
د افغانستان مسلکي سوک وهونکی محمد ذکریا زماني د هېواد د سوک وهنې فدراسیون په مشرتابه کې د بدلون غوښتنه کړې او د دې فدراسیون د سرپرست قدیر سلطاني د لرې کېدو غوښتونکی شوی دی.
نوموړي د ورزشکارانو په استازیتوب په یوه خپره کړې اعلامیه کې ۱۲ هغه ټکي یاد کړي، چې ده ورته «کمزوري او ناسمې چارې» ویلي او د دې بنسټ د جدي اصلاح غوښتنه یې کړې ده.
زماني په دې اعلامیه کې د فدراسیون د سرپرست د لرې کېدو لپاره خپل دلیلونه داسې بیان کړي:
۱. په ټول هېواد کې د سوک وهنې هېڅ منظم فعالیت نهشته.
۲. د اماتور سوک وهنې سیالیو د جوړېدو مخنیوی کېږي او له ورزشکارانو څخه د پیسو غوښتنې شوي.
۳. بهرنیو سیالیو کې د ګډون لپاره د تمریني کمپونو د جوړولو لپاره منظم پلان نهشته.
۴. د نړیوالو سیالیو لپاره د مهالوېش نشتوالی او د ورزشکارانو بېخبري؛ د بېلګې په توګه، ملي لوبغاړي یوازې ۲۰ ورځې مخکې له اسیايي سیالیو څخه خبر شوي وو.
۵. په کابل کې د سوک وهنې له کلپونو څخه هره میاشت د ۳۰۰ افغانیو اخیستل د فدراسیون په نوم د مرستې تر عنوان لاندې روان دي.
۶. د فدراسیون د سرپرست له خوا له ورزشکارانو او روزونکو سره سپک او ناوړه چلند کېږي.
۷. د هېواد دننه د ملي لوبغاړو پر ځای د بهر مېشتو ورزشکارانو لېږل؛ لکه څنګه چې د افغانستان د سوک وهنې اتل فېروز صافي سره له دې چې اتل وو، بل کس له جرمني څخه سیالیو ته استول شوی دی.
۸. د ملي سیالیو ترسره کول پرته له دې چې مخکې له مخکې خبر ورکړل شي.
۹. د کمزورې پلان جوړونې له امله په نړیوالو سیالیو کې د پام وړ لاسته راوړنې نهشته.
۱۰. په ایران کې د سیالیو پر مهال د افغان سوک وهونکو بېاحترامي شوې.
۱۱. د محدودې کړۍ له خوا غونډې او پرېکړې کول او د ملي ټیم د روزونکو بېدلیله لرې کول.
۱۲. د غیر حاضرۍ په پلمه د ورزشکارانو د عصريې کمول، په داسې حال کې چې ډېر یې حتی د تګ راتګ د کرایې توان هم نهلري.
محمد ذکریا زمانی زیاته کړې، چې یاد شوي موارد یوازې د شته ستونزو یوه برخه ده او د فدراسیون د سرپرست د لرې کولو لپاره نور ډېر دلیلونه هم لري. د هغه په وینا، زیاتره ورزشکاران او روزونکي له دې ستونزو خبر دي، خو تر اوسه یې چوپتیا غوره کړې ده.
هغه له ټولو ورزشکارانو او روزونکو غوښتي، چې د دې وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې نهشي، ځکه د ده په باور، د دې حالت دوام کولی شي د هېواد د زرګونو ځوانو ورزشکارانو راتلونکی له جدي خطر سره مخ کړي.
زمانی همداراز له هغوی غوښتنه کړې، چې د شنبې په ورځ د خپلو حقونو د دفاع او د فدراسیون د سرپرست د لرې کېدو د ملاتړ لپاره د هغه تر څنګ ودرېږي.
د طالبانو د سوکوهنې ملي فدراسیون مشرتابه لاتر اوسه د نوموړي د یادو تورونو په تړاو څه سپیناوی نهدی کړی.