• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د منځني ختیځ کړکېچ؛ د ایران لارې بندېدو سره افغانستان ته د خوړو ۴۰۰ ټنه مرستې ځنډېدلې دي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۵۴ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی، چې د منځني ختیځ د روانو ناخوالو او کړکېچ له امله افغانستان ته د ۴۰۰ مټریک ټنه ژوند ژغورونکو خوراکي توکو د لېږد لاره تړل شوې او دوی اوس په بېړه د بدیلو لارو په لټه کې دي.

خوړو نړۍوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي، شاوخوا ۴۰۰ مټریک ټنه خوراکي توکي چې په ځانګړي ډول په افغانستان کې د خوارځواکۍ د مخنیوي او ژوند ژغورنې لپاره ځانګړي شوي وو، د ټرانزیټي ستونزو له امله پر وخت نه دي رارسېدلي.
یادې ادارې روښانه کړې، چې وړاندې به دا ډول مرستې د ایران له لارې افغانستان ته لېږدول کېدې، خو په منځني ختیځ کې د وروستیو جګړو او کړکېچ له پیل وروسته دغه لاره نور د کارولو وړ نه ده.

د خوړونړۍوال پروګرام دا وضعیت د مرستو رسولو په لړۍ کې یو لوی خنډ بللی دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام زیاتوي، چې د دوی د اکمالاتو او لوجستیک ټیمونه دمګړی په جدي توګه کار کوي څو یوه نوې او خوندي بدیله لاره ومومي.
دا ستونزه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې افغانستان د نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو دی چې میلیونونه وګړي یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره پر نړۍوالو بشري مرستو تکیه کوي. د مرستو په رسولو کې ځنډ کولی شي د هغو میندو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي، چې له شدیدې خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

چین د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د پرمختګ په اړه هیله‌مندي وښوده

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۲۷ GMT+۱
چین د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د پرمختګ په اړه هیله‌مندي وښوده
100%

چین د جمعې په ورځ وویل، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو بهیر په دوامداره توګه روان دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «پاکستان او افغانستان دواړه د چین منځګړیتوب ته ازښت ورکوي او لېواله دي چې یو ځل بیا د خبرو اترو مېز ته کېني».

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې بیجینګ د دواړو لوریو سره نږدې اړیکه لري او د خبرو اترو لپاره یې مناسب چاپېریال چمتو کړ دی.

ماو نینګ ټینګار کړی، چې درې واړه لوري به په مناسب وخت کې د خبرو اترو جزییات شریک کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ شخړه په تېر اکتوبر کې پیل شوې او لسګونه کسان پکې وژل شوي دي.

د یادې شخړې لامل ټي‌ټي‌پي ډله کڼل کېږي او اسلام اباد د طالبانو اداره د دغې ډلې په ملاتړ تورنوي.

طالبان دا تورونه ردوي او په پاکستان کې د وسله والو بریدونه "د پاکستان داخلي ستونزه" ګڼي.

چین تازه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د شخړې هوارۍ لپاره رامخته شوی او دواړه لوري یې د پنجشنبې په ورځ په ارومچي کې د خبرو مېز ته کېنولي دي.

د راپورونو له‌مخې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانو خبرو اترو تمرکز پر دوامداره اوربند، د سوداګرۍ او تګ راتګ لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو په پرانېستلو دی.

له ایران او پاکستان نه لسګونه کډوالې کورنۍ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۵ GMT+۱
له ایران او پاکستان نه لسګونه کډوالې کورنۍ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې تېره ورځ د نیمروز، هرات، ننګرهار او کندهار له لارې ۳۰۹کورنۍ له پاکستان او ایران په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.

د طالبانو ترواک لاندې دغې رسنۍ ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۰، د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۱۲، د هرات د اسلام کلا له لارې ۲۴ او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۶۳کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

طالب چارواکو ویلي، چې د راستنو شويو کورنيو له ډلې څخه ۱۰۲ کورنۍ خپلو اصلي سيمو ته لېږدول شوې او همداراز سلګونو نورو کورنيو ته بېلابېلې بشري مرستې وېشل شوې دي.

تر دې مخکې، د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي و، چې د چهارشنبې په ورځ ۲۶۹ کورنۍ له ایران او پاکستان نه په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي. یاد کمېسیون ویلي، چې په همدې ورځ ۵۴ نورې کورنۍ بیا خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۴کال په لړ کې له ایران او پاکستان نه ۳مېلیونه او ۱۱۴زره کډوال په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستانه شوي دي.

نورالله نوري: طالبانو د ولس د ملاتړ له برکته لویې امپراطورۍ ماتې کړې دي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۱۵ GMT+۱
نورالله نوري: طالبانو د ولس د ملاتړ له برکته لویې امپراطورۍ ماتې کړې دي
100%

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري وایي، د افغانستان د ختیځ او لوېدیځ ولسونه د دوی اردو ده او په «جهاد» کې یې د دوی په څنګ کې لویې امپراطورۍ ماتې کړې دي. نوري پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو پر مهال د ولسونو د ملاتړ ستاینه وکړه.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت جمعې ورځ، د وري پر ۱۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري ننګرهار ته سفر کړی او د یاد ولایت له دیني عالمانو، قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو او ځوانانو سره د طالبانو له نظام څخه د دفاع لپاره غونډه کې یې ګډون کړی دی.
په دې وروستیو اونیو کې ډیری راپورونه خپاره شوي، چې طالبانو عام خلک اړ کړې چې د دغې ډلې په ملاتړ اعلان کړي.

د طالبانو چارواکو په وروستیو اونیو کې په وار وار ادعا کړې چې یاده ډله له پاکستان سره د جګړې پرمهال د عامو خلکو له پراخ ملاتړ څخه برخمن وه.

