیا سره یوځای یې امریکایي الوتکو ته اجازه نهده ورکړې، چې د دوی هوايي اډې وکاروي.
مکرون د سمندري ځواکونو په کارولو سره د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د امریکا د کمپاین ملاتړ هم رد کړی دی. د فرانسې لهخوا د جګړې له پراخېدو وروسته د ساتنې کښتیو د لېږلو وړاندیز هم د سپینې ماڼۍ لهخوا له ملنډو سره مخ شو.