په ورته مهال د بحران نړۍوالې ډلې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې طالبانو هڅه کړې چې له پاکستان سره د جګړې څخه په استفاده په کور دننه د ځان په ګټه عامه ملاتړ خپل کړي.

په همدې حال کې ځینې څارونکي په دې باور دي، چې د افغانستان په عصري تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د پاکستان سره د تاوتریخوالي په اړه د خلکو په نظرونو کې یوالی راڅرګند شوی دی.

خو د طالبانو مخالف سیاسي حرکتونه بیا په دې باور دي، چې طالبانو د بهرنیو وسله والو په ملاتړ سره د افغانستان په خاوره کې د نفوذ او د هیواد د ملي حاکمیت د سرغړونې لپاره لاره هواره کړې ده.

طالبانو په یو شمیر ولایتونو کې د «جاسوسۍ» له وېرې د رواني ناروغانو راټولول پیل کړي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۹ GMT+۱
طالبانو په یو شمیر ولایتونو کې د «جاسوسۍ» له وېرې د رواني ناروغانو راټولول پیل کړي
100%

د ننګرهار او زابل ولایتونو یو شمیر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د جاسوسۍ په پلمه د هغو کسانو د نیولو او راټولولو بهیر پیل کړی چې رواني ستونزې لري. طالبان ادعا کوي چې په ظاهره رواني ناروغ د دوی پر ضد د جاسوسی په تور نیول شوی دی.

د ننګرهار ځینو اوسېدونکو نن جمعې په ورځ، د وري پر ۱۴مه ویلي، چې طالبانو د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې هم رواني ناروغ د جاسوسۍ په تور نیولي او له ځان سره وړی دی.

د طالبانو یو شمېر پلویانو هم په ټولنیزو رسنیو کې داسې یو کمپاین په لاره اچولی، چې یو شمېر رواني ناروغان د ځینو هېوادونو له خوا افغانستان ته جاسوسۍ لپاره لېږل شوې دي او باید د دغه ډول کسانو مخه نیول شي.

د طالبانو له لوري په داسې حال کې د رواني ناروغانو راټولو بهیر پیل شوی دی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له تېرو څو میاشتو راهیسې شخړه روانه ده.

طالبانو له دې وړاندې اعلان کړی و، چې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله په امر یې د رواني ناروغانو د راټولو بهیر پیل کړی دی.

همدارنګه د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ( ۱۴۰۴ کال د مرغومی پر۲مه) ویلي و، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې شاوخوا ۵زره او ۷۸۱ افغانان چې له رواني ناروغیو سره مخ وو تر راټولولو وروسته د درملنې لپاره د سرې میاشتې ټولنې ته معرفي کړي دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې دغه ګام یې د عامې روغتیا د ساتنې، د رواني ناروغانو د وضعیت د ښه‌والي او د ټولنې د احتمالي ګواښونو د کمولو په موخه اخیستی دی.

په اورمچي کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې د دویمې ورځې لپاره هم دوام لري

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۰۵ GMT+۱
په اورمچي کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې د دویمې ورځې لپاره هم دوام لري
100%

سرچینې وايي، چې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرې د جمعې په ورځ د چین په اورمچي ښار کې د دویمې ورځې لپاره هم دوام لري. د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو جزییات لا نه‌دي خپاره شوي. د چین بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دواړه خواوو ترمنځ به خپلې هڅې او منځګړیتوب ته دوام ورکړي.

چین هڅه کوي، چې جګړه راکمه کړي، سوداګریزې او د ډیورنډر کرښې لارې پرانیزي او د دواړه خواوو ترمنځ اوربند رامنځته کړي. په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ ویلي، چې طالبان او پاکستان باید خپلې شخړې د خبرو له لارې حل کړي.

په ورته وخت کې طالبانو د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه، چې پاکستان د افغانستان پر درېیو ختیځو ولایتونو توغندیز بریدونه کړي. ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د سولې په پروسه کې پرمختګ روښانه، د تایید وړ او په لیکلې بڼه تضمینونو ته اړتیا لري او شفاهي ژمنې په هیڅ ډول بسنه نه‌کوي.

اسلام‌اباد په دوحې، استانبول او ریاض کې د خبرو اترو په تېرو درېیو پړاوونو کې هم په لیکلې بڼه د تضمینونو غوښتنه کړې وه؛ خو طالبانو په لیکلې بڼه له ژمنو ورکولو انکار کړی و. د طالبانو ‌له‌خوا دغه انکار د تېرو خبرو اترو د ناکامۍ یو لامل بلل شوی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون ته په اشارې سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي دغه ډله د خپلو ژمنو په ماتولو تورنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې «افغان طالبان نه هوکړه‌لیک ته ژمن دي او نه هم د هغې روح ته».

شنوونکي ټینګار کوي، پاکستان د چین تر فشار لاندې د خبرو اترو په دغه پړاو کې چې په ارومچي کې ترسره شو ګډون وکړ. د پاکستان پخواني استازي اصف دراني هم ویلي، چې اسلام‌اباد د چین په «غوښتنه» په خبرو اترو کې ګډون کړی دی.

بل خوا بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ، دوی به د اورمچي په خبرو اترو کې «په متوازن او اصولي دریځ سره» برخه واخلي او اراده لري چې له بل لوري سره د ښه ګاونډیتوب پیاوړتیا، سوداګریزو اړیکو پراختیا او په اغېزمنه توګه د امنیتي مسلو اداره کولو په اړه پراخې خبرې اترې وکړي.

د شنونکو په وینا؛ چین په سیمه کې د خپلو پراخو اقتصادي ګټو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ثبات ساتلو په لټه کې دی.